منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۸ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په غزني کې د ښځو لپاره سرپټى بازار جوړېږي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

غزني ښار (پژواک، ۲٧ وږی ۹۵): که څه هم په غزني کې يو شمېر مېرمنې خپلو لاسي صنايعو د خرڅلاو لپاره د بازار غوښتنه کوي خو د غزني والي وايي چې د ښځو د لاسي توکو د پلور لپاره سرپټى بازار جوړوي.

د غزني ولايت د مرکز په ګډون په ډېرو ولسواليو کې مېرمنې پر لاسي صنايعو بوختې دي او خپل د ژوند اقتصادي ستونزې له دې لارې هواروي.

خو دغه مېرمنې وايي چې لاسي صنايع يې بازار نه لري او له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د غزني ښار اوسېدونکې عايشې د وږي په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې خپل د کور ټولې اړتياوې د لاسي صنايعو د خرڅلاو له درکه پوره کوي.

خو هغې وويل: ((اوس زموږ دا صنايع دومره بازار نه لري، زه ډېرې ښځې پېژنم چې اوس يې دا کار پرېيښى دى.))

دغه راز د مزاري افغان په نوم يوې بلې ښځې پژواک ته وويل چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې د لاسي توکو پر جوړولو بوخته ده.

هغه وايي: ((سږ کال په غزني کې امنيتي ستونزې ډېرې شوې دي له همدې امله ډېرې ښځې اوس نه شي کولى چې خپل لاسي صنايع بازار ته يوسي او بله خبره دا چې سږ کال يې بازار هم ډېر مات دى.))

دغه مېرمنه وايي چې اوس مهال يې لاسي توکي یواځې په هغو مراسمو کې وړاندې کېږي چې د کومې ورځې په مناسبت په غزني کې جوړېږي.

يادو او يو شمېر نورو ښځو له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د دوى په لاس اوبدل شوو توکو ته دې بازار پيدا کړي.

د هغوى په وينا، که چېرې توکو ته يې بازار پيدا شي نو د يو شمېر ولايتونو تر څنګ به بهرنيو هېوادونو ته هم صادر شي.

د غزني ښار اوسېدونکي ميرا جعفري پژواک ته وويل چې هره ورځ په نوي موډونو کې جامې بازار ته وړاندې کېږي خو خلک اوس هم لاسي صنايع خوښوي.

هغې وويل: ((که څه هم بيه يې لوړه ده خو بيا يې هم خلک ډېر خوښوي چې ډېر دوام کوي او زر نه زړېږي.))

ده هم ټينګار وکړ چې د ښځو د لاسي توکو د خرڅلاو لپاره بايد يو ځانګړى ځاى جوړ شي.

د اړوندې موضوع په اړه د غزني د ښځو چارو رييسې شکريې ولي پژواک ته وويل چې دوى هڅه کوي ترڅو د دغه ولايت د ښځو لاسي توکو ته بازار پيدا کړي.

هغې وويل: ((د همدغه کار لپاره چې د ښځو لاسي صنايع بازار پيدا کړي موږ د ښځو لپاره باغ جوړ کړى او په پام کې لرو چې يو سوداګريز مارکېټ هم ورته جوړ کړو.))

ولي وايي چې ښځې د ناامنۍ له وېرې د ښځو باغ ته نه ورځي او په ډېرو ستونزو سره خپل لاسي صنايع په بازار کې پلوري.

دغه باغ د غزني ښار د علي لالا په سيمه کې موقعيت لري.

دغه راز د غزني والي عبدالکريم متين پژواک ته وويل چې ډېر ژر به په غزني ښار کې د ښځو لپاره يو سرپټى بازار جوړ کړي تر څو ښځې په کې خپل لاسي صنايع د پلور لپاره وړاندې کړي.

ده وويل: ((که څه هم په غزني کې د ښځو لپاره باغ جوړ شوى خو دا چې هغه له ښاره لرې دى نو مېرمنې نه شي کولی چې هلته ورشي نو موږ به ورته يو سرپټى بازار جوړ کړو.))

والي وايي چې د دغه سرپټي بازار کلک امنيتي تدابير به هم ونيول شي.

ده د غزني له مېرمنو غوښتنه وکړه چې خپلو لاسي صنايعو جوړولو ته دې ادامه ورکړي.

غزني د افغانستان د ناامنو ولايتونو له ډلې دى چې د ولسواليو ډېرى مېرمنې يې نه شي کولى خپل لاسي توکي پر وخت د غزني تر ښاره د پلور لپاره ورسوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې