لښکرګاه (پژواک، ٢ وږى ۹۵): د هلمند په دريو ولسواليو کې د وروستيو جګړو له امله ٢٦ ښوونځي زيانمن شوي، اسناد او وسايل یې نا معلومو کسانو وړي او ٤٢ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.
له درېيو اونيو راهيسې د هلمند د مرکز لښکرګاه په ګډون په يو شمېر ولسواليو کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ سختې جګړې روانې دي.
د هلمند د پوهنې رييس عبدالمتين جعفر د زمري په دويمه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د وروستيو جګړو له امله په ګرمسېر، ناوه او نادعلي ولسواليو کې ٢٦ ښوونځي زيانمن شوي او اسناد او وسايل يې نا معلومو کسانو وړي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، له دې شمېرې څخه ١١ ښوونځي په ناوه، ٩ په ګرمسېر او ٦ ښوونځي په نادعلي ولسوالیو کې دي.
هغه وايي چې د يادو ښوونځيو د زيانمنېدو له امله ٤٢ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.
جعفر زياتوي: ((له يوې خوا ښوونځي تخريب شوي او بل پلوه په همدغو ښوونځيو کې سنګرونه جوړ شوي دي.))
ده وويل چې د نادعلي په ښوونځيو کې د ملي اردو سرتېرو سنګرونه جوړ کړي خو د ګرمسېر او ناوې د ښوونځيو په اړه يې څه ونه ويل چې هلته چا سنګرونه جوړ کړي دي.
هغه زياتوي: ((د دغو ښوونځيو جوړول او بېرته فعاله کوله ستونزمن کار دى.))
د هلمند د پوهنې رييس وايي چې ياده ستونزه يې په هلمند کې له سيمه ييزو چارواکو سره شريکه کړې ده خو د نا امنيو له امله څوک دغه سيمو ته نه شي ورتللى.
دغه راز د ګرمسېر ولسوالۍ د پوهنې مدير محمدبشير هم پژواک ته وويل چې وروستيو جګړو ډېری ښوونځي زيانمن کړي دي.
هغه وايي چې په دې ولسوالۍ کې د صفار، لکړۍ، ځنځیر، کوچني دروېشان، جګروم، کوډلو ډراب او خروټو ښوونځي زيانمن شوي دي.
محمد بشير وايي چې د يادو ښوونځيو وسايل او اسناد د عامو خلکو له خوا چور او تالان شوي دي.
د هغه په وينا، وسله والو طالبانو په دې سيمه کې د ښوونځيو د ساتنې ژمنه کړې ده او په ښکاره ډول د هغوی له خوا کومه ستونزه ورته نه ده پېښه شوې.
هغه زياته کړه: ((نورو ښوونځیو ته هم زیان رسېدلی دی، خو ملازمین او معلمین نه شي کولی چې ور شي او پوښتنه يې وکړي.))
د محمد بشير د معلوماتو له مخې، په ګرمسېر ولسوالۍ کې ١٦زره زده کوونکو په ٣٩ ښوونځيو کې زده کړې کولې چې يواځې دوولسو يې ودانۍ نه درلودې.
دغه راز د نادعلي ولسوال محمدګل هاشمي هم پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ يو شمېر ښوونځي زيانمن شوي او پوځيانو په کې سنګرونه جوړ کړي دي.
هغه وويل: ((زه هڅه کوم دغه نظاميان له ښوونځيو وباسم، خو وضعيت جنګى دى او دغه کار په چټکۍ سره نه شي کېداى.))
ولسوال وايي چې د يادې ستونزې په اړه يې په سيمه کې له امنيتي چارواکو سره خبرې کړې دي.
خو هاشمي وايي چې په ښوونځيو کې ډېرى اسناد او کتابونه د وسله والو مخالفينو له لوري له منځه وړل شوي دي.
په ناوې ولسوالۍ کې يوې باوري سرچيني پژواک ته وويل چې د ملي اردو سرتېري پر خپل سر ښوونځيو ته ننوځي، وسايل، اسناد او کتابونه له ادارې وباسي او خپله په کې مېشت کېږي.
هغه وايي چې په دې ولسوالۍ کې د ١١ ښوونځيو ودانۍ زيانمنې شوې او اسناد او وسايل يې وسله والو مخالفينو او عامو خلکو وړي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، څو ورځې وړاندې طالبانو د مرکزي لېسې مديريت او يوه مدرسه په هاوانونو ويشتلي دي او اسناد ټول سوځېدلي دي.
دغه راز د ناوې ولسوالۍ قومي مشر عتیق الله خان پژواک ته وويل چې د ښوونځیو تر څنګ د روغتونونو جنراتورونه او وسایل هم د ولسوالۍ په بېلابېلو برخو کې وړل شوي دي.
هغه وايي چې ځيني وسايل وسله والو طالبانو بېرته له خلکو څخه را ګرځولي او ځاى پر ځاى کړي يې دي.
نوموړي زیاته کړه، که د ښوونځيو او دولتي تاسیساتو د چور او تخریب مخه ونه نیول شي، بیا يې جوړېدل اسانه کار نه دی.
په دې اړه د نادعلي ولسوالۍ د ټولنیزې شورا ريیس محمدنبي الفت پژواک ته وويل چې د نادعلي په څلورو ښوونځیو کې د ملي اردو سرتېرو سنګرونه جوړ کړي دي.
ده هم وويل چې دغه توکي طالبانو نه، بلکې عامو خلکو له ښوونځيو څخه وړي دي.
د هغه په خبره، که حکومت او ښکېلې خوا د ښوونځیو د تخریب او ورانیدو مخه ونه نیسي نوی نسل به یواځې له جګړو او وحشت سره اشناوي او د هغوی د بې سوادۍ له امله به په هېواد کې تلپاتې جګړه وي.
په ښوونځيو کې د ملي اردو د سرتېرو ځاى پر ځاى کېدو په اړه ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګرمن محمد رسول ځاځي پژواک ته وويل چې د ملي اردو سرتېرو په ښوونځيو کې سنګرونه نه دي جوړ کړي.
خو هغه ونه ويل چې په ښوونځيو کې چا سنګرونه جوړ کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ د بشري حقوقو د څار نړيوال سازمان ويلي چې د افغانستان يو شمېر ښوونځي پر پوځي مرکزونو بدل شوي، دولتي ځواکونو او وسله وال طالبانو زده کوونکي او د پوهنې بهير له ګواښ سره مخ کړي دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










