منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۴ غ.و
۱۵°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

٦٠ زره هکتاره کرنيزه ځمکه هواره او د اوبو لګولو پنځه شبکې جوړيږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

 کابل (پژواک، ١٩ زمرى  ٩٥): د کرنې وزارت وايي  چې د روان کال تر پايه پورې به د هېواد په ٣٠ ولايتونو کې د ١٦٠ ميليون افغانيو په لګښت ٦٠ زره هکتاره ځمکه هواره او په کابل او پروان ولايتونو کې به د ابو لګولو پنځه شبکې جوړې شي.

 د يادو پروژو د عملي کولو قرارداد نن د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او اداري مرستيال عبدالقدير جواد او د پلي کوونکو شرکتونو د استازو تر منځ په کابل کې لاسليک شو.

 جواد وويل چې د هېواد په ٣٠ ولايتونو کې د ١٠٠ ميليون افغانيو په لګښت، ٦٠ زره هکتاره کرنيزه ځمکه د وزارت له بوديجې هواره کېږي.

 د هغه د معلوماتو پر بنسټ، دغه پروګرام په پنجشېر، دايکنډي، غور او نورستان ولايتونو کې د غرني توب له امله نه شي عملي کېدلى.

 هغه څرګنده کړه چې د يادې پروژې په عملي کولو سره پر دې سربېره چې د اوبو له بېځايه کېدو مخنيوى کېږي، دغه راز د خاورې له منځه تلو او په پټيو کې د کيمياوي سرو له بېځايه کېدو مخنيوى کېږي او په پايله کې به يې حاصلات هم لوړ شي.

 د هغه په وينا، اوسمهال په يادو ولايتونو کې د کرنيزو ځمکو د نشتوالي له امله له پنځوس سلنه زياتې اوبه ضايع کېږي.

 

دغه راز جواد څرګنده کړه، چې په ياده پروژه کې له ٣٠٠٠ زياتو بزګرانو ته د کښت په اړه د اغېزناکو او نوو لارو چارو په اړه روزنه ورکول هم شامل دي.

 د کرنې وزارت مالي او اداري مرستيال وويل چې دغه راز په کابل او پروان ولايتونو کې د ياد وزارت له پراختيايي بوديجې څخه ٦٠،٣ ميليون افغانۍ د اوبو لګولو پر پنځو شبکو لګول کېږي.

 نوموړي زياته کړ ه چې د اوبو لګولو دوه شبکې په ده سبز، يوه شبکه د جبل سراج په ولسوالۍ کې او دوه نورې شبکې د پروان ولايت په مرکز چاريکارو ښار کې عملي کېږي.

 د هغه په وينا، د يادو شبکو کار په بشپړېدو سره به ١٥٠٠ هکتاره کرنيزه ځمکه خړوب او همدارنګه به د څلوېښت سلنه اوبو ضايع کېدو مخه هم ونيول شي او په پايله کې به شل سلنه کرهنيز حاصلات لاپسې زيات شي.

 د هغه په وينا، په کابل او پروان کې به له دغو پروژو څخه ٧٢٠٠ کورنۍ برخمنې او له ٢٤ زره زياتو کسانو ته د کار زمينه برابره شي.

 په ولسي جرګه کې د کونړ استازي مولوي شهزاده شاهد هم په يادو مراسمو کې ګډون درلود او د کرنې وزارت له ياد ګام څخه د ستاينې ترڅنګ يې وويل، چې په تېرو څوارلسو کلونو کې د بزګرانو د روزنې، کيمياوي کوډ د وېش، اصلاح شوو تخمونو، وسايلو او نورو برخو کې بزګرانو سره مرستې شوې، خو اساسي کارونه نه دي ترسره شوي.

 نوموړي د کرنيزو ځمکو هوارول د کرنې له مهمو برخو وبلل او ويې ويل، چې په ياده برخه کې ګام پورته کول په هېواد کې د کرهنې د ودې لپاره د بنسټ کېښودل دي.

 د بزګرانو استازي دادمحمد هم د نن ورځې په مراسمو کې د کرنې له وزارت څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې د اوبو لګولو شبکو جوړول او د ځمکو هوارول ډېر مهم دي او دغه کار ته بايد د هېواد په کچه پراختيا ورکړل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه