کابل (پژواک،١٩ زمرى ٩٥): د پوهنې وزير وايي چې د هېواد په ځينو سيمو کې دولتي ځواکونه او وسله والو مخالفين، کله نا کله ښوونځيو کې سنګرونه جوړوي چې ددې کار مخه بايد ونيول شي؛ څو د پوهنې بهير ته زيان وا نه وړي.
د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي چې نن يې کابل کې يوې غونډې ته خبرې کولې وويل چې دا موضوع يې څو ځله له امنيتي ځواکونو سره شريکه کړې، څو ښوونځي په پوځي ځايونو بدل نه کړي او د داسې فعاليتونو له دوام څخه دې مخنيوى وکړي.
هغه وويل :" که دواړه ښکېلې غاړې په ښوونځي کې سنګر ونيسي، ښوونځي ويجاړېږي، زده کونکي ښوونځي ته نه شي تللى او زده کړو ته دوام نه شي ورکولى؛ نو ځکه موږ هيله لرو چې نظامي مسوولين او وسله وال مخالفين موضوع ته پام وکړي او د خپل اولاد راتلونکى خرابه نه کړي."
بلخي وويل چې اوسمهال له ٥٠٠ تر ٦٠٠ ښوونځي د امنيتي ستونزو له امله په سوېل، سوېل ختيځو او سوېل لويديځو سرحدي ولايتونو کې تړلي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي د هلمند او کندوز ولايتونو په څېر چې چېرته جګړه وي، ښايي امنيتي ځواکونو د لنډې مودې لپاره هلته پوسته جوړه کړې وي؛ خو د کورنيو چارو وزارت د پوليسو ټولو منسوبينو ته په ټينګار سره لارښوونه کوي چې د هېواد په هېڅ ګوټ کې دي که ښوونځي رخصت هم وي، بايد له ښوونځي څخه د پوستې او سنګر په توګه استفاده و نه کړي.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې طالبانو کله هم له ښوونځي څخه د مرکز او نظامي ځای يا سنګر په توګه استفاده نه ده کړې او څوک به يې هيڅ بېلګه وړاندې نه کړي.
هغه زياتوي:" موږ د ښوونځيو په اهميت پوهېږو او که داسې وکړو مخامخ د کوچنيانو او ملکيانو ژوند ته قصدي خطر پيښوي، چې موږ په ډير جدي ډول ځان ترې ساتو."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










