کابل ښار (پژواک، ١٤ وږى ٩٥): د حکومت اجرايي مشر ناامني او اداري فساد په هېواد کې د بېسوادۍ له بنسټيزو عواملو بولي او وايي، حکومت تر اوسه له بېسوادۍ سره په مبارزې کې خپله دنده په سم ډول نه ده تر سره کړې.
هغه چې نن يې د سواد نړيوالې ورځې نمانځغونډې ته په سپيدار ماڼۍ کې خبرې کولې، وويل چې د هېواد اوسنۍ ستونزې د بېسوادۍ له امله دي او پر يو شمېر بېسوادو کسانو د دين د حکم او دود په نوم ځينې کارونه تپل کېږي.
د حکومت اجرايي مشر زياته کړه: ((په تېرو ١٥ کلونو کې د سواد زده کړې او ښوونې روزنې په برخه کې ډېر کارونه شوي، خو لا هم په هغه ځاى کې نه يو چې ووايو، موږ خپله دنده تر سره کړې ده.))
عبدالله زياته کړه، که چېرته د بېسوادۍ د له منځه وړلو لپاره ملي او سراسري هڅې ونه شي او د حکومت په تشکيلاتو پورې محدود پاتې شي، دا ننګونه به پر ځاى پاتې وي او حکومت نه شي کولى په يواځې ځان له دې ستونزې سره مبارزه وکړي.
عبدالله د بېسوادۍ کچې په راټيټولو کې د عالمانو رول مهم وباله او وويل چې پخوا د علم او پوهې په ترلاسه کولو کې منفي ذهنيت موجود و، خو نن هر وګړى د درس او تعليم لېوال دى او بايد هڅه وشي چې خلک د سواد له نعمت نه برخمن شي.
د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي په دې ناسته کې وويل چې وزارت له بېسوادۍ سره مبارزې ته لومړيتوب ورکړى او له هرې ممکنې لارې هڅه کوي له دغې شومې پديدې سره مبارزه وکړي.
هغه څرګنده کړه چې د نهايي موخو تر لاسه کولو ته اوږده لار په مخکې ده او هغه شمېرې چې د بېسوادۍ په اړه وزارت ترلاسه کړې، ډېرې غموونکې او د اندېښنې وړ دي.
نوموړي وويل: ((له سواد نه محروميت د شرم وړ او غم انګېز دى، موږ د سواد نړيوالې ورځې په مناسبت ځان ژمن بولو چې له نړيوالې ټولنې سره يو ځاى د ملګرو ملتونو د کلتوري او فرهنګي سازمان (يونسکو) په همغږۍ ټول امکانات او وړتياوې د بېسوادۍ او نادانۍ د له منځه وړلو لپاره وکاروو او هيله ده، د افغان ملت په ملتيا او همغږۍ يو لوستى باکلتوره افغانستان ولرو.))
په افغانستان کې د بېسوادۍ اونۍ داسې مهال نمانځل کېږي چې د پوهنې وزرات د معلوماتو له مخې، اوسمهال د هېواد شاوخوا ٦٠ سلنه وګړي چې عمر يې له پنځلسو کلونو لوړ دى، له سواده محروم دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










