سرپل (پژواک، ٢١ زمرى ٩٥): د سرپل د بلخاب ولسوالۍ د (پاى جه) کلي سيندګوټى په اوړي کې د دغه ولايت تر ټولو ډېره ليدونکې سيمه وه، خو سږ کال د نا امنيو له امله ډېر کم خلک له دغه ځايه ليدنه کوي.
د جه جهيل (سيند ګوټى) د بلخاب په (پاى جه) سيمه کې دى.
د راپورونو پر بنسټ، د دغه ښکلي او نيلي سيندګوټي اوږدوالى ٨٥٠ متره دى او پلنوالى يې په ځينو برخو کې ٣٥٠ متره او په ځينو کې ځايونو کې ١٣٠ متره کېږي.
دغه جهيل رنګارنګ کبان لري او د وچو غرونو په منځ کې بهېږي چې د هر ليدونکي پاملرنه ځان ته اړوي.
د بلخاب د ترخوج کلي اوسېدونکى محمداکبري چې د دې منظرې د ليدلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې کلونه وړاندې به د غبرګولي مياشتې نه د وږې مياشتې تر پايه پورې سلګونه کسانو د هېواد له بېلابېلو سيمو او حتى بهرنيو هېوادونو نه له دې سيمې ليدنه کوله.
خو هغه وايي چې سږ کال د نا امنيو او د همدغه ولايت د سانچارک ولسوالۍ په ده مرده سيمه کې د بلخاب- سرپل ښار لارې د بندوالي په سبب يواځې د سرپل، بلخ او سمنګانو د ګوتو په شمېر کسان د دغه ځاى ليدو ته راځي.
ځايي خلک وايي، هغه لار چې بلخاب ولسوالي د مرده سيمې له لارې د سرپل ښار سره نښلوي، له شاوخوا څلورو مياشتو راهيسې د نا امنۍ په سبب د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
د هغوى په خبره، د بلخاب- سرپل ښار لاره ١٣٠ کيلومتره ده، خو اوس پرې يواځې ګړندي مسافر وړونکي موټر د سمنګانو دره صوف ولسوالۍ- بلخ ولايت مزار شريف ښار او جوزجان ولايت نه د سرپل تر مرکز پورې په ډېرې سختۍ تګ کوي، ځکه چې پ دغه ٣٠٠ کيلومتري لاره چې بلخاب او دره ګلوى سيمې نښلوي، بيا رغونې ته اړتيا لري.
جاوېد چې د بلخ له مرکز مزارشريف ښار نه د بلخاب جهيل ليدو ته راغلى، وويل چې له يوې خوا په دې سيمه کې هوټل، رسټورانټ او بازار نشته او بلخوا زيات خلک د امنيتي ستونزو په سبب د بلخاب لويې لارې په اوږدو کې کومه بله داسې لاره نشته چې دغه ځاى ته را غځېدلې وي.
هغه وويل چې کلونه وړاندې په دې ځاى کې رسټورانټونه او کب پخلنځي شته وو، خو اوس فعاليت نه لري؛ ځکه چې د سيلانيانو شمېر کم شوى دى.
د بلخاب ولسوالۍ د (پي غوله) کلي د پراختيايي شورا مشر محمد حسين عزيزي چې اوسمهال ددغه تفريځي ځاى د ساتلو مسووليت ور له غاړې دى، وايي چې د (ده مرده) لارې د بندښت او نا امنيو په سبب ډېر کم خلک له دې ځايه ليدنه کوي.
هغه زياتوي چې پخوا به حتى بهرنيو سيلانيانو له دغه ځايه ليدنه کوله، خو اوسمهال د (ده مرده) لاره بنده ده، تر دې چې د ګاونډيو ولايتونو ډېر کم اوسېدونکي ورته د تفريح لپاره راځي.
نوموړى چې د سيلانيانو د استفادې او تفريح لپاره يې خپله کوچنۍ کښتۍ جهيل ته راوړې، وايي چې د ولسوالۍ د لارې په اوږدو کې د امنيتي ستونزو له امله چا په دې ځاى کې د هوټل جوړولو لپاره اقدام نه دى کړى او ډاډمن نه دي چې دا نا امنۍ به ژر ختمې او د جهيل ليدونکي به زيات شي.
عزيزي له حکومته وغوښتل چې د بلخاب لارې د امنيت په خوندي کولو کې اقدام وکړي، څو خلک وکولى شي چې په ډاد سره بلخاب ته لاړ شي، تفرېح وکړي او دغه ځاى بلخابيانو ته د عايد پر يوه سرچينې بدل شي.
په ورته وخت کې د سرپل امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم باقي زوى وايي چې د سرپل- بلخاب لويې لارې په اوږدو کې شته ګواښونه به له دولتي ځواکونو سره د خلکو په همکارۍ لرې کړي.
د سرپل والي محمد ظاهر وحدت هم څو ورځې وړاندې ويلي وو چې د بلخاب لويې لارې د بندښت حل کولو لپاره هڅه کوي او کوښښ يې دادى چې د بلخاب په شترګردن او دره ګلوى سيمو واټ بيا ورغوي او ددغه مسير د مسافرو ستونزه حل شي، څو بار وړونکي موټر هم له دې لارې تګ راتګ وکولى شي.
هغه همدارنه ويلي وو، په پام کې ده چې د امنيتي ستونزو د حل لپاره د سيمه ييزو پوليس سل کسيز ځواک منظور شي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










