اسعد اباد (پژواک، ٢٣ زمرى ٩٥): د کونړ ولايت د يوه منځني ښوونځي امر له دندې څخه د منفکۍ په غبرګون کې له درېيو لوڼو سره د ځان سوځونې هڅه وکړه.
دغه امر عبدالعزيز نومېږي او د وټه پور ولسوالۍ د څپرې په سيمه کې د يوه منځني ښوونځي امر و.
نوموړى دوه کاله مخکې له خپلې دندې څخه منفک شوى او نن يې په اسعداباد کې له خپلودرېيو لوڼو سره د ځان سوځولو په موخه يو نيم ليتر پـټرول له ځانه سره راوړي وو، خو د مدني ټولنې د فعالانو لخوا پرېنښودل شو.
عبدالعزيز خبريالانو ته وويل چې په ١٣٨٤ لمريز کال کې د ازاد رقابت له لارې د ښوونځي د امر په توګه ټاکل شوى و.
هغه زياته کړه چې دوه کاله مخکې د ولسوالۍ د پوهنې مدير د يوې دسيسې له مخې دى له دندې منفک کړ او اوس يې امريت بيا اعلان ته ورکړى دى.
دى وايي : (( نور له ژونده په تنګ شوم او غواړم چې ځان وسوځوم، خو ملګرو اجازه رانه کړه.))
د کونړ د پوهنې رييس سيد جمال الدين حسني بيا ادعا کوي چې عبدالعزيز د پرله پسې غير حاضرۍ له امله له دندې ګوښه شوى و.
هغه د نوموړي دا ادعا چې ګوندې چا ورسره شخصي معامله کړې، رد کړه.
د کونړ ولايت مدني فعال مولوي عبدالواحد وايي چې د پوهنې په رياست کې د فساد ستونزه ډېره او په دې برخه کې يې د څېړنو غوښتنه وکړه.
نوموړي ګواښ وکړ، که چېرې د ښوونځي امر عبدالعزيز ته کومه پېښه رامنځته شوه، نو ټول مسووليت به يې د رياست پر غاړه وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










