منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۶ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مطیع الله ویسا ته د سواد نړیوالې ادارې له خوا د ځوان رهبر لقب ورکړل شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

کابل (پژواک، ۱٤ وږی ۹۵): د سواد نړيوالې ادارې (ILA) د افغانستان د "قلم لار ټولنې" مشر مطيع الله ويسا په روان ميلادي کال کې د سواد زده کړو په برخه کې د نړۍ د دېرشو ځوانو رهبرانو په نوملړ کې شامل کړى دى.

ياد ٣٠ تنه چې عمرونه يې تر ٣٠ کلونو ټيټ دي، د نړۍ د ١٢ هېوادونو اوسېدونکي دي او نومونه يې د سواد نړيوالې ادارې په مجله کې خپاره شوي دي.

سرچينه ليکي چې يادو ٣٠ کسانو په ملي او نړيواله کچه د پوهنې په برخه کې د پام وړ خدمتونه کړي دي.

دغه اداره له ۶۰ کلونو راهيسې د نړۍ په شاوخوا ۷۰ هېوادونو کې فعاليت لري او هر کال د سواد د نړيوالۍ ورځې (د سپټمبر اتمه ) په مناسبت هغه کسان د ځوانو رهبرانو په نوم نړۍ ته ورپېژني چې د زده کړو د ترويج، د کتابتونونو او  ښوونځيو د جوړېدو او له بېوزلو زده کوونکو سره د مرستو په برخه کې کار کوي.

د مطيع الله ويسا ورور عطالله ويسا پژواک خبري اژانس ته وويل: "وياړم چې  ورور مې مطيع الله ويسا د پوهنې او زده کړو د ترويج په برخه کې د خپلو کړو خدمتونو له مخې د يوې نړيوالې او با اعتباره ادارې له خوا د ځوان رهبر لقب ورکړل شو."

هغه وايي چې مطيع الله ويسا له تېرو اتو کلونو راهيسې  د بېلابېلو مدني ټولنو غړيتوب درلود او په ١٣٩٣ کال يې د"قلم لار ټولنې" بنسټ کېښود.

د ده په وينا، مطيع الله له همدې لارو خلک د نجونو ښوونځيو جوړولو ته هڅولي،  له خلکو يې مرستې راټولې کړې او بيا يې له بېوزلو زده کوونکو سره د قرطاسيې، کتابونو او نورو اړينو توکيومرستې کړې دي.

دغه راز هغه وايي چې مطيع الله د خلکو په مرسته يو شمېر تړلي ښوونځي هم بېرته پرانيستي دي.

د ده معلوماتو له مخې، مطيع الله ويسا په ۱۳۷۱ کال کې په کندهار کې ږيږيدلی، د کابل رحمان بابا ليسه کې يې زده کړې کړي او د هندوستان د پونې له پوهنتون څخه يې په سياسي علومو کې د ليسانس تر کچې زده کړې کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور