کابل (پژواک، ١٤ وږى ٩٥): د افريقا د کامرون هېواد يو اوسېدونکی چې څه موده مخکې په کابل کې له ٣٠٠ جعلي امريکايي ډالرو سره نيول شوى و، د اسلام پر سپېڅلي دين مشرف شو.
د کامرون هېواد دغه تبعه يوجي جولسز (Youdjeu Julses) چې تر مسلمانېدو وروسته د عبدالله نوم پرې کېښودل شو، نن د کابل پوليسو د ١٠١ اسمايي زون په قوماندانۍ کې د دغه زون له قوماندان لوى پاسوال عبدالرحمان رحيمي سره په ګډه خبري ناسته کې را څرګند شو.
عبدالله په نننۍ ناست کې طيبه او شهادت مبارکې کلمې وويلې، د عبدالله نوم ورباندې کېښودل شو او عبدالرحمان رحيمي يې په غاړه کې ګلونه واچول.
همداراز عبدالله ته د کابل د پوليسو له خوا يو جلد قران کريم او يو جای نماز ډالۍ شول.
رحيمي وويل چې عبدالله له څه مودې راهيسې په کابل کې له يوې بهرنۍ کمپنۍ سره د ساتونکي په توګه دنده ترسره کوله.
هغه زياتوي چې د کابل پوليسو شاوخوا درې اونۍ مخکې عبدالله د ۳۰۰ جعلي امريکايي ډالرو د تبادلې په تور نيولى دى.
دى وايي چې عبدالله د امنيتي ځواکونو د ښه چلند له امله د اسلام پر دين مشرف شوى دى.
ده ونه ويل چې د جعلي پيسو د تبادلې په تړاو به له عبدالله سره څه وشي.
عبدالله په نننۍ خبري ناسته کې خبرې ونه کړې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










