کابل ښار(پژواک، ۲ وږی ۹۵): په پروان ولايت کې د لاسي صنايعو د يوه درې ورځني نندارتون ګډونوال او توليدوونکي د خپلو توليداتو لپاره د بازار له نشتوالي شکايت کوي او د دې ډول نندارتونونو پر جوړېدو ټينګار کوي.
ياد نندارتون تېره يکشنبه د پروان په ستاره هوټل کې د لاسي صنايعو د څلوېښتو تولېدوونکو په ګډون د پروان د کلو بيا رغونې او پراختيا رياست په نوښت جوړ شوى دى.
په نندارتون کې بېلابېل ډول جامې، کرنيز محصولات، لبنيات او نور توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.
د پروان د بګرام ولسوالۍ د توخچي کلي اوسېدونکى محمدالله چې په نندارتون کې يې ګډون کړى، خپل لاسي صنايع ترشى، رُب او مربا يې نندارې ته وړاندې کړي دي.
هغه وويل چې له اوو کلونو راهيسې ياد توکي توليدي.
نوموړي زياته کړه چې د يادو توکو د توليد په برخه کې ورسره لس مېرمنې کار کوي او په يوه اوونۍ کې د دې موادو زر پنځه سوه ګرامه قوطي توليدولى شي، خو له ٥٠٠ يې زيات نه پلورل کېږي.
هغه د ياد نندارتون په اړه د خوښۍ په څرګندولو سره وويل، توانېدلى چې د نندارتون پر مهال د خپلو توليداتو ٣٥٠٠ قوطي وپلوري.
د نندارتون يوې بلې ګډونوالې سميه نيازۍ چې د ښځو او ماشومانو جامې او د پردو ډولونه يې نندارې ته وړاندې کړي ، وويل چې څلور مېرمنې ورسره کار کوي او کولى شي چې د ورځې پنځه جوړه جامې او دوې پردې توليد کړي، خو د بازر د نشتوالي په سبب يې خپل توليدات درې جوړې کړي او يوه پرده يې کمه کړې ده.
نوموړي د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې د ده توليد کړي توکي هم نندارې ته اېښودل شوي وو.
دوى له چارواکو غواړي چې د دغه ولايت د لاسي صنايعو لپاره يو دايمي نندارتون جوړ کړي.
د پروان د بيارغونې او پراختيا رياست د لاسي صنايعو مسوول عبدالوکيل حميدپور وويل چې له دې نندارتون يې موخه د لاسي صنايعو لپاره بازار موندنه ده.
د هغه په خبره، ټاکل شوې چې په هرو دوو مياشتو کې يو ځل دا ډول نندارتون جوړ شي.
نوموړي همدارنګه وويل چې د دغه ولايت د کرنې رياست کې د لاسي صنايعو او کرنيزو محصولاتو لپاره د يوه ستر مارکېټ د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.
هغه زياته کړه چې څو ورځې وړاندې يې د دغه ولايت د لاسي صنايعو پنځه توليدوونکي هند ته واستول، څو هلته خپل توليدات نندارې ته وړاندې کړي او نړيوال شهرت پيدا کړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې د لاسي صنايعو د توليدوونکو ١٨٠ ډلې فعاليت لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










