منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۴ غ.و
۱۵°نیمه ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په جګړو کې د فراه بې سرپرسته شوې ډېرې ښځې سوالګرې شوې

· ۸ دقیقې لوستل · ۹۲ کتنې

فراه ښار (پژواک، ١٩ زمرى ٩٥): فراه کې د کونډو مېرمنو وضعيت چې په جګړو کې يې خپل خاوندان له لاسه ورکړي، د اندېښنې وړ دى؛ ځکه يو شمېر يې د بېوزلۍ له امله سوال کولو ته مخه کړې ده.

په دغه ولايت کې د کونډو شوو مېرمنو کره شمېر تر اوسه نه دی معلوم؛ خو ځينو سرچينو د هغوى شمېر زرګونه اټکل کړی او په دغه ولايت کې د کونډو مېرمنو زياتوالى يې ټولنيز کړکېچ بللى، د جګړې او انسان وژنې پاى ته رسېدو غوښتنه کوي.

ښځينه سوالګرې د ښار په بېلابېلو برخو لکه سړکونو، جوماتونو او د فراه نورو ځايونو کې لیدل کېږي، د فراه ځيني ښاريان وايي چې د یادو سوالګرو ډېرې یې هغه دي چې د کورنۍ سرپرستان يې د دريو لسيزو، په ځانګړې توګه د تېرو شاوخوا ١٤ کلونو په جګړو کې له لاسه ورکړي دي.

د دغو سوالګرو له ډلې يوه هم ٢٨ کلنه راضيه ده.

نوموړې چې د فراه د مرکز کنسک کلي اصلي اوسېدونکې ده، د فراه ښار په شهيدانو چوک کې د سوالګرۍ پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې خاوند يې بزرګر و او درې کاله وړاندې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو تر منځ جګړه کې د هغوى پر کور د راکټ لګېدو له امله ووژل شو. نوموړې زياته کړه چې خسر يې هم په ياده پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د راضيې په وينا، د نوموړې دوو لېورونو (د خاوند وروڼو) له يادې پېښې څخه يو کال وروسته له دې او څلور ماشومانو څخه يې سرپرستي کوله.

خو هغې زياته کړه: "وروسته، مشر لېوره مې راته وويل چې يا بايد ما سره وداه وکړې او يا له کور څخه بهر شې، مل نه غوښتل چې هغه سره واده وکړم؛ په پايله کې اړه شوم چې له خپل ١٣ کلن زوى او دوو کوچنيو نجونو سره د فراه ښار باغپل ته لاړه شم او دلته د خپلوانو يو زوړ کور کې، ژوند وکړم."

راضيه وايي چې اوسمهال اړه ده څو اولادونو ته د نفقې موندلو لپاره سوال وکړي.

يادې کونډې مېرمنې زياته کړه چې د نوموړې اولادونه هم د يوې مړۍ ډوډوۍ پيدا کولو لپاره ښار کې دننه د خځلو له منځ څخه کارتنونه او پلاستيکونه راغونډوي او په ستونزمن وضعيت خپل ژوند پر مخ وړي.

د فراه د خاکسفيد د خشکابه کلي اصلي اوسېدونکې ٣٢ کلنه ګلپري بله هغه مېرمن ده چې خاوند يې په جګړه کې له لاسه ورکړى او اوسمهال په فراه ښار کې سوال کولو ته اړه شوې ده.

دې مېرمنې وويل چې د فراه ښار عيدګاه جومات ته مخامخ تر يوې خېمې لاندې له خپلو څلورو وړو لورڼو او يو تنکي ځوان زوى سره ژوند کوي.

هغې په داسې حال کې چې د فراه ښار ښاروالۍ څلورلارې کې له خپلو دوو نجونو سره پر سوال کولو بوخته وه، وويل: "زموږ د کورنۍ ډېر کسان طالبان و، خاوند مې هم له طالبانو سره و، خاوند مې دوه کاله وړاندې د بالابلوک ولسوالۍ شيوان کلي کې د جګړې پر مهال شهيد شو."

ګلپري وويل چې د خاوند له وژل کېدو وروسته يې يو کال د خسر کورنۍ کې تېر کړ؛ خو وروسته يې دوه لېورونه د پشترود ولسوالۍ جګړه کې ووژل شول، اړه شوه چې له خپلو بچيانو سره فراه ښار ته راشي او سوال وکړي.

نوموړې زياته کړه چې خسر يې زوړ دى، کار نه شي کولى او خلک هم له دې چې په خشکابه کلي کې کونډې زياتې شوې، د هغه له کورنۍ سره مرسته ونه کړه، هغې زياته کړه چې خسر يې په خشکابه کې ژوند کوي.

دې کونډې مېرمنې په خشکابه کې د نوروکونډو مېرمنو شمېر په ډاګه نه کړ او ويې ويل: "د دې تر څنګ چې ډېره شرمېږم او غيرت مې نه مني، خو اړه يم چې سوال وکړم؛ که سوال ونه کړم څه کار وکړم، ماشومانو ته مې څوک ډوډۍ ورکړي."

هغې زياته کړه: "زه خپل ماشومان هم سوال کولو ته بيايم چې د خلکو زړونه را باندې وسوځي او مرسته وکړي."

د فراه خاکسفيد ولسوالۍ د خوست کلي اوسېدونکي شرف الدين اشرفي وويل چې دغه ولايت کې زياتې کونډې مېرمنې چې په تېرو ١٤ کلنو کې يې د خپلې کورنۍ سرپرستان له لاسه ورکړي دي، په بد وضعيت کې ژوند کوي او ځينې يې سوال ته اړې شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې يوازې په خوست کلي کې ٢٥٠٠ کورنۍ ژوند کوي، شاوخوا ٥٠٠ کونډې په کې شتون لري چې خاوندان يې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي.

د هغه په وينا، د کونډو زيات شمېر يې وسله والو طالبانو او يو شمېر يې د پوليسو اړوند دي چې په جګړو کې وژل شوي دي.

اشرفي وويل: "ويجاړوونکې جګړې له بېوزلو خلکو څخه قرباني اخلي چې هره ورځ ښځې کونډېږي او يتيم ماشومان ورته پاتې کېږي."

د هغه په وينا، دا چې په کلي کې د کونډو او يتيمانو شمېر زيات شوى، خپلوان يې هم د هغوى ستونزو ته لاسرسى نه شي کولى.

نوموړي زياته کړه چې ډېر شمېر کونډې له خپلو ماشومانو سره د يوې مړۍ ډوډۍ موندلو لپاره فراه ښار ته راغلې او زيات شمېر د دغه ښار په ګوښه او کونج کې په خېمو کې ژوند کوي.

هغه وړاندې وويل چې يو شمېر ښځې سوالګرۍ ته اړې شوې دي او ماشومان يې د يوې مړۍ نفقې پېدا کولو لپاره د ښار له واټونو کارتنونه راغونډوي او خرڅوي يې.

د اشرفي په وينا، د يادو ډېرو کورنيو ماشومان له تعليم څخه بې برخې شوي دي.

د کونډو ژوند ته نه پاملرنه:

د فراه د ښځو چارو رياست سرپرستې شاه ګل سديد د بې سرپرستو ښځو او کورنيو زياتېدو په اړه چې په جګړو کې يې د کورنۍ نارينه غړي له لاسه ورکړي، اندېښنه وښوده.

په فراه کې د کونډو مېرمنو کره شمېر شتون نه لري؛ خو ښايي چې په دغه ولايت کې زرګونه مېرمنې شتون ولري چې خاوندان يې ملکي کسان وو يا د دولتي ځواکونو او يا هم د وسله والو مخالفينو په ليکو کې جګړو کې وژل شوي دي.

هغه وويل: "زيات شمېر دا مېرمنې د خپلو کورنيو سرپرستې دي او د دولت او خپلوانو د نه پاملرنې له امله د بېوزلۍ په څېر له زياتو ستونزو سره مخ دي."

د فراه د مدني ټولنې بنسټونو مشر بريالي غفاري وويل چې ډېر شمېر کونډې په نا امنو ولسواليو لکه خاکسفيد، بالابلوک، پشترود، ګلستان او بکواه کې شتون لري.

هغه زياته کړه چې يوازې د پشترود ولسوالۍ په برنګک کلي کې څه باندې سل کونډې ژوند کوي چې خاوندان يې په جګړو کې له لاسه ورکړي دي.

د هغه په خبره، سره له ده چې د کونډو او د هغوى د ماشومانو لپاره د سرپرست نشتوالى د ټولنې يوه عمده ننګونه ده، خو دولت او خيريه موسسو ورته پاملرنه نه ده کړې.

نوموړي وويل چې دولت د وسله والو مخالفينو کونډو ته چې په نا امنو سيمو کې دي، هېڅ ډول پاملرنه نه ده کړې او حتى د دولتي ځواکونو او ملکي وګړو کونډو ته يې هم اړينه پاملرنه نشته.

هغه زياته کړه چې د امنيتي ځواکونو سلګونه کونډې يواځې په فراه ښار کې په ناوړه وضعيت کې ژوند کوي او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

ټولنيز بحران

په فراه کې د ټولنيزو چارو کارپوه اسدالله نايبي په دغه ولايت کې د کونډو او بې سرپرستو ښځو او يتيم ماشومانو د ورځ تر بلې زياتېدونکی شمېر يو جدي بحران ګڼي.

نوموړي دا ستونزه ((د ټولنې پټ درد)) په نوم ياده کړه او ویې ويل چې د ټولنې دغه قشر ته بايد جدي او اړينه پاملرنه وشي؛ ځکه چې دې ستونزې ته د پاملرنې نه کولو په صورت کې د اوږد مهال لپاره خطرناکې پايلې رامنځته کېدلى شي.

نوموړي د جګړې د دوام او ناوړه پايلو لکه د ميندو کونډېدل او ماشومانو يتيم والى، سوالګري، له ښوونځي پاتې کېدل او نورو په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ وويل: ((ټولنه مو له دننه خوا د ورستېدو په حالت کې ده، څوک يې نه ويني او يا هم اهميت نه ورکوي، د دغه منفي بهير د مخنيوي لپاره بايد په لومړي قدم کې د جګړې د پاى ته رسولو او انسان وژنې مخنيوى وشي.))

هغه وويل چې عالمان بايد له کونډو او يتيمانو سره د صله رحمۍ او سرپرستۍ په اړه تبليغ وکړي او دولت دې په لومړي ګام کې د کونډو او ماشومانو کره شمېرې له پيدا کولو وروسته دې د بې سرپرستو کورنيو نه د ملاتړ پروګرام جوړ کړي.

د فراه د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهيدانو او معلولينو د چارو امر عبدالقيوم لعلي وويل چې په دغه ولايت کې د کونډو ښځو او يتيم ماشومانوشمېره نه ده معلومه، خو په دې برخه کې زياتې ستونزې لري.

د هغه په خبره، له ١٣٨٩ کال راهيسې د جګړې د ملکي قربانيانو ١٧٤٧ کورنۍ او د دولتي ځواکونو د قربانيانو ٥١٤ کورنۍ په فراه کې ثبت شوې دي.

نوموړي وويل چې ياد رياست هره مياشت د هر ملکي قرباني کورنۍ ته پنځه زره افغانۍ، د ملي اردو او ملي پوليسو د کورنۍ د هر وژل شوي پر سر ٨٢٥٠ افغانۍ تنخوا ورکوي.

هغه وويل چې دغه رياست د ملي امنيت او پوليسو د وژل شوو صاحب منصبانو تنخوا چې له نورو سره توپير لري، د هغوى کورنيو ته ورکوي او د ملي اردو د قربانيانو امتيازات او تنخوا د ملي دفاع وزارت له لوري ورکول کېږي.

لعلي هم په دغه رياست کې د کونډو ښځو او قربانيانو کورنيو ته د زياتو امکاناتو له نشتوالي شکايت وکړ او ویې ويل چې د دولت د وسله والو مخالفينو له کورنيو سره چې غړي له دولت سره په جګړه کې وژل شوي، بې تفاوتي کېږي.

نوموړي همدارنګه زياته کړه چې د ملکي قربانيانو د کورنيو لپاره پنځه زره افغانۍ تنخوا هم بسنه نه کوي، د هغوى اړتياوې نه شي پوره کولى، په فراه کې کومه نا دولتي موسسه هم نه شته چې له کونډو او بې سرپرستو مېرمنو سره مرسته وکړي.

خو د دفاع وزارت يوې سرچينې د نوم نه اخيستلو په شرط وويل چې د ملي اردو د قربانيانو کورنيو ته د وژل شوي کس اصل معاش، يوه نومره ځمکه، د کور جوړولو لپاره دوه سوه زره افغانۍ او د وژل شوي کس د کلنۍ تنخوا په اندازه پيسې د اکراميه په نوم د اردو د قربانيانو کورنيو ته ورکول کېږي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د شمېرو له مخې، په ټول افغانستان کې ٥٠٠ زره کونډې شته چې نږدې ټولې په بېوزلۍ کې ژوند کوي.

ځيني راپورونه وايي چې دولت يواځې له ٣٠ سلنه کونډو نه په غير مستيم ډول ملاتړ کوي چې هغه هم بسنه نه کوي او پراخ کار غواړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه