منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۹ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د خپلواکۍ کالیزه په ځانګړو مراسمو په ننګرهار کې نمانځل کېږي

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ٢١ زمرى ٩٥): چارواکي وايي چې د هېواد د خپلواکۍ ۹۷مه کاليزه به په ننګرهار ولايت کې په ځانګړو مراسمو ونمانځل شي.

دغه څرګندونې د ننګرهار ولايت مرستيال محمدحنيف ګرديوال په یوه خبري غونډه کې چې ښاروال او د اطلاعاتو او فرهنګ رييس هم په کې ګډون درلود، وکړې.

ګرديوال زياته کړه، ولايتي ادارې سږ کال پتېيلې چې د هېواد ازادۍ ۹۷مه کليزه په ځانګړو تدابيرو ونمانځي.

د نوموړي په وينا، د خپلواکۍ جشن د ښې نمانځې په موخه يې بېلابېلې کمېټې جوړې کړې او هرې کمېټې ته ځانګړې دندې سپارل شوې دي.

د ولايت مرستيال زياته کړه چې سږ کال به په جشن کې د نورو نندارو تر څنګ مشاعره، عسکري پرېډ، نندارتون، د ورزشکارانو له خوا د لوبو نندارې او يو شمېر نورو پروګرامونه وړاندې شي.

ګرديوال وويل چې د غازي امان الله خان مزار د جوړولو حکم ولسمشر ورکړی چې د ښار جوړونې او اطلاعاتو کلتور وزارتونه په ګډه د يو لوی کمپلېکس جوړولو نقشه برابروي، تر څو دغه مزار په اساسي ډول ورغول شي.

د ننګرهار د اطلاعات او کلتور رييس اورنګ صميم پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ چې دغه له اهمیته ډکه ورځ د ننګرهار ولايت په څېر په نورو ولايتونو کې هم ونمانځي.

صميم ډاډ څرګند کړ چې هېوادوال د ازادۍ ورځې پر اهميت پوه شوي او هر کال يې تر بل کال ښه نمانځي.

د جلال اباد ښار وال حميدالله افغان وويل چې د ازادۍ ورځې جشن په موخه يې امير شهيد بڼ کې د بيا رغونې چارې پيل کړې او د ښار د ښکلا لپاره يې له کسبګرو سره په همغږۍ دوکانونه او لارې په ملي بيرغونو ښکلي کړي دي.

په ننګرهار کې ځوان مدني فعال هدايت الله زهير وويل چې ده او د ده ډله پر جلال اباد ښار سربېره د دغه ولايت بېلابېلو ولسواليو کې ملي بيرغونه ځړولي او همدا راز د کونړ، لغمان او نورستان ولايتونو ځوانانو ته يې هم د خپلو ولايتونو د ښکلي کولو په موخه بيرغونه او بېنرونه ورکړي دي.

د هغه په وينا، د خپلواکۍ تر ورځې پورې به دوی د ښار په ښکلا او نورو برخو کې خپلې همکارۍ روانې وساتي.

د کنفرانس په پای کې د ولايت مرستيال، بېلابېلو کمېټو مسوولينو، مدني فعالانو او ژورنالېستانو د جلال اباد ښار بېلابېلې جادې له نږدې وکتلې او د ښکلا په موخه يې نور فعاليتونه پيل کړل.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور