منځپانګې ته تلل
جمعه ۲۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۲۲ غ.م
۱۰°ورېځ · ↑۱۵° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د غزني ډېری ولسوالۍ د عدلي او قضايي ادارو کار کوونکي نه لري

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۵ کتنې

غزني ښار (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٥): د غزني يو شمېر اوسېدونکي او د ولايتي شورا غړي وايي چې د دغه ولايت په ١٣ ولسواليو کې عدلي او قضايي کارکوونکي نشته او خلک خپلې پرېکړې پر طالبانو کوي.

د غزني په ناور، اجرستان، ګيلان، ناوه، اب بند، ګيرو، اندړ، واغز، بهرام شهيد، ولي محمدشهيد، رشيدان، زنه خان او ده يک ولسواليو کې عدلي او قضايي کارکوونکي نشته دي.

خو په غزني ښار، خواجه عمري، جاغوري، قره باغ، مالستان او مقر ولسواليو کې بيا عدلي او قضايي کارکوونکي شتون لري.

د غزني د ولايتي شورا رييس حميدالله نوروز پژواک خبري اژانس ته ومنل چې د دغه ولايت په ١٣ ولسواليو کې عدلي او قضايي کارکوونکي نشته دي.

هغه وايي چې د دې ولسواليو خلک خپلې حقوقي دعوې او پرېکړې ډېرى وخت په قومي مشرانو او يا هم وسله والو طالبانو کوي.

ده له سيمه ييزو چارواکو غوښتنه وکړه چې ټولو ولسواليو ته عدلي او قضايي کارکوونکي واستوي تر څو د خلکو حقوقي ستونزې هوارې کړي.

د غزني د ولايتي شورا بل غړي حسن رضا يوسفي وايي چې د عدلي او قضايي ادارو تر څنګ په ډېرو ولسواليو کې نورې ادارې هم غير فعالې دي.

دى وايي چې عدلي او قضايي کارکوونکو ته لوړ معاشونه هم ورکول کېږي خو بيا هم امنيتي ستونزې پلمه کوي او ولسواليو ته نه ورځي.

ده وويل: ((يو پوليس ته ١٢زره افغانۍ معاش ورکول کېږي، ولسوالۍ ته ځي خو دوى چې لوړ معاشونه هم اخلي ارام په غزني ښار کې ناست دي او ولسوالۍ ته نه ورځي.))

ده هم وويل چې د ولسواليو ډېر خلک خپلې پرېکړې پر طالبانو او يا هم قومي مشرانو کوي.

د غزني د رشیدانو ولسوالۍ اوسېدونکي عبدالله پژواک ته وويل چې د دوى په ولسوالۍ کې له امنيتي ځواکونو پرته د هېڅ بلې ادارې کارکوونکي نشته دي.

هغه د حقوقي پريکړو په اړه وويل: ((خلک يا خپلې مسئلې کابل ته وړي، يا يې طالبانو ته وړي چې ورته يې حل کړي.))

د هغه د معلوماتو له مخې د دې ولسوالۍ ډير کارکوونکي يا په غزني ښار کې دي او يا هم په کابل کې دي خو مياشتنې امتيازات په خپل وخت ترلاسه کوي.

د غزني د اندړو ولسوال محمد قسيم ديسي وال وايي چې په دې ولسوالۍ کې قضايي کارکوونکي نشته دي.

هغه وايي: ((ما څو ځلې کوښښ وکړ چې دا برخه فعاله کړم خو عدلي او قضايي کارکوونکي نه حاضرېږي چې خپله دنده ترسره کړي.))

خو ديسي وال بيا وايي چې خلک خپلې پرېکړې پر طالبانو نه، بلکې پر قومي مشرانو کوي.

دغه راز د غزني د رشيدانو ولسوال محمد کريم پژواک ته وويل: ((زه چې دلته کله ولسوال شوم نو يو دولتي کارکوونکی هم نه و، ټولو ادارو ته مې وويل چې خپل کارکوونکي يا را ولېږي او يا دې هم منفک کړي.))

د ولسوال په وينا، په دې ولسوالۍ کې ډېرى داسې کارکوونکو وو چې هېڅ یې ولسوالۍ په سترګو هم نه وه ليدلې خو له کلونو يې امتيازات ترلاسه کول.

د غزني د ده يک ولسوالۍ اوسېدونکي محمدالله خپله حقوقي پرېکړه پر طالبانو کړيده.

هغه پژواک ته وويل چې له پنځو کلونو راهيسې يې د تره له زامنو سره د ځمکې پر سر لانجه درلوده.

هغه وويل: ((اول خو په ولسوالۍ کې قضايي کارکوونکي نشته دي، بيا چې غزني ښار ته لاړو نو هلته هم زموږ مشکل حل نه شو، کله به يې پيسې غوښتې او کله به مامورين نه وو.))

دى وايي چې دوى خپله حقوقي ستونزه طالبانو ته راجع کړه او هغوى کوېټې شورا ته ولېږل.

ده زياته کړه: ((کوېټې چې ته لاړو هلته د طالبانو ځاى ته لاړو يو اوږده کوڅه وه بيا د کوڅې په پاې د طالبانو ځاى و، هلته بيا زېر زميني ته يې ښکته کړو، هلته بيا د طالبانو قاضيان ناست وو، زموږ مشکل يې په نيم ساعت کې حل کړ او موږ هم فيصله ومنله.))

د غزني د استيناف څارنوال عبدالرشيد عابد هم ومنله چې د دغه ولايت په ډېرو ولسواليو کې عدلي او قضايي کارکوونکي نشته دي.

ده وويل: ((څه موده وړاندې ګيلان، مقر او قره باغ ولسواليو ته موږ خپل کارکوونکي معرفي کړل خو له يوې مياشتې وروسته بېرته راغلل او ویې ويل چې په ولسواليو کې له امنيتي ستونزو سره مخ دي.))

د هغه په وينا، هغه مهال به ټولو ولسواليو ته عدلي او قضايي کارکوونکي معرفي شي چې امنيتي ارګانونه يې د امنيت د ټينګښت ډاډ ورکړي.

د غزني والي عبدالکريم متين هم پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په ځينو ولسواليو کې عدلي او قضايي کارکوونکي شتون نه لري.

هغه ونه ويل چې په څو ولسواليو کې عدلي او قضايي کارکوونکي نشته خو زياته يي کړه چې ډېر ژر به دغه ستونزه هواره کړي.

عبدالکريم متين د روانې مياشتې په لومړيو کې د غزني د والي په توګه وټاکل شو.

د اړوندې موضوع په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د غزني په ګډون په ډيرو ولايتونو کې خلک خپلې حقوقي پريکړې په طالبانو کوي.

ده وويل: ((موږ نه د حکومت په څېر له خلکو رشوت اخلو او نه هم د خلکو پريکړې ځنډو، نو ځکه ډير خلک خپلې پريکړې موږ ته راوړي.))

خو مجاهد وايي چې طالبان خلک د پرېکړې لپاره کويټې شورا ته نه بلکې د غزني ناوى ولسوالۍ ته استوي ځکه چې د طالبانو قاضيان هلته دي.

د يادونې ده، له تېرو لسو کلونو راهيسې د غزني ناوه ولسوالي له وسله والو طالبانو سره ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه