منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۵ غ.م
۵°صاف · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کندهار زندان ٨٤ بندیان اته کاله بې برخلیکه پاتې وو

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۰۸ کتنې

کندهار (پژواک، ٢٤ زمرى ٩٥): د کندهار د استيناف محکمې مسوولين وايي، د دغه ولايت زندان په کې ٨٤ بنديان چې پر ځینو جرمونو تورن وو، له شاوخوا اتو کلونو راهيسې بې برخلیکه پاتې وو.

د چارواکو په وينا، اوس يې د دغو بنديانو د دوسيو د څېړلو چارې پيل کړې او هڅه کوي له قانون سره سم عدالت ورسره وشي.

د کندهار د استيناف محکمې قاضي قضاوتمند فضل الهادي فاضل چې اته مياشتې وړاندې پر دغه دنده ټاکل شوى، له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د کندهار په زندان کې ٨٤ تنه بنديان له ١٣٨٧ لمريز کال راهيسې بې برخليکه پراته وو.

هغه زياته کړه، د دغو بنديانو په اړه يې هغه مهال معلومات ترلاسه کړل چې د بنديانو د حالت د څېړلو په موخه يې يو کمېسيون وټاکه چې هره مېاشت به د کندهار له عمومي زندان څخه ليدنه کوي.

دى وايي، د دغه ٨٤ بنديانو له ډلې ډېرى يې سرتېري او نظاميان دي چې د قتل په ګډون پر بېلابېلو جرمونو تورن بلل شوي دي.

هغه دا هم وويل چې په دې توګه له هغوى سره ظلم شوى چې دوى دغه موضوع څېړي.

د ده په خبره، د دغو بنديانو دوسيې په اړوندو څارنواليو کې پرتې وي او د پرېکړې لپاره محکمو ته نه وې لېږل شوي.

نوموړي د پژواک د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه بنديان ولې دومره اوږده موده بې برخليکه ساتل شوي وو، وويل: ((زه هغه مهال دلته نه وم، زما په نظر کېداى شي اړوندې څارنوالۍ په دې برخه کې خپله دنده په سمه توګه نه وي تر سره کړې.))

خو دى وايي چې دغه موضوع يې په مرکز کې له سترې محکمې سره شريکې کړې او هغوى د دغې موضوع د څېړلو لپاره يو پلاوى کندهار ته رالېږلى دى.

فاضل وويل، اوسمهال د دغو بې برخليکه بنديانو د دوسيو د څېړلو چارې پيل شوې، د هغوى دوسيې له څارنواليو محکمو ته را استول شوي چې يو په بل پسې به يې د برخليک په اړه له قانون سره سم پرېکړې وشي.

د استيناف محکې دغه قاضي په اړوندو ادارو کې د اصلاحاتو په اړه وويل، د دې تر څنګ چې د بنديانو د ستونزو د اورېدلو په موخه يې د ملي امنيت، ښاري او استيناف محکمو د قاضيانو، د استيناف څارنوالۍ او قومندانۍ د استازو په ګډون يې يو کمېسيون ټاکلى او هره مياشت له زندان څخه ليدنې کوي، د دوسيو د څېړلو لړۍ يې هم چټکه کړې ده.

هغه زياته کړه، په اوونۍ کې يو ځل د ټولو ادارو له رييسانو سره ناستې لري، ځکه دغه کارکوونکي ډېر مهال په حقوقي او جزايي مسايلو کې ستونزې لري، چې دوى يې په ګډه څېړي او حل لارې ورته مومي.

د ده په خبره، په اوونۍ کې يوه ورځ يې د خلکو د شکايتونو څېړلو ته ځانګړې کړې او په همدې بنسټ د هغو په خلاف قانوني عمل کوي چې له خلکو سره ناقانونه چلند کوي او يا يې کارونه ځنډوي.

د تورنو کسانو د دوسيو د څېړلو په برخه کې ده وويل چې که څه هم قانون د يوې جرمي دوسيې د څېړلو لپاره يوه مياشت وخت ټاکلى، خو دوى د دغسې يوې دوسيې څېړنه له يوې اوونۍ ډېر نه ځنډوي.

 

دى وايي، دغه ګامونه يې د دې لپاره اخيستې چې له قضايي او عدلي ارګانونو د خلکو شکايتونه بېخي ډېر وو او په هره برخه کې ځورېدلي دي.

نوموړي دا هم وويل چې د تشکيل له مخې په محکمه کې ١٠٣ تنه قاضيان او ١١١ تنه اداري کارکوونکي لري، خو پنځوس تنه چې ٣٢ يې ښځې او ١٨ يې نارينه وو، کلونه کېدل چې مقرر شوي په کندهار کې وو خو د کندهار پر ځاى يې په کابل کې په خدمتي توګه دندې تر سره کولې.

دى وايي په دې برخه کې يې قانوني اجراات کړي او دغه کسان يې له کابله کندهار ته راغوښتي او اوس دلته خپلې دندې تر سره کوي.

نوموړي د يو شمېر نورو ستونزو يادونه هم وکړه او ويې ويل د حقوقي دوسيو په څېړنه کې خلک د ځنډ له امله شکايتونه کوي، خو حقيقت دا دى چې د دغسې دوسيو څېړنه يو څه وخت نيسي.

نوموړي دغه راز د دوسيو د ثبت په برخه کې د کمپيوټرايزډ سيسټم نشتوالى هم جدي ستونزه وګڼله او ويې ويل چې د خلکو کارونه ورسره ځنډېږي.

خو دى وايي چې د ډيټابېس سيستم پر کمپيوټري کولو کار روان دى چې له دې سره به د خلکو په کارونو کې ځنډ له منځه لاړ شي.

فاضل يوې بلې ستونزې ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې خلک ډېر مهال خپل کارونه د کمېشن کارانو په وسيله مخ ته وړي، هغوى قصداً خلکو ته ستونزې جوړوي، په همدې بنسټ يې هڅه کړي چې د کمېشن کارۍ سيسټم له منځه يوسي.

خو نوموړي بيا هم يادونه وکړه چې خلک د عدلي او قضايي ارګانونو څخه ډېر شکايتونه لري، خو دوى د رسنيو له لارې ورته په ډاګه کړې چې که که هر څوک د عدلي او قضايي ارګانونو د کارکوونکو په اړه مستند شکايت لري، نو له دوى سره دې يې شريک کړي چې په اړه يې قانوني اجراات وشي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وايي چې څو ورځې وړاندې د کندهار والي د خلکو د شکايتونو پر بنسټ د دې ولايت د استيناف محکمې له قاضي قضاوتمند فضل الهادي فاضل سره د معلوماتو د شريکولو په موخه غونډه وکړه چې يو شمېر قومي مشران، ديني عالمان او مدني فعالان هم ورته رابلل شوي وو.

ده زياته کړه، د استيناف محکمې قاضي ژمنه وکړه چې د خلکو ستونزې به حلوي او په خپلو چارو به اصلاحات او چټکتيا راولي.

 

بلخوا د کندهار د ولايتي شورا غړي او عام اوسېدونکي وايي چې لا هم خلک د دوسيو له ځنډ او له نورو ستونز شکايت کوي.

 

د کندهار د ولايتي شورا رييس حاجي سيد جان خاکرېزوال وايي، ولايتي شورا په اوونۍ کې دوه ځله غونډې کوي او سلګونه کسان خپلې عريضې دوى ته ور وړي چې ډېرې يې د هغو کسانو دي چې په زندان کې يې خپلوان بنديان دي.

د ده په خبره، دغه خلک تر ډېره د بنديانو د دوسيو د ځنډ له امله شکايتونه کوي.

د کندهار يو قومي مشر څارنوال محمد عيسى خان هم وايي چې خلک ډېر مهال د خپلو بنديانو د برخليک په اړه معلومات نه لري.

دى وايي د قانون له مخې بايد خلک پوه شي چې د کورنۍ غړى يې په کوم جرم بندى شوى او دوسيه يې څه ډول پر مخ ځي.

د کندهار ښار يو عام اوسېدونکى نظر محمد وايي، د خلکو د شکايتونو له مخې د نورو دولتي ادارو په پرتله په قضايي او عدلي ارګانونو کې فساد ډېر دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، د اړوندو ادارو مسوولين دې له خلکو سره عدل او انصاف وکړي، له هغوى سره دې نېکه رويه وکړي او په خپلو ناسمو کړنو دې دې د مخالفينو ډلې نه تقويه کوي.

د يادونې ده چې د کندهار عمومي محبس د شاوخوا ٩٠٠ کسانو لپاره جوړ شوى، خو اوس په کې ١٨٣٠ تنه بنديان دي چې ٢٦ تنې يې ښځې دي.

د کندهار زندان د کندهار ښار لوېديځ پلو د سرپوزې په سيمه کې د کندهار- هرات پر لويه لاره په ١٣٥٥ لمريز کال کې د سرادر محمد داود خان د واکمنۍ پر مهال د لږ شمېر نفوس لپاره جوړ شوى و.

چارواکي وايي، مرکز ته يې په دې اړه وړانديز لېږلى چې د بودجې له موندلو سره به د زندانيانو لپاره نوې ودانۍ ورغول شي او د ځاى د تنګوالي ستونزه به حل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه