منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۶ غ.م
۹°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې پر ١١٠ جريبه ځمکه ٩٧ باغونه جوړ شوي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۲۵ کتنې

کندهار(پژواک، ١٨زمرى٩٥): د کندهار د کرنې رياست چارواکي وايي چې د دې ولايت په ١١٠ جريبه ځمکه کې ٩٧ باغونه جوړ شوي چې څو کاله وروسته به ښه حاصلات ورکړي او د مېوو د محصولاتو کچه به ورسره لوړه شي.

دغه باغونه د انګورو، انارو، الو او نورو مېوو دي چې د کندهار ښار په ګډون په يو شمېر ولسواليو کې جوړ شوي دي.

د کندهار د کرنې رياست سرپرست محمد قاسم رښتيني پژواک خبري اژانس ته وويل، د بڼوالۍ او مالدارۍ د ملي پروژې له مخې چې په دې وروستيو کې کندهار ته ولايت ته هم غځول شوې ٩٧ باغونه جوړ شوي دي.

هغه زياته کړه، دغه باغونه د کندهار ښار تر څنګ په ارغنداب، ژېړۍ، پنجوايي او ډنډ ولسواليو کې پر ١١٠ جريبه ځمکه جوړ شوي چې څو کاله وروسته به ورسره د کندهار د مېوو د حاصلاتو کچه لوړه شي.

دى وايي، د انګورو، انارو او نورو مېوو دغه باغونه په عصري بڼه جوړ شوي، څو په ځمکه کې ډېرې ونې ځاى شي  او له بلې خوا د مېوې کيفيت او کميت هم د هېواد د اوسنيو مروجو باغونو په پرتله ښه وي.

نوموړي دغه راز وويل چې د يادې شوې پروژې له مخې په کندهار کې ٧٥٠ تنو کروندګرو او ١٢٠٠ تنو مالدارانو ته روزنيز پروګرامونه جوړ شوي او د کرنې او مالدارۍ اړوند روزنه او عامه پوهاوى ورکړل شوى دى.

د ده په خبره، د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژه د کرنې وزارت له خوا د هېواد په ټولو ولايتونو روانه ده چې پر بنسټ به يې تر ٢٠١٨ زېږديز کال پورې د هېواد د باغدارۍ او مالدارۍ په برخو کې د پام وړ بدلون او پرمختګ رامنځته شي.

نوموړي د دې تر څنګ د زعفرانو د کرکيلې د رواجولو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل د کرنې رياست هڅه کړې چې دغلته د زعفرانو کښت ترويج کړي، چې د کوکنارو ښه بديل کېداى شي.

هغه زياته کړه، اړوند رياست د کندهار په ٨ ولسواليو دامان، سپين بولدک، خاکرېز، ډنډ، تخته پُل، شاوليکوټ، ژيړۍ او ميوند ولسواليو کې پر کروندګرو ٦١٥٣ کيلوګرامه د زعفرانو تخم وېشلى.

د ده په وينا، د تخم د وېشلو تر څنګ بزګرو ته د زعفرانو د کرلو او د حاصلاتو ټولولو روزنه هم ورکړل شوې چې په دې توګه به دغلته د زعفرانو کښت ډېره وده وکړي او په تدريجي توګه به خلک اړ شي چې له د کوکنارو له کرلو لاس په سر شي.

رښتيني د دې تر څنګ د (AMI) په نوم د يوې موسسې يادونه هم وکړه چې د دې ولايت په پنځو ولسواليو کې يې ٢٥٠ تنو بزګرانو ته د سويابينو تخم وېشلى.

د ده د معلوماتو له مخې، ياده شوې موسسه به له کروندګرو د سويابينو حاصلات په ښه بيه رانيسي او بيا به يې مارکېټ ته وړاندې کوي.

سويابين ٣٥ سلنه پروټين لري چې د ماشومانو د تغذيې لپاره ورڅخه ډېره ګټه اخيستل کېږي.

نوموړي وويل د کرنې رياست تېر کال د اوو ولسواليو له کروندګرو سره د ٢١٠ ټنه غنمو د اصلاح شوي تخم مرسته کړې وه، خو سږ کال به د ٢٩٥ ټنه غنمو د اصلاح شوي تخم تر څنګ د ٢٩٥ ټنه تور کود او ٢٩٠ ټنه سپين کود مرسته هم وکړي.

دى وايي، دغه اصلاح شوى تخم او کود به د کندهار په ډنډ، پنجوايي، ميوند، معروف، ارغستان، ژيړۍ او تخته پُل ولسواليو کې پر کروندګرو ووېشل شي.

د ده په وينا، ياده شوې اندازه اصلاح شوى تخم به په ٣٣ زره هکتاره ځمکه کې وکرل شي چې د کيفيت او کميت له پلوه به ډېر ښه حاصلات ورکړي.

نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې د کرنې رياست مسلکي مامورين د کندهار په کوهکران فارم کې د غنمو، مېوو او سبو په برخه کې په څېړنو بوخت دي چې د ښو پايلو له تر لاسه کولو وروسته به يې د ترويج هڅې کېږي، څو باغ لرونکي او کروندګر تر ټولو غوره حاصلات ولري او په دې توګه له اقتصادي پلوه په خپلو پښو ودرېږي.

نوموړي د دې تر څنګ د مالدارۍ برخه ياده کړه چې په دې وروستيو کې يې په کندهار کې ډېره وده کړې ده.

دى وايي، په کندهار کې په دې وروستيو کلونو کې نه يوازې د غواوو، بلکې د کبانو، چرګانو او د شاتو د مچيو سلګونه فارمونه جوړ شوي چې په زرګونو خلک په کې په کار بوخت دي او ورځ تر بلې وده کوي.

په کندهار کې د غواو د فارمونو شمېر ٦٠٠ ته رسېدلى چې د ورځې ١١٠ زره لېټره شيدې توليدوي، د کبانو د فارمونو شمېر ١٧٦  او د شاتو د مچيو د فارمونو شمېر ١٤ ته پورته شوى چې په تېرو کلونو کې ډېر لږ او يا هيڅ نه وو.

د کرنې رييس خبر ورکړ چې ډېر ژر به په کندهار کې د شيدو د پروسس يوه پرمختللې فابريکه هم په فعاليت پيل وکړي.

د کندهار د کروندګرو د ټولنې مشر عبدالواسع خان وايي، چې کندهار يو کرنيز ولايت دى چې د ډېرو خلکو ژوند پر کرنه او مالدارۍ ولاړ دى، خو په دې برخه کې ډېرو مرستو ته اړتيا ليدل کېږي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل، په تېرو کلونو کې له کروندګرو سره د کرنې وزارت مرستې ډېرې محدودې وې خو په دې وروستيو کې څه نا څه ښه شوې دي.

دى وايي، تر ټولو لويه ستونزه د مېوو او سبو د محصولاتو لپاره د وړ بازار نشتوالى دى، حکومت ته په کار ده چې په دې برخه کې هم مرسته وکړي.

د ده په خبره، همدا د بازار نشتوالى دى چې لا هم په ډېرو ولسواليو کې خلک د روا کښتونو پر ځاى د مخدره توکو او ترياکو کښت کوي.

هغه زياتوي، که د کرنې رياست له کروندګرو، باغ لرونکو او مالدرانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د هغوى محصولاتو ته په کور دننه او بهر ښه مارکېټ پيدا کړي، نو نه يوازې به د ترياکو کښت صفر شي، بلکې د هېواد په اقتصادي وضعيت کې به ښه والى راشي.

له کندهار څخه هر کال د ميليونونو ډالرو په ارزښت زرګونه ټنه وچه او لنده مېوه (انګور، انار، خټکي، کشمش، انځر او نور...) پاکستان او هندوستان ته صادرېږي.

باغ لرونکي او سوداګر وايي که هغوى ته نورې لارې پرانيستل شي او اسانتياوې برابرې شي نو کولاى شي اروپا او امريکا ته هم مېوې او نور محصولات صادر کړي چې په دې توګه به دوى ډېره ګټه تر لاسه کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه