کابل (پژواک، ١٣ وږى ٩٥): د کرنې وزارت د هېواد بزګرو ته د زعفرانو د ٢٨٠ ټنه پيازو له وېش خبر ورکړى او وايي چې سږ کال به د زعفرانو د پروسس ځينو شرکتونو ته د زعفرانو محصول د صادراتو په موخه جوازونه ورکول کېږي.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د زعفرانو له ٢٨٠ ټنه پيازو له ډلې يې ٢٣٠ ټنه د کرنې وزارت له لوري او پاتې نور د همکارو موسسو له لوري چمتو او وېشل کېږي.
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه وزارت د زعفرانو طرحې د عملي کولو او د کښت ساحې پر پراختيا توانېدلى چې د روان کال په ترڅ کې به يې په روزنيزو برخو د لابراتوارونو په رامنځته کولو او د معياري جوازونو او د معياري پلانونو په برخه کې پراخ پلانونه طرح او عملي کړي.
ياد وزارت پرېکړه کړې چې په روان کال کې د زعفرانو ٩ پروسس کوونکو شرکتونو ته د (ISO) جواز ورکړي، څو له هېواده نړيوال سټنډرډ لرونکي زعفران صادر کړى شي.
د کرنې وزارت د دې خبرې په څرګندولو سره چې د افغانستان زعفران د نړۍ د غوره او ښه خوند لرونکو زعفرانو په ډله کې تشخيص شوي، وويل چې په همدې موخه ياد وزارت هڅه کوي چې د ياد نبات کښت ته پراختيا ورکړي او د خشخاشو پر ځاى يې يو بديل وګرځوي.
د سرچينې په وينا، اوسمهال د زعفرانو توليد کچه ٥،٣ ټنه ده چې د زعفرانو د پراختيا طرحې پر بنسټ به دغه شمېر تر راتلونکو پنځو کلونو پورې ١٢ ټنه پورته شي.
دغه راز اټکل کېږي چې افغانستان د زعفرانو د روزنې لپاره د مناسب اقليم او مساعدې ځمکې په درلودو سره په کال کې د ٧٠ ټنه زعفرانو د توليد ظرفيت لري چې يادې موخې ته د رسېدو په صورت کې په اوږدمهال کې له يادې برخې ٢٠٠ ميليون ډالره ترلاسه شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










