کابل (پژواک ١٨ زمرى ٩٥): ولسمشر تلونکو حاجيانو سره د مخه ښې پرمهال له هغوى وغوښتل، چې حج مراسمو کې د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره دعا وکړي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمداشرف غني، نن ماسپښین په حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې بیت الله شریف ته د حج فریضې د ادا کولو په موخه د سږکال لومړنیو تلونکو حاجیانو سره د مخه ښې کتنه وکړه.
سرچينه کاږي، په پیل کې د حج او اوقافو وزیر فیض محمد عثماني د ښه راغلاست او پرانیستونکې وینا پرمهال وویل، د ولسمشر د لارښوونې په اساس حاجیانو ته د تېر په پرتله لا ډېرې اسانتیاوې په پام کې نیول شوي او د حج پروسه هم اسانه شوې ده.
ده زياته کړه، ولسمشر تل له حاجیانو سره د ښه سلوک، نېک چلند او ښو اسانتیاوو د برابرولو لارښوونې کړې دي.
د ده په وينا، د لومړي ځل لپاره په کابل کې د هر ۴۷ حاجیانو لپاره یو معلم د افغانستان له بیرغ سره تنظیم شوی دی.
عثماني وویل، د اریانا افغان هوایي شرکت په نننۍ لومړۍ الوتنه کې به ۵۶۸ حاجيان او ۱۲ معلمان سعودي عربستان ته ولېږدول شي. همدارنګه به د اریانا افغان هوایي شرکت الوتکه نن د شپې ۱۱ بجې له هرات ولایت څخه هم د سعودي عربستان په لور الوتنه ولري.
د خبرپاڼې په حواله، حاجي نجم الدین د حاجيانو په استازیتوب له ولسمشر څخه د مننې پرمهال وویل: "تاسو لومړی جمهور رئیس یئ چې اسلامي فریضې (حج) ته د درناوي او خپلو هېوادوالو سره د ژورې مینې له مخې په هوایي ډګر کې له حاجیانو سره مخه ښه کوئ."
ده زياته کړه، د حاجیانو د ژر او پر وخت انتقال لپاره دې د اریانا افغان هوایي شرکت د الوتکو د کمبود او نورو ستونزو حل ته پاملرنه وشي.
سرچينه زياتوي، ولسمشر غني بیت الله شریف ته ټولو تلونکو حاجیانو ته د حج فریضې د ادا کولو مبارکي وویله او زیاته یې کړه، د خدای (ج) د فضل او کرم له برکته په تاسو د حج د فریضې د ادا کولو لورینه شوې ده.
د ده په خبره، اسلام د معنوي ارزښتونو، سولې او ورورولي دین دی او تاسو هغه سپېڅلي ځای ته ورتلونکي یئ چې هغه د نړۍ د ټولو مسلمانانو قبله ده.
هغه زیاته کړه، کله چې مقام ابراهیم ته درېږئ، نو د اسلام د مبارک دین عظمت، د مسلمانانو وحدت، همبستګي او د اسلام وجودي فلسفه چې د مسلمانانو مساوات دی، په عمل کې وینئ.
ولسمشر هغوی ته په ټینګار وویل: "کله چې د حج د مراسمو د ادا کولو په موخه مقام ابراهیم ته ورځئ، نو د افغانستان د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره د خدای تعالی په دربار کې دعا وکړئ، ترڅو په افغانستان کې تحمیلي جګړه پای ومومي او واقعي سولې ته ورسېږو."
غني وایی، د اریانا افغان هوایي شرکت د ستونزو د حل په برخه کې مو وړاندیز عملي کېږي او د اریانا مدیریت ورځ تر بلې په اساسي توګه بدلون مومي، ترڅو د حاجیانو خدمت کې قرار ولري.
نوموړي څرګنده کړه، په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر او ټولو اراکینو ته مې لارښوونه دا ده چې ستاسو په خدمت کې واوسي.
هغه همدارنګه د حج او اوقافو وزیر او د حج پروسې له ټولو مسوولینو څخه حاجیانو ته د ښو اسانتیاوو د برابرولو له امله مننه وکړه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










