جلال اباد (پژواک، ١٧وږی ۹۵) : د ننګرهار د کانال رياست چارواکي وايي، له هغې ورځې راهيسې چې ولسمشر په دغه ولايت کې د ځمکو د غصب د مخنيوي جدي امر کړی، د کانال اړوند ۲۳۶۱ جريبه ځمکه يې د غاصبينو له منګولو ژغولې ده.
د ننګرهار کانال رييس غلام حيدر حضرت عبدالرحيمزی له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وویل، دوی وروسته له هغې په دې اړه خپلې هڅې ګړندۍ کړې، چې ولسمشر د ننګرهار ولایتي ادارې ته په دې اړه جدي امر وکړ.
هغه زیاته کړه: ((موږ تر اوسه توانیدلي یو، چې د کانال ریاست اړوند ۲۳۶۱ جریبه ځمکه له غاصبینو بیرته خلاصه کړو او دغه راز مو په دې تړاو ۵۲ تنه غاصبین هم نیولي، چې اوس له قضايي او عدلیي ارګانونو سره دي.))
د نوموړي وینا، د کانال ریاست د لمړ ي فارم اړونده، پنځلسمه قطعه کې ۲۵ هکتاره ځمکه د عمر فاروق او همراز شرکتونو لخوا د فلز کارۍ او چوب فروشۍ لپاره د ۱۵ کلونو لپاره په اجاره اخیستل شوې وه، چې وروسته خلاف د قرارداد یاده سیمه په خلکو د رهایشي نمرو په شکل وپلورل شوه، چې یاد قرارداد په ۱۳۹۰ ه ش کال کې د ولسمشر د حکم پر اساس لغوه اعلان شوه .
د کانال رییس زياته کړه : (( په تېرو څو ورځو کې ۲۰ کوره چې ۱۲ جریبه کیږي، د لمړي فارم په ۱۳ قطعه کې، درې کوره په ګنده چشمه کې، دوه کوره په لسمه ویاله کې او یو کور د کمبو خوړ په غاړه کې د غاصبینو له منګولو مو خلاص او کورونه مو تخریب کړل.))
خو د ننګرهار د ولایتي شورا یو شمیر غړي او مدني فعالان وايي چې دغه چاره نمایشي ده او هیڅکله به ولایتي اداره د غاصبینو له منګولو د غصب شویو ځمکو په بیرته راګرځولو بریالي نه شي.
د ولایتي شورا غړی اسرارالله مراد نیوکه کوي چې د ننګرهار ولایتي اداره د ځمکو په غصب کې پاتې راغلې او دا ډول هڅې یې د ولس د غولولو لپاره یوه برنامه یاده کړه.
نوموړي له پژواک سره په خبرو کې د ننګرهار له ولایتي ادارې غوښتنه وکړه: ((د ننګرهار والي صیب باید د ولسمشر هغه امر چې ده ته یې د ځمکو د غصب د مخنیوي لپاره کړی و، په سمه توګه عملي کړي.))
دغه راز مدني فعال اسد الله لاروي له پژواک سره په خبرو کې د ځمکو د غصب پر وړاندې د ننګرهار د ولایتي ادارې هڅې ناکامې یادې کړې او دا یې یو نمایشي عمل یاد کړ.
لاروي په ټینګار سره وویل: ((ولایتي اداره باید هغسې چې ولسمشر ورته غوڅ امر کړی، همداسې دې دوی هم غوڅ اقدام وکړي. نه دا چې د زورواکي دې سلګونه جریب غصب ځمکه ونه ګرځي او یو مظلوم دې د یو سرپناه په کور هم ونیول شي.))
عام خلک هم د ځمکو د غصب په اړه د ولایتي ادارې دا ډول کړنې چې وخت نا وخت یې د ځمکو د غصب لپاره ترسره کوي، سمې نه ګڼي.
دوی وايي چې ولایتي اداره یوازې غریبو خلکو ته جریمې ورکوي او بندیانوي يې، خو زور لرونکو ته بیا هېڅ نه ویل کېږي.
د جلال اباد ښار د دویمې ناحیې اړوند د فارم هډې د کمپ اوسېدونکي سراج الدین په دې اړه پژواک ته وویل: ((موږ دلته یوازې له مجبورې ورځې پراته یو، دولت مو تل ګواښي، چې تاسو ځمکه غصب کړې او پاڅېږئ؛ خو په کابل هډه کې چې سلګونه جریبه ځمکه رښتیا هم غصب ده څوک یې په اړه هېڅ ګام نه پورته کوي.
خو د ننګرهار د والي ویاند عطاءالله خوږیاڼي بیا پژواک ته وویل چې د ځمکو د غصب په اړه د ولایتي ادارې کمپاین عام دی او هیڅ زورواکی او بل په کې خلاص نه دی.
خوږیاڼي دغه راز وویل: (( والي صیب ټولو ولسوالانو، جلال اباد ښاروال او امنیتي ادارو ته امر کړی، چې په خپلو ساحو کې دې په هماهنګۍ سره د ځمکو د غصب مخنیوی وکړي.))
ولسمشر محمد اشرف غني ننګرهار ته د خپل وروستي سفر پرمهال د دغه ولایت والي او امنیتي ادارو ته امر وکړ چې د ځمکو غاصبین ونیسي او که ډېر زورور وي، د هغو د ویشتل امر یې هم کړی و.
ولسمشر دلته د ولسونو په منځ کې په یوه لویه غونډه کې په زغرده ویلي وو: ((نه ولسمشر غاصبین مني او نه ولس، نو چې غاصبین نه مني د غاصبینو پر وړاندې به په ګډه جدي مبارزه کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










