کابل ښار (پژواک، ٦ وږى ٩٥): د کرنې وزارت د کرنيزو محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ په موخه له يوه کورني خصوصي شرکت سره د کرنيزو محصولاتو د پروسس د ١٢مرکزونو د عملياتي مديريت قرار داد لاسليک کړ.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزير اسدالله ضمير نن په کابل کې د ((اګرو اندست)) Agroindust خصوصي شرکت سره ددې قرار داد د لاسليک پرمهال وويل چې د يادو شوو مرکزونو ودانۍ پخوا په ننګرهار، پکتيکا، کندوز او بلخ کې د ١.٦ ميليونه ډالرو په لګښت جوړې شوې دي.
هغه زياته کړه چې له دې مرکزونو هر يو په يوه ورځ کې د ٧ متريک ټنه مېوې د پروسس ظرفيت لري او ددې ترڅنګ د کرنيزو محصولاتو د وينځلو، وچولو، درجه بندۍ او بسته بندي ظرفيت لري.
هغه وويل ټاکل شوې چې د ننني قرار داد پر بنسټ دغه مرکز د ياد شوي شرکت له لوري په پرمختللو او عصري وسايل سمبال شي.
نوموړي زياته کړه چې ددې قرار داد له مخې په کورنيو او بهرنيو مارکېټونو کې د کرنيزو محصولاتو را ټولول، وينځل، وچول، بسته بندي او بازار موندنه د شرکت له عمده مسووليتونو څخه ګڼل کېږي.
د هغه په خبره، په مناسبه بيه له بڼوالو د مېوې پېرل، کورنيو او بهرنيو بازارونو ته وړاندې کول ددغه شرکت له نورو مسووليتونو ګڼل کېږي.
نوموړي زياته کړه چې هر کال د هېواد شاوخوا ٤٥ سلنه مېوه د ورته مرکزونو او بازار نشتوالي له امله خرابېږي.
د ((اګرو اندست)) شرکت مشر پرويز غني په نننۍ غونډه کې وويل، هڅه کوي چې د دا ډول مرکزونو له لارې تر ټولو غوره خدمتونه وړاندې کړي او د هېواد مېوې په ښه ډول پروسس او بسته بندي کړي.
هغه زياته کړه:((موږ غواړو چې د افغانستان وچې او تازه مېوې د دوبۍ، هندوستان او روسيې بازراونو ته واستوو.))
د نوموړي په خبره، ددې لېوالتيا لري چې د ٢٧ ميليونه امريکايي ډالرو په پانګونه سره په هېواد کې يوه مجهزه سيلو، کرنيز بانک او په نورو ولايتونو کې ورته څو نور مرکزونه جوړ کړي او په دې ډول د هېواد د کرنې او بڼوالۍ په پراختيا کې عمده رول ولري.
د کرنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تېره مياشت هم د کرنيزو محصولاتو د پروسس او بسته بندۍ ١٩ مرکزونه ددغه مرکز له لوري په کابل، کندهار، هرات، ننګرهار، بلخ او پکتيا ولايتونو کې جوړ شول چې موخه يې کرنيزو کوپراتيفونو ته د خدمتونو وړاندې کول دي.
د دې وزارت چارواکي وايي چې پر ٣١ يادو شوو مرکزونو سربېره ٥٥ نور مرکزونه هم په هېواد کې فعاليت لري، خو د اړتياوو د لرې کولو لپاره دا ډول لسګونه نورو مرکزونو ته هم اړتيا ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










