منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۲۸ غ.م
۶°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل د قره باغ خلک د نا امنیو ډېرېدو اندېښمن کړي

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

کابل ښار (پژواک، ٣١ زمرى ٩٥): د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د تورو جامو لرونکو وسله والو تګ راتګ، ټيلېفوني ګواښونه او د شپې پاڼو خپرول چې د دولتي پوځي کارکوونکو د دندو پرېښودو په موخه ترسره کېږي، د دې ولسوالۍ اوسېدونکي يې اندېښمن کړي دي.

د کابل ښار په شمال کې د قره باغ ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې دغه ستونزې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې په دې ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.

د دې ولسوالۍ چارواکي هم د نا امنيو او ستونزو پخلى کوي خو د تورو جامو لرونکو تګ راتګ ردوي.

د کابل د قره باغ ولسوالي د دشت لنګر کلي اوسېدونکي فريدالله چې يو تراکتور لري او له دې لارې خپلې کورنۍ ته يوه مړۍ روزي پيدا کوي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې شاوخوا له دریو مياشتو راهيسې د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې ناپېژانده وسله وال پيدا شوي چې تورې جامې لري، تور دستمالونه يې  له سروځان تاو کړي او د شپې له خوا تګ راتګ کوي.

د هغه په خبره، د شپې له خوا په پنګولک، دشت لنګر، سوي وه، ارزوغان، باغ زاغان، سبزسنګ او کلا بي بي سيمو کې د دغو کسانو تګ راتګ ليدل شوى، خو له ځايي اوسېدونکو سره کار نه لري.

هغه زياته کړه چې خپله هم تر اوسه درې ځله له دغو کسانو سره مخ شو ى دى.

فريدالله زياته کړه: ((څو ورځې وړاندې د غنمو د لېږدولو لپاره د ولسوالۍ له بازار نه کلي ته تلم، يوې ٩ کسيزې ډلې ودرولم، تورې جامې او کرمچ يې لرل، پيکا او کلاشينکوف يې پر اوږو وو، رانه ويې پوښتل چې د شپې دا وخت څه کوې؟ ومې ويل چې غريبکار يم غنم وړم، بيا يې خوشې کړم، له دې وروسته د شپې کار نه کوم، ځکه چې خطر سره مخ کېږم.))

نوموړي زياته کړه چې شاوخوا درې مياشتې وړاندې د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې شپې پاڼې خپرې شوې او هغه مهال له دولتي پوځي کارکوونکو غوښتنه شوې وه چې خپلې دندې پرېږدي.

هغه وويل چې په همدې سبب ځيني کسان له دې سيمو له خپلو کورنيو سره کابل ښار ته کډه شول.

نوموړي په قره باغ کې د دغه وضعيت د دوام په اړه اندېښنه وښوده او له دولته يې وغوښتل چې د دې ستونزو د مخنيوي لپاره اړين اقدامات وکړي.

د قره باغ ولسوالۍ يو هټۍ وال شاه مقصود وويل چې په تېرو شاوخوا درېيو مياشتو کې يو ځل يوه شپږ کسيزه او بل ځل هم څلور کسيزه وسله والې ډلې چې تورې جامې يې پر تن وې، د شپې له خوا د دې ولسوالۍ بازار ته نږدې ليدل شوې دي.

هغه زياته کړه چې درې مياشتې وړاندې د شپې ناوخته له خپلې هټۍ د کور خوا ته چې د بازار په پنځه کيلومترۍ کې دى، خو هېڅ امنيتي ستونزه نه وه، اوس بيا د دې ولسوالۍ وضعيت د اندېښنې وړ دى.

شاه مقصود وويل اوس وضعيت دې اندازې ته رسېدلى چې خپله هټۍ د دولت د وسله والو مخالفينو او نا پېژندانه کسانو له وېرې مازديګر مهال بندي او خپل کور ته ځي.

هغه زياته کړه: ((نا امنيو پر کاروبار، هټۍ وال او ټولو خلکو بد اغېز کړى، د دولت مسووليت دى او دولت بايد د نا امنيو مخنيوى وکړي.))

د قره باغ د اکاخېلو کلي اوسېدونکي او د کابل ولايتي شورا غړي عادل خان اکاخېل په دې ولسوالۍ کې د نا امنيو د يادو مواردو پخلى وکړ او ویې ويل چې خپله دى هم د دولت د وسله والو مخالفينو له لوري د ټيلېفون له لارې پر مرګ ګواښل شوی او ترې غوښتي يې دي چې خپله دنده او له دولت سره همکاري پرېږدي.

نوموړي څرګنده کړه چې يو شمېر نور قومي مخور هم پر مرګ ګواښل شوي او ترې غوښتل شوي چې له دولت سره دې همکاري نه کوي.

خو هغه زياته کړه: ((موږ بې له خدايه  له هېڅ شي او هېچا وېره نه لرو، له خپل دولت او خلکو سره همکار يو.))

اکاخېل  د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د تورو جامونو لرونکو وسله والو د تګ راتګ پخلى وکړ او ويې ويل چې دا کسان دا کسان په کلا باز او سبزرنګ کې زيات ليدل شوي دي.

له تورو جامو د داعش ډلې غړي کار اخلي، خو اکاخېل او نورې يادې شوې سرچينې وايي چې په قره باغ کې د تورو جامو لرونکي کسان ناپېژانده دي او څرګنده نه ده چې له کومې ډلې سره تړاو لري او د کومې موخې لپاره کار کوي.

اکاخېل همدارنګه څرګنده کړه چې دوې اوونۍ وړاندې د دې ولسوالۍ په باغ علم سيمه کې د طالبانو سپين بيرغ لګېدلى و او ترې لاندې يې د امنيتي ځواکونو د له منځه وړلو په موخه ماين ځاى پر ځاى کړى و چې د امنيتي ځواکونو له لوري شنډ شو.

هغه زياته کړه  چې د نا امنيو ټول موارد يې د ولسوالۍ له چارواکو سره شريک کړي، خو د مخنيوي لپاره يې تر اوسه کار نه دى شوى.

د ولسي جرګې غړي او د قره باغ د جارچي کلي اوسېدونکي انورخان اورياخيل وويل چې د دولت د ځينو وسله والو مخالفينو ترڅنګ کله کله ددې ولسوالۍ په ځينو سيمو لکه سبزسنګ، کلاباز، کلا نوروز او نه کلا کې هم ويجاړوونکي فعاليتونه لکه ماين اېښودل او نور تر سره کېږي، ځيني کسان په دولت کې د رسمي دندو سربېره هم د قره باغ په نا امنيو کې ښکېل دي، خو په دې اړه يې د چا نوم ياد نه کړ.

نوموړي وويل چې شپې پاڼې يواځې يو ځل نږدې درې مياشتې وړاندې خپرې شوې وې، خو د قره باغ خلک مجاهد دي او له دولت سره همکاري لري؛ ځکه خو له دې ډول ګواښونو وېره نه لري.

د ولسي جرګې دغه غړي په دې ولسوالۍ کې د تورو جامو لرونکو وسله والو د تګ راتګ تاييد نه کړ.

د قره باغ ولسوال عبدالسميع شريفي هم د وسله والو د تګ راتګ خبره رد کړه، خو ويې ويل چې کله کله وسله وال طالبان په ځينو سيمو کې غلچکي فعاليتونه ترسره کوي.

نوموړي د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو کلونو کې دوه ځانمرګي بريدونه چې يو لخ چاودونکو توکو ډک موټر په وسيله وو او ١٢ نور يې د واټ د څنګ ماينونه وو چې زيات يې شنډ شوي، په قره باغ ولسوالۍ کې تر سره شوي دي.

نوموړي د ځانمرګي بريد له امله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه معلومات وړاندې نه کړل.

شريفي همدارنګه وويل چې امنيتي ځواکونه د شپې او ورځې په دې ولسوالۍ کې د امنيت د خوندي کولو لپاره هڅه کوي.

هغه د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې د دولت يو شمېر وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نوموړي زياته کړه يو ځل شپې پاڼې خپرې شوې وې، خو هېڅ کوم دولتي کارکوونکي دنده خوشي نه کړه؛ ځکه چې خلک له دې ډول ګواښونو وېره نه لري.

نوموړي همدارنګه وويل چې وسله والو طالبانو اووه ځله  د دې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې خپل بيرغونه اوچت کړل او ترې لاندې يې ماينونه اېښي وو، خو د دولتي ځواکونو له لوري شنډ شول.

شريفي هم وويل چې د پروان ولايت د کوه صافي نا امنيو ولسواليو لکه کوه صافي او غوربند درې سره د قره باغ ګاونډيتوب په دې ولسوالۍ کې د نا امنيو لامل وباله، خو ددې ترڅنګ قره باغ ته د بگرام پوځي اډې نږدېوالى، هوارې ساحې باغونه هم د ولسوالۍ په نا امنۍ کې رول لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه