منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۳۷ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کندهار کې د پستې لومړنى فارم پر حاصل راغلی

· ۷ دقیقې لوستل · ۱۴۷ کتنې

کندهار (پژواک، ٣١ وږى ٩٥): په کندهار کې د پستې لومړني جوړ شوي فارم ښه پايله لرلې او کلونه وروسته اوس دغه فارم د دې جوګه دى چې حاصلات ورڅخه ترلاسه شي.

د پستې دغه لومړنى فارم د کندهار په دامان ولسوالۍ کې پر ١٥٠ جريبه ځمکه د ٢٤زره ونو په لرلو جوړ شوى دى.

دغه فارم د حامد هلمندي په نوم د کرنې د چارو د يوه افغان پوه له خوا جوړ شوى چې په کرنيزو علومو کې يې په بهر کې لوړې زده کړې کړې دي.

نوموړى نه يوازې په کندهار کې د پستې او زيتون د باغونو د ترويج په برخه کې کار کوي، بلکې په بېلابېلو کرنيزو برخو کې د هېواد د بسيا کېدو په موخه په څېړنو بوخت دى چې ځينې طرحې يې د ولسمشر له خوا د ملي پاليسي په توګه منل شوي او پلي کېدو ته چمتو شوي دي.

حامد هلمندي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، د هېواد اقليمي، اقتصادي او سياسي شرايطو ته په پام يې د پستې د فارم جوړولو او او د هېواد په کچه د ترويجولو تجربه کړې چې پايلې يې ډېرې ښې دي.

هغه زياته کړه، افغانستان په وچه کې مهال هېواد دى او تر کومه ځايه چې ده مطالعه کړې دغه راز هېوادونه د خپلو توليداتو او صادراتو په برخه کې يو شان ستونزې لري.

دى زياتوي: ((په دې برخه کې څلور فکټورونه مهم دي چې په وچه کې د مهار هېواد پر صادراتو منفي اغېز کوي؛ لومړى په وچه د مهار هېواد اړيکې له خپل ګاونډي هېواد سره دي، دويم د ګاونډي هېواد سياسي داخلي وضعيت دى، درېيم د ټرانسپورټ ناسم سيسټم او څلورم پر ټرانزيټ درانه ماليات دي.))

د حامد هلمندي په خبره، ډېر ځله ليدل شوي چې که له ګاونډي هېواد سره اړيکې ښې هم وي، خو په وچه د مهار هېواد د صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړېږي، يا يې د دغه هېواد د ناسم سياسي داخلي وضعيت له امله اموالو ته زيان اوړي، يا د ناسم ترانسپورټي سيستم له امله پر وخت نه رسېږي او يا يې هم پر ترانزيټ درانه ماليات وضع کېږي چې د دې ټولو له امله په نړيوالو بازارونو کې سيالي ناممکنه ده.

دى وايي، په همدې بنسټ يې پراخه څېړنه وکړه او دا پايله يې تر لاسه کړه چې په افغانستان کې داسې کرنه ترويج شي چې ياد شوي فکټورونه ورباندې اغېز و نه لري او يا لږ اغېز ولري.

د ده په باور، زعفران، پسته، زيتون او نور هغه کرنيز توکي دي چې که په ځنډ هم صادر شي، خرابېږي نه او نه يې هم ارزښت ته زيان رسېږي.

هلمندي وويل، په همدغه بنسټ يې څو کلونه وړاندې په کندهار کې د پستې د لومړني فارم جوړولو هڅې پيل کړې او په ډېرو کړاوونو يې د پستې کلفورنيايي نسل چې په نړۍ کې ښه شهرت لري، افغانستان ته راوړ.

دى وايي، د پستې ونې ان تر لسو ورځو پورې اوبه نه غواړي او په هغو سيمو کې ښه رشد او وده کوي چې اوبه يې کمې وي.

د ده په خبره، د پستې ونه په شپږو کلونو کې حاصل ورکولو ته چمتو کېږي او يوه ونه کولاى شي په کال کې تر ١٠٠ ډالره پورې عايد ولري، په داسې حال کې چې د انارو د يوې ونې کلنى عايد له ٤ تر ٢٠ ډالره دى.

ده دا هم وويل چې د پستې له ياد شوي لومړني فارم څخه يې تېر کال ٢زره کيلوګرامه پسته ترلاسه کړې چې د هېواد په بازارونو کې يې يو کيلوګرام په ٦٠٠ افغانۍ پلورل کېږي.

حامد وايي: ((ما يوازې د پيستې د همدې يوه فارم په جوړولو بسنه نه ده کړې، بلکې تېر کال مو د کندهار په ژېړۍ، پنجوايي، ميوند، تخته پل، ارغستان او سپين بولدک ولسواليو کې د پستې ١١٥ باغونه جوړ کړل او سږ کال په پلان کې لرو د کندهار په هغو سيمو کې چې اوبه په کې کمې دي د پستې ٢٤٠ نور باغونه جوړ کړو.))

ده هيله وښوده چې که د هېواد نورو برخو ته هم د پستې د ترويج چارې وغځول شي، نو افغانستان به د پيستې په يوه لوى صادروونکي هېواد بدل شي.

هغه په دې برخه کې د ايران يادونه وکړه چې تر تېلو وروسته يې دويمه لويه عايداتي سرچينه پسته ده.

هلمندي د دې تر څنګ د زيتونو د باغونو يادونه وکړه چې په کندهار کې يې ډېره ښه پايله لرلې او تر دې مخکې په دې ولايت کې چا د زيتونو ونې نه وې ايښې.

ده وويل، ان د ننګرهار د غوړويو د فابريکو چلوونکو د کندهار د زيتونو ستاينه کړې چې د هغه ولايت تر زيتونو يې کيفيت ښه دى او ډېر غوړي ورڅخه ترلاسه کېږي.

دى وايي، د زيتونو ونې يې د کندهار په داسې شګلونو او ګچ لرونکو ځمکو کې ايښي چې فکر يې نه کاوه شنې شي، خو نه يوازې چې ډېرې ښې ولګېدې، بلکې ښه حاصلات يې هم ورکړي دي.

نوموړي زيتون د افغانستان د خوشکاوو ځمکو لپاره يو بل ښه زېرى وګاڼه چې ان په مياشت کې هم اوبه نه غواړي، خو ښه حاصلات ورکوي.

د کرنيزو چارو دغه افغان پوه د دې تر څنګ پر ځينو داسې پلانونو او طرحو کار او څېړنه کوي چې په کرنيزه برخه کې افغانستان پر ځان د بسياينې لور ته وړي.

حامد هلمندي وويل، د ولسمشر په غوښتنه يې د ګڼو نورو تر څنګ پر دې طرحه کار او تحقيق کړى چې څنګه کېداى شي د افغانستان خلک په وچه ډوډۍ ماړه شي.

د ده په خبره، دغه طرحه يې د ولسمشر له خوا منل شوې او د هېواد په کچه به ورڅخه د غنمو د توليد په برخه کې د ملي پاليسي په توګه کار واخيستل شي.

نوموړى زياتوي، د هېواد د اوسېدونکو د خوراک ٧٥ سلنه برخه غنم جوړوي او هر کال د غنمو پر را واردولو يو بيليون ډالر لګول کېږي چې دا ډېر لوى رقم دى.

ده وويل: ((د غنمو د حاصلاتو اخيستلو او توليد په برخه کې ستونزې دا دي چې ځمکې مو لېول نه دي، ډېرې اوبه کاروو، خو له دې سربېره مو هم حاصلات کم دي، په داسې حال کې چې په نوره نړۍ کې له ٥ جريبه ځمکې ١٥ ټنه غنم تر لاسه کېږي، خو موږ يو ټن هم نه شو تر لاسه کولاى.))

د ده په خبره، په دې برخه کې د ده له خوا د جوړه شوې طرحې مهم ټکي دا دي چې په کرنه کې بايد د اګرانومي موضوعات په پام کې ونيول شي، د غنمو د کرلو لپاره بايد ځمکې د لايزر په سيسټم جوړې شي، پنډلونه يې له منځه يووړل شي، د دې کار ګټه دا ده چې تر ٥٠ سلنې د ابو د ضايع کېدو مخنيوى کېږي، د پنډلونو په له منځه وړلو تر ١٠ سلنه ځمکه نوره د کرنې لپاره زياتېږي او په ټوليزه توګه په توليد کې تر ٣٠ سلنې پورې ډېروالى راځي.

د نوموړي بله طرحه تر ځمکې لاندې د اوبو د زېرمه کولو ده، دى وايي افغانستان تر ځمکې لاندې د ١٦ بيليونه متره مکعبه اوبو د زېرمه کېدو وړتيا لري، په داسې حال کې چې اوسمهال ٩٠ سلنه اوبه له هېواده وځي.

دى وايي، که تر ځمکې لاندې د باراني اوبو پر زېرمه کېدو کار وشي، که يو يا دوه کاله باران هم و نه اوري، نو هېواد به د اوبو له کمښت سره نه مخ کېږي.

نوموړي دغه راز په کرنه کې د مشينري رول هم مهم وباله او ويې ويل له بده مرغه زموږ کروندګر تراکتور يوازې د دوپال او نوپال لپاره کاروي، په داسې حال کې چې تراکتور د کرنې په برخه کې ٣٥ نور اپليکېشنونونه لري.

د ده په خبره اوس د نفوس په ډېرېدو د هېواد شرايط بدل شي، پخوا يوه بزګر ١٠ تنه مړولاى شو، خو نن بايد يو بزګر ١٢٠ تنه ماړه کړي، چې دا کار په کرنه کې د مشينري په کارولو کېداى شي.

ده وويل، د هېواد ډېرى اوسېدونکي په کرنه بوخت دي، خو بيا هم توليد کم او لوږه ډېره ده.

هلمندى زياتوي، په کندهار کې يې د کرنيزو څېړنو مرکز خلاص کړى او بزګرو ته روزنه ورکوي چې څنګه کولاى شي په کرنه کې له تراکتور څخه سم کار واخيستل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه