منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۷ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د اروزګان ديني عالمانو له دولت څخه ملاتړ اعلان کړ

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۳ کتنې

ترينکوټ (پژواک،  دوږي لومړۍ نېټه، ٩٥): د اروزګان ولايت لسګونو ديني عالمانو له دولت څخه د ملاتړ ترڅنګ په ډاګه کړه، هغه کسان چې په ټولنه کې وېره خپروي او د بي ګناه انسانانو ژوند اخلي د اسلام له احکامو ناخبره دي .

دغه غونډه چې د وږي په لومړۍ نېټه، د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ ښار کې جوړه شوې وه، پکې د بېلا بېلو ولسواليو لسګونو ديني عالمانو برخه اخيستې وه.

د اروزګان مرستيال والي عبدالواحد پټان د ديني عالمانو دغه اقدام د ستايني وړ وباله او ويې ويل چې دولت به ددوى د هرې پرېکړې درناوى کوي.

هغه زياته کړه، د ديني عالمانو او قومي مشرانو د ملاتړ پرته حکومتوالي او پرمختګ ناشونى دى.

پټان وويل، چې ددولت وسله والو مخالفينو له تېرو څو کلونو راهيسې په دې ولايت کې ګڼ شمېر ديني عالمان او قومي مشران وژلي دي او که مخه يې ونه نيول شي، نو دا لړۍ به زياته شي.

ددې ولايت د د ارشاد حج اوقاف رييس مولوي حمدالله د نورو علماوو په استازيتوب وويل ، څوک چې بې ګناه مسلمان وژني ځاى يې جهنم دى او د اسلام له احکامو څخه نا خبره دي.

د هغه په وينا، هغه کسان چې د بل په لمڅون ښوونځي ورانوي ، پلونه ويجاړوي  او اميیت ګډوډوي د افغانانو دښمن دي .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور