منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۰۹ غ.م
۸°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سمنګانو بادامو حاصلات څلور برابره لوړ شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

ايبک (پژواک ٢٠ زمرى ٩٥): د سمنګانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو رياست، سږکال د دغه ولايت د بادامو محصولات ٢٠٠٠ ټنه اټکل کړي، چې دغه اندازه د تېر کال په پرتله څلور برابره لوړه شوې ده.

اوسمهال سمنګانو کې د بادامو د يو شمېر باغونو حاصلات راټول شوي او په ځينو کې بيا د راټولولو په حال کې دي.

د دغه رياست د کرنيزو چارو امر نورمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې ياد رياست د بادامو د حاصلاتو لس ځايونه د سمنګانو په مرکز ايبک کې، څلور ځايونه د حضرت سلطان ولسوالۍ کې او دوه ځايونه د خرم سارباغ په ولسوالۍ کې د نمونې په ډول اندازه کړي دي.

د هغه په وينا، يادې سيمې له دې امله د نمونې لپاره ټاکل شوي چې په دغه ولايت کې د بادامو د ٥٢٠٠ هکټاره باغونو له ډلې ٣٨٠٠ جريبه په ايبک کې او ډېرى نور باغونه په يادو دوو ولسواليو کې دي.

نوموړي وويل، له همدې امله سږکال د سمنګانو د باغونو حاصلات دوه زره ټنه اټکل شوي او تېر کال دغه اندازه بيا ٥٠٠ ټنه وه.

نورمحمد زياته کړه، سږ کال د دغه ولايت د بادامو د حاصلاتو ارزښت ٤٣٠ ميليون افغانۍ اټکل شوى دى.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په ايبک ښار کې د بادامو کيفيت ته په پام سره د يو من بادامو بيه له ١٢٠٠ افغانيو تر ٥٠٠٠زره افغانيو پورې رسيږي، خو ياد رياست يې منځنۍ بيه ١٥٠٠ افغانۍ ټاکلې ده.

د سمنګان اوسېدونکو د معلوماتو پر بنسټ، په دغه ولايت کې بېلابېل ډوله بادام لکه ستاربايي، خيرالديني، شکوربايي، قمبري، مروجي، صندوقي، کاغذي او کلک بادام موجود دي، چې تر ټولو غوره يې ستاربايي دي.

د کرنيزو چارو امر وويل، تېر کال په دغه ولايت کې د ٥ سوه ټنو بادامو عوايد ١١٤ ميليون افغانۍ ښودل شوي دي.

د هغه په وينا، دا په داسې حال کې ده چې يادو بزګرانو تېر کال ٥٠٠ ټنه بادام ترلاسه کړي او له دې ډلې په ١٦٠٠ افغانۍ د يوه سېر بيې له اړخه ١١٤ ميليون افغانۍ عوايد ترلاسه شوي دي.

د دغه ولايت بزګران هم د خپلو باغونو له حاصلاتو خوښ دي، خو وايي چې د بادامو بيې راټيټې شوې دي.

د ايبک د حسين خېلو کلي يوه بزګر ملا غزيز وويل، په دولس جريبه ځمکه کې يې د بادامو له ٦٠٠ زياتې ونې لري او سږ کال د دوى د باغ ١٨٥ منه بادامو ٣٧٠ زره افغانۍ عوايد لرلي دي.

خو نوموړي وويل، چې د تېر کال په پرتله د بادامو بيې راټيټې شوې دي.

هغه وويل، تېر کال يو من ستاربايي بادام په ٧٥٠٠ افغانۍ پلورل کېدل، خو سږ کال يې بيه ٤٥٠٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

په ايبک ښار کې د وچې مېوې يوه سوداګر حاجي نقيب الله وويل، د بادامو بيې د بادامو د ډېرښت له امله راټيتې شوې دي.

نوموړي وويل، سږ کال يې تر اوسه پورې څلور زره  ټنه بادام پېرلي او کابل او مزار په بازارونو کې يې پلورلي دي.

د هغه د معلوماتو پر بنسټ، د سمنګانو څلوېښت سلنه بادام په کورنيو بازارونو کې پلورل کېږي او پاتې نور يې هندوستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ته صادريږي.

د سمنګانو اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت کې اوسمهال د بڼ لرلو فرهنګ په يوې سالمې سيالۍ اوښتى او بزګران له اوبيزو ځمکو سربېره په للميو کې هم د بادامو نهالونه ږدي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه