لښګرګاه (پژواک، ۲۹ وږی ۹۵): د هلمند ځيني چارواکي او اوسېدونکي وايي چې د حکومت کمزوري پلانونه او رهبري د دې لامل شوي چې وسله وال طالبان په دغه ولايت پرمختګ وکړي او جګړه دوامداره شي.
له تېرو څو مياشتو راهيسې د هلمند په مرکز لښکرګاه او ځينو نورو سيمو کې پرله پسې جګړې روانې دي او د ډېرو ولسواليو يواځې د ولسواليو او امنيې قوماندانيو ودانۍ له حکومت سره دي.
د دې جګړو له امله ګڼ خلک له ولسواليو او مرکز لښکرګاه څخه بېځايه شوي او خپل کورونه يې پرېيښې دي.
د هلمند د امنيتي وضعيت په اړه په ولسي جرګه کې د دغه ولايت استازي عبدالجبار قهرمان د وږي په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت د هلمند د امنيتي ستونزو د حل لپاره جدي ګامونه نه پورته کوي.
هغه وويل چې په دې وروستيو وسله والو طالبانو ډېر پرمختګ کړى او د هلمند حالات ورځ تر بلې نا سم لور ته روان دي.
د قهرمان په وينا، حکومت بايد په هلمند کې د امنيت د ټينګښت لپاره له شته امکاناتو پوره کار واخلي خو حکومتي مسوولين په دې برخه کې بې پروايي کوي.
هغه زياته کړه: ((اوس په هلمند او د هېواد په ځینو جنوبي سیمو کې د دولت د وسله والو پرمختګ ښيي چې حکومت سم او جدي پلانونه نه لري، رهبري يي ناسمه ده او د همغږۍ په برخه کې هم ستونزې شته.))
ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد په هلمند کې د امنيت د ټينګښت لپاره جدي ګامونه پورته کړي تر څو خلک له ستونزو خلاص شي.
په هلمند کې قومي مشر او د نيمروز ولايت پخواني والي اميرمحمد اخندزاده پژواک ته وويل چې په دې وروستيو د هلمند امنيتي وضعيت ډېر خراب شوى خو حکومت کمزورى شوى او د امنيت د ټينګښت لپاره اړين پلانونه نه لري.
ده هم وويل چې حکومت بايد د امنيت د ټينګښت لپاره له شته امکاناتو پوره ګټه پورته کړي او په دولتي ادارو کې دې د فساد مخه ونيسي.
اخندزاده وايي که چېرې هلمند سقوط وکړي نو د نا امنۍ جرړې به يې تر پلازمېنې کابل پورې وغځېږي.
دغه راز د هلمند په ناوې ولسوالۍ قومي مشر حاجي عتيق الله پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ ډېرې سيمې نيولې دي خو حکومت يې د بېرته نيولو توان نه لري.
هغه د نا امنيو د لاملونو په اړه وويل: ((حکومت په دوامداره توګه له خلکو حقيقت پټوي او په ملکي او نظامي ادارو کې فساد دى چې له امله خلکو د حکومت له ملاتړ نه لاس اخيستى دى.))
ده وويل چې امنيتي چارواکي بايد د امنيتي ځواکونو په ليکو کې جدي اصلاحات رامنځته کړي او خيالي تشکيلات بايد لرې کړي.
همدا راز د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم وايي چې پر ولسواليو سربېره کله نا کله د لښکرګاه ښار په دويمه او څلورمه حوزه کې هم وسله وال طالبان پر امنيتي پوستو بريدونه کوي.
خو ځواک وايي چې امنيتي ارګانونه له ولايت سره په ګډه د پراخو عملياتو پر پلان باندې کار کوي او ډېر ژر به دغه عمليات ترسره شي.
هغه دا هم وويل چې ولايتي چارواکي په ټولو دولتي ادارو کې د اصلاحاتو د راوستو لپاره هلې ځلې کوي.
دغه راز د ولسمشر د وياند مرستيال دواخان مينه پال هم پژواک ته وويل چې په هلمند کې امنيتي ستونزې شته دي.
خو ده زياته کړه: ((د دې ستونزو د حل لپاره جدي پلانونه په لاره اچول شوي چې په راتلونکي کې به ځیني پرمختګونه رامنځته شي.))
د ده په وینا، ولسمشر هلمند ته ځانګړې پاملرنه لري، وخت په وخت له مسوولینو سره خبرې کوي څو د روانو ستونزو مخه ونیول شي.
هلمند د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې دا مهال يې څلور ولسوالۍ موسى کلا، نوزاد، باغران او دېشو له وسله والو طالبانو سره دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










