منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۱ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غزني کې زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۳ کتنې

غزني ښار (پژواک، ٣١ وږی ۹۵): په غزني ولايت کې د نا امنيو له امله ٤٠ ښوونځي او مدرسې تړل شوي چې له امله يې زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې پاتې دي.

د غزني د پوهنې رييس محمد عابد عابد د وږي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د دغه ولايت په ځينو سيمو کې ٤٠ ښوونځي او ديني مدرسې د زده کوونکو پر مخ تړل شوي چې له امله یې شاوخوا ٧ زره زده کوونکي له زده کړو بې برخې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د یادو ښوونځيو ډېره برخه په ناوې، اجرستان، خوږياڼو از زنخان ولسواليو کې دي.

عابد زياته کړه: ((په يو شمير نورو سيمو کې هم کله چې جګړه وي نو ښوونځي د زده کوونکو پر مخ د څو ورځو لپاره تړل کېږي او کوم ښوونځي چې اوس مهال تړل شوي په هغو سيمو کې دي، چېرته چې طالبان واکمن دي.))

ده وويل چې د خلکو په همکارۍ يې هلې ځلې پيل کړې څو ټول تړل شوي ښوونځي او ديني مدرسې د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.

د دغه ولايت د ناوې ولسوالۍ اوسېدونکي سيد سلام پژواک ته وويل چې په ناوې کې ټول ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

ناوه ولسوالي له تېرو يوولسو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده.

ده وويل: ((د کومو کسانو چې اقتصاد ښه و، هغوی غزني ښار ته تللي دي او هلته په خپلو زامنو زده کړې کوي او نور نو سلګونه کسان له زده کړو پاتې دي.))

دغه راز د زنخان ولسوالۍ د ګوډلو سيمې اوسېدونکي شريف الله پژواک ته وويل چې دې ولسوالۍ کومې سيمې چې د وسله والو طالبانو په ولکه کې دي، هلته د زده کوونکو پر مخ ښوونځي تړل شوي دي.

نوموړي همدا راز زياته کړ: ((کله چې جنګ پیل شي بيا خو په ټول ولسوالۍ کې مکتبونه بند وي.))

شريف الله پر خلکو نيوکه وکړه چې د ښوونځيو په بېرته خلاصولو کې له حکومت سره مرسته نه کوي.

دغه راز د ګیرو ولسوالۍ د مزار سیمې اوسېدونکي نعیم الله چې اوس مهال د غزني ښار په شمس العارفین ښوونځي کې زده کړې کوي، پژواک ته وويل: ((زموږ په کلي کې جنګ دى، مکتبونه ټول تړل شوي دي نو موږ غزني ښار ته راغلو او دلته درس وايو.))

ده وويل چې له خپل ورور سره یې په ښار کې په کرايه کوټه نيولې او خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.

د اړوندې موضوع په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبان هم د دې غوښتونکي دي څو ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شي.

ده وويل: ((حکومت دې د قومي مشرانو له لارې له طالبانو سره تماس ونيسي ټول دې په گډه کښېني او دې ستونزې ته دې د حل لار پيدا کړي.))

خو مجاهد بيا وويل چې په ناوې ولسوالۍ کې د امکاناتو د نه شتون له امله ښوونځي تړل شوي او مدرسې که څه هم خلاصې دي خو امکانات نه لري.

په ټول غزني کې شاوخوا شپږ سوه ښوونځي دي چې نږدې پنځه سوه زره کسان په کې زده کړې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه