کابل ښار (پژواک، ٢٧ وږى ٩٥): ټاکل شوې چې د افغان حاجيانو لومړۍ الوتکه به نن ماښام اووه بجې له سعودي عربستانه کابل ته راستنه شي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري مرستيال داعي الحق عابد پژواک خبري اژانس ته وويل، ټاکل شوې چې د حاجيانو د راستنېدو په لومړۍ الوتنه کې به څه باندې ٥٨٢ حاجيان کابل ته را ستانه شي.
نوموړي زياته کړه چې د حاجيانو د ستنېدو پروسه به په شلو ورځو کې بشپړه شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، سږ کال څه باندې ٢٠ زره افغانان د حج مناسکو ادا کولو په موخه بيت الله شريف ته تللي وو.
هغه وويل چې دغه حاجيان د کابل، کندهار، هرات او مزار شريف هوايي ډګرونو څخه د اريانا دولتي هوايي شرکت له لوري سعودي عربستان ته لېږدول شوي وو.
نوموړي څرګنده کړه چې سږ کال د کوچني حاجي لقب يوې افغانې نجلۍ ته ورکړل شوى چې په منا شريف کې زېږېدلې او نوم يې هم منا اېښودل شوى دى.
د عابد د معلوماتو له مخې، په روان کال کې د حج ادا کولو د مراسمو په بهير کې دوې مېرمنې او شپږ نارينه افغان حاجيان د عمر د لوړ والي په سبب مړه شوي او يو بل افغان له زېنې نه د لوېدو په سبب مړ شوى دى.
هغه وويل چې سږ کال په ټوله کې شاوخوا ١.٨ ميليونه مسلمانانو د حج په مراسمو کې ګډون کړى و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










