منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۲ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې د تړلو ښوونځيو د بیا فعالولو هڅې روانې دي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۱۲ کتنې

کندهار (پژواک، ٢٧ وږى ٩٥):  په کندهار کې د رضاکارو ځوانانو يو فدراسيون هڅه کوي بېلابېل کمپاينونه ترسره کړي، څو په دغه ولايت کې تړلي ښوونځي بېرته فعال شي.

په کندهار کې د نا امنيو او بېلابېلو نورو ستونزو له امله ١٣٩ ښوونځي تړلي دي.

د کندهار د پوهنې رياست چارواکو هم دوې اوونۍ وړاندې د نوي ښوونیز کال د پيل پر مهال خبر ورکړ چې سږ کال به د بندو ښوونځيو له ډلې ٣٠ ښوونځي بېرته پرانيزي.

په کندهار کې د رضاکارو ځوانانو د فدراسيون مشر سردارمحمد باراني پژواک خبري اژانس ته وويل، د نوي ښوونیز کال له پيلېدو سره جوخت يې د بندو ښوونځيو د پرانيستلو په موخه کمپاين پيل کړى دى.

هغه زياته کړه، کندهار د پوهنې په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دى، دغلته نه يوازې تر سلو ډېر ښوونځي تړلي، بلکې ډېر ښوونځي ودانۍ نه لري، تر ٨٠ سلنه ډېر زده کوونکي کتابونه نه لري.

بارانى وايي، د دوى د کمپاينونو موخه دا ده چې خلک بيدار شي، خپل اولادونه ښوونځيو ته ولېږي او اړوند مسوولين د پوهنې د بهير د ستونزو د هواري لپاره اقدام وکړي.

د ده په خبره، د پوهنې د ولايتي او مرکزي ادارې مسوولين بايد د نمايشي کارونو پر ځاى عملي ګامونه واخلي او د دغه ولايت د پوهنې بهير په پښو ودروي.

باراني د پوهنې پر رياست نيوکه کوي او وايي، که له يوې خوا په کندهار ښار کې د پوهنې بهير پيکه دى، نو په ولسواليو او ليرې پرتو سيمو کې حالت تر دې هم خراب او ټکنى دى.

دى وايي، له بده مرغه د دغه ولايت د پوهنې رياست اداره نه ده توانېدلې چې د پوهنې بهير ولسواليو ته ولېږدوي او د خلکو اولادونو ته د معياري زده کړې اسانتياوې برابرې کړي.

باراني د کندهار د پوهنې رياست او ولايتي اداره مسوول ګڼي چې په ولسواليو کې تړل شوي ښوونځي پرانيزي، د ښوونکو او کتابونو د کمښت ستونزه حل کړي او د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړې کړي.

دى وايي، په دې برخه کې په خپله ولس هم مسووليت لري چې بيدار شي او د خپلو اولادونو حقوق وغواړي.

نوموړى زياتوي، د رضاکارانو ځوانانو فدراسيون به خپلو کماپينونو ته دوام ورکوي، څو چارواکي د پوهنې اړوند ستونزو ته متوجه کړي او هغوى وهڅوي چې د هواري لپاره يې لاس په کار شي.

د کندهار د پوهنې رياست وياند نظرمحمد صميمي پژواک خبري اژانس ته ومنله چې د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې ١٣٩ ښوونځي تړلي، چې سږ کال به يې ٣٠ بيرته پرانيستل شي.

دى زياتوي، په تېرو کلونو کې د ښوونځيو د تړل کېدو عمده لامونه ناامني وه، خو اوس يې لامل د ښوونکو د تشکيل کمښت او نور دي.

خو نوموړي دا هم وويل، چې د دې ولايت په د دوو ولسواليو رېګستان او ښوراوک کې ې هيڅ ښوونځى نشته، چې لامل يې ناامني او د لارې خرابوالى دى.

خو صميمي وويل چې په ګڼو ولسواليو کې د ډونرانو په مرسته د محلي يا سيمه ييزو ټولګيو د جوړولو لړۍ پيل شوې چې کېداى شي دغه لړۍ يادو دوو ولسواليو ته هم وغځول شي.

د ده په خبره، د زده کړې سيمه ييز ټولګي په هغو سيمو کې جوړ شوي چې اوسېدونکي يې ښوونځيو ته لاسرسى نه لري.

خو صميمي دا هم وويل چې په تړلو ښوونځيو کې يې ځيني داسې هم دي چې په ځينو کليو کې دوه ښوونځي په نژدې واټن کې جوړ شوي او په يوه وخت د دواړو پرانيستلو ته ځکه اړتيا نشته چې يوازې يو ښوونځى ورته بسنه کوي.

نوموړي د دې تر څنګ يادونه وکړه چې د کتابونو او ښوونکو د تشکيل د کمښت تر څنګ له ٣٢١ پرانيستو ښوونځيو له ډلې ١٩٠ يې ودانۍ نه لري.

صميمي زياته کړه، د پوهنې وزارت ژمنه کړې چې د نورو ولايتونو تر څنګ به کندهار ته هم کتابونه رسوي، خو تر دې مهاله دا کار نه دى شوى.

نوموړي د دې تر څنګ د ښوونکو د تشکيل کمښت هم يوه جدي ستونزه وګڼله او ويې ويل، شاوخوا ١٨٠٠ ښوونکو ته اړتيا ده چې په ښوونځيو کې په دندو وګومارل شي.

د ده په خبره، په ولسواليو کې ډېرى ښوونځي د همدې ستونزې له امله تړلي پاتې دي.

خو ده دا هم وويل چې د ٣٢١ پرانيستو ښوونځيو له ډلې ١٩٠ ښوونځي ودانۍ نه لري چې له امله يې زده کوونکي او ښوونکي له سختو ستونزو لاس او ګرېوان دي.

دى وايي، د پوهنې وزارت ته له تېرو څو کلونو راهيسې په لومړي ګام کې د ٤٠ ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړولو پلان لېږل شوى، خو تر اوسه په دې اړه عملي اقدام نه دى شوى.

دى وايي، د ودانيو د نشتوالي له امله زده کوونکي په خېمو کې زده کړې کوي، خو له بده مرغه چې په دې وروستيو کې خېمې هم نه لري.

دى زياتوي، سږ کال د کتابونو او ښوونکو د کمښت ستونزه هوارول، په ولسواليو کې د ښوونکو لپاره روزنيز پروګرامونه جوړول، د تعليمي کال په اوږدو کې د ٣٠ تړلو ښوونځيو بيا پرانيستل، د يو شمېر ښوونځيو د ودانيو ترميمول او نور د پوهنې رياست په لومړيتوبونو کې دي.

هغه دغه راز هيله وښوده چې پر ستونزو سربېره به سږ کال ٢٧ زره ماشومان د جديد الشمول زده کوونکي په توګه ښوونځيو ته لاره وکړي.

اوس مهال د کندهار په ٣٢١ پرانيستو ښوونځيو کې ٢٧٠ زره نجونې او هلکان زده کړې کوي.

د يادونې ده چې د کندهار د پوهنې په رياست کې له ډېره وخته د پراخو درغليو او فساد په اړه شکايتونه کېږي، يوه مياشت وړاندې ولايتي ادارې د کندهار ولايت د پوهنې رييس عبدالقادر پيوستون او تدريسي مرستيال محمد عوض نظري د خلکو د هغو شکايتونو پر بنسټ چې ګواکې په دې اداره کې پراخ فساد شتون لري او مسوولين يې لازم خدمات نه شي وړاندې کولاى، له دندو ليرې کړل.

د ولايتي ادارې مسوولين وايي، د دې ولايت د پوهنې رياست د اصلاح او معياري کېدو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه