کابل (پژواک، ۲۶ وږی ۹۵): "د شهيد رهبر د آثارو د تدوين د مرکز" له خوا د دريم ځل لپاره په کابل کې د سولې عالي شورا د پخواني مشر استاد برهان الدين رباني د پنځو اثارو مخکتنه وشوه.
دا په داسې حال کې ده چې تردې وړاندې په دوو نورو غونډو کې د استاد برهان الدين رباني د نهو نورو اثار مخکتنه شوې وه.
ياد ټول اثار د جمعيت اسلامي ګوند د پخواني مشر استاد برهان الدين رباني هغه ويناوې او مقالې دي چې بېلابېلو رسمي او ملي ناستو کې کړې دي.
نن په کابل کې د (د رهبر پيغام)، (نگاهی به اثار از استاد شهيد)،(سخنان از مرشد روشن ضمير)، (خط رهبر) او (پيغام رهبر) مخکتنه وشوه.
د جمعيت اسلامي ګوند غړي عبدالشکور واقف حکيمي وويل چې استاد رباني د جهاد او مبارزې تر څنګ له قلم او ليکوالۍ سره ډېره مينه لرله او لېکنې يې کولې.
هغه وويل:"شهيد استاد ان چې د ښوونځي په نهم او يا هم لسم ټولګي کې و، نو لېکنې به يې کولې او په ګڼ شمېر ورځپاڼو او مجلو کې يې ليکنې چاپ شوې دي."
د د شهيد رهبر د اثارو د تدوين د مرکز مشر فضلي اماج وويل:" د استاد رباني ځانګړتياوې دا وې چې هغه ژور تخيل، حافظه، استدلال، او مقام پېژندنې په برخو کې ډېر توان درلود او د ده په ويناو او ليکنو کې داسې لس جملې نه شې موندلي چې تکراري وي."
هغه زياته کړه، چې تردې وروسته به هم د استاد برهان الدين رباني پاتې اثار چاپ کړي.
تردې وړاندې (جلد اول خط رهبر)، (جلد دوم خط رهبر)، (جلد سوم خط رهبر)، (سکوت وحشتناک)، (چه نوع مبارزه؟)، (محمد "ص" نخستين مربی و آموزگار بشريت)، (چه بايد کرد؟)، (استقلاليت انقلاب) او (همگام با خورشيد) د استاد رباني د ويناوو او مقالاتو مجموعې دي چې چاپ شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










