منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۲۸ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“په بمبار کې د یوه وژل شوي بېګناه کس کورنۍ مرستې ته اړه ده”

· ۳ دقیقې لوستل · ۶۶ کتنې

جلال اباد (پژواک، ١٣ وږى ٩٥):  د نورستان د کامدېش ولسوالۍ سپين ږيرى اوسېدونکی وايي چې له څلورو کلونو راهيسې د خپلې کونډې لور سرپرستي کوي او له سختو مشکلاتو سره لاس او ګرېوان دي.

پنځه شپيته کلن امير خان چې اوسمهال د نورستان له مرکز پارون سره نږدې په يوه کلي کې د ژوند سختې ورځې شپې تېروي، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خپلو اولادونو تر څنګ د خپلې کونډې لور او څلورو يتيمو لمسيانو پالنه هم ور له غاړې ده.

د امير خان د معلوماتو له مخې ، زوم يې څلور کاله وړاندې هغه وخت د بهرنيو ځواکونو په يو بمبار کې ووژل شو چې په کامدېش ولسوالۍ کې يې د دوی کلی کشتوز په نښه کړی و.

نوموړی وايي، په ياده بمبارۍ کې د ده د يو شمېر نورو خپلوانو په ګډون ۲۷ کسان وژل شوي وو.

هغه د يادې پيښې په اړه وايي: ((هغه يوه ډېره سخته ورځ وه، په يوه وخت مو ډېر خپل خپلوان مړه ټپيان مو وليدل او حتی خپل تر ټولو نږدې خپل چې هم زما خوريی او هم مې زوم و، شهيد خيرالله له لاسه ورکړ.))

امير خان زياتوي چې د خيرالله تر وژل کېدو وروسته يې کونډه لور او د هغې څلور اولادونه د ده په غاړه دي او د دولت له لوري ورسره هېڅ مرسته نه ده شوې.

د هغه په وينا، په دې تړاو يې د نورستان له ولايتي ادارې نيولې تر کورنيو او  ملي دفاع وزارتونو او حتی جمهوري ریاست پورې يې خپلې عريضې رسولې؛ خو تر اوسه ورسره هېچا هم مرسته نه ده کړې.

٦٢ کلن امير خان وويل، د خپل کلي د يو شمېر نورو مشرانو او ځوانانو په ملتيا يې تر دې کرغېړنې پېښې وروسته په هماغه وخت کې د دې ملکي بې رحمانه وژنې په اړه په کابل کې لاريون هم وکړ؛ خو چا يې عرض نه دی اخيستی.

دى وايي: ((تر اوسه نه پر دې پوهېږو چې خيرالله ولې ووژل شو او نه هم پر دې پوه شو چې په دغه هېواد کې څوک له بې وزلو سره مرسته کوي او که نه؟))

د وژل شوي خيرالله د کونډې او يتيمو ماشومانو دغه بې وسه سرپرست د خپلو لمسيانو راتلونکي او د هغوی تعليم ته اندېښمن دی او غوښتنه کوي چې حکومت دې ورسره په دې برخه کې ځانګړې مرستې وکړي.

د وژل شوي خيرالله خوريي کيف الله هم د خپل ماما يتيمو اولادونو او کونډې ښځې ته اندېښمن دی او وايي، هر وخت ورسره د هغوی د راتلونکي ژوند په اړه فکر وي.

هغه زیاته کړه: ((د ماما بچیانو ته په کتو راته خپل شهید ماما  خیرالله  مخې ته کېږي، هغه يو ډېر ښه انسان و، زموږ د کلي ټول ځوانان ورپسې خپه دي.))

کيف الله د خيرالله نه شتون ځوروي او وايي نشتوالى يې د یوې لويې تشې احساس ورکوي؛ خو حالاتو ته په کتلو يې نه له کورنۍ سره مرسته کولی شي او نه هم د خپل وژل شوي ماما د مرګ ځواب موندلی شي.

نوموړى له دولته ځکه ګيله من برېښي چې په وينا يې تر اوسه يې د خیرالله د بې وسې او مظلومې کورنۍ نه پوښتنه کړې او نه يې ورسره د يوې افغانۍ مرسته کړې ده.

د نورستان د کامدېش ولسوالۍ د کشتوز د کلي د دې وړې کورنۍ دا کيسې يوازې د همدغې کورنۍ نه بلکې، په ياد کلي کې د شاوخوا ۲۷ نورو کورنیو هم همدا حال دی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه