کابل (پژواک ٣ وږى ٩٥): د افغان دولت ٦٤ کارکوونکي د ظرفيت لوړولو په موخه جاپان ته ولېږل شول او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې ٢٥٠ نورو کسانو ته په دغه هېواد کې د تحصيل د دوام زمينه برابره شي.
له ١٣٩٠ لمريز کال راهيسې د افغان دولت ٤٤٣ کارکوونکو د کرنې، انجنيرۍ او ټولنيزو علومو په برخو کې له جاپان هېواد څخه ماسټرۍ ترلاسه کړې دي.
د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستيال پوهنوال محمد عثمان بابري نن په کابل کې په خبري ناسته کې وويل، ټاکل شوې د دغه پروګرام د وروستي ګروپ ٦٤ کسان په نږدې راتلونکي کې د لوړو زده کړو د دوام لپاره جاپان ته ولېږل شي.
د هغه په وينا، ياد ٦٤ کسان د بېلابېلو دولتي ادارو کارکوونکي دي، چې له دې ډلې يې ١٣ تنه د پوهنتونونو استادان دي.
هغه وويل، د افغانستان او جاپان تر منځ د هوکړه ليک له مخې، دغه پروګرام له يو څه غور او مثبت بدلون سره دوام لري او ټاکل شوې د يادې دورې له پاى ته رسېدو سره ٢٥٠ نورو کسانو ته هم د افغانستان د اړتيا له مخې په ياد هېواد کې د تحصيل د دوام زمينه برابره شي.
کابل کې د جاپان سفير هيروشي تاکاهاشي د نن ورځې په ناسته کې ياد پروګرام بريالى پروګرام وباله او ويې ويل، تراوسه پورې ٤٤٣ افغان محصلين د تحصيل دوام لپاره جاپان هېواد ته تللي او له زده کړو وروسته خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
هغه وويل: "زه په دې باور يم چې د افغانستان راتلونکى په ځوان نسل پورې تړلى او د افغانستان او جاپان ملګريتوب هم د يادو دوو هېوادونو په ځوانو خلکو پورې تړلې ده."
هغه هيله څرګنده کړه، څو هغه ٦٤ محصلين چې د لوړو زده کړو په موخه جاپان ته ځي، افغانستان په ډېرو او لويو لاسته راوړنو سره راوګرځي، څو خپلو خلکو او هېواد ته خدمت وکړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت يو کارکوونکى تميم چې ټاکل شوې د ماسټري سند ترلاسه کولو په موخه جاپان هېواد ته ولاړ شي، په نننۍ ناسته کې وويل چې له څو ازموينو تېرولو وروسته د يادو ٦٤ کسانو په نوملړ کې شامل شوى دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










