باميان (پژواک، ٣ تله ٩٥): په باميانو کې ځيني فرهنګيان وايي چې په دغه ولايت کې ډېرى تاريخي ابدې د ويجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او د بودا دورې په ځينو سمڅو کې د سيمې خلک څاروي ساتي.
يادو فرهنګيانو، د باميانو تاريخي ابدو وضعيت په اړه د اندېښنې څرګندولو تر څنګ پر حکومت تور پورې کړ چې د دغو ابدو په ساتلو کې يې ناغېړي کړې، هغوى ټينګار وکړ که په دې برخه کې جدي پاملرنه ونه شي، د هرې ورځې په تېرېدو به دا تاريخي ابدې له منځه ولاړې شي.
د باميانو فرهنګيانو له ډلې علي رضا حسيني پژواک خبري اژانس ته وويل چې د طبيعي پېښو لکه باران، باد او لمر او د حکومت له لوري د تاريخي سيمو نه خوندي کولو له امله، په دغه ولايت کې زياتې تاريخي ابدې له ګواښ سره مخ دي.
نوموړي زياته کړه: "د باميان مرکز قل اکرم سيمه کې د بودا دورې يو شمېر سمڅې شتون لري او دا سيمه د يونسکو په لېست کې هم شامله ده؛ خو د سيمې خلک له دې سمڅو څخه د څارويو غوجلو په توګه کار اخلي."
حسيني زياته کړه کومې دروازې چې يونسکو د يادو سمڅو مخې ته لګولې وې، يو شمېر يې لرې کړى شوې او نورې يې ويجاړې شوې دي او يادو سمڅو کې نقاشي اثار او کار شوي رنګونه هم له منځه تللي دي.
د باميانو فرهنګي فعال علي حسين احمدي پژواک ته وويل سربېره له دې چې تېره يوه نيمه مياشت کې د نړيوالې ټولنې له لوري له افغانستان سره زياتې مرستې وشوې؛ خو د تاريخې ابدو خونديتوب په تړاو هېڅ راز بوديجه ځانګړې شوې نه ده.
نوموړي ټينګار وکړ چې د باميانو تاريخي ابدو په برخه کې بايد د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت اوږدمهال پلانونه ولري، څو لږ تر لږه د دې تاريخي ابدو له ويجاړېدو مخنيوى وشي.
باميان، د هېواد تاريخي او لرغونو ولايتونو په کتار کې دى، او کولى شو چې د بودا ويجاړو شوو مجسمو او د هېواد " لومړي ملي پارک" بند امير څخه د دغه ولايت د تاريخي سيمو په نوم يادونه وکړو، د بهرنيو ګرځندويانو او ګرځندوى صنعت ودې لپاره دا غوره سيمې دي او اته سيمې يې د ملګرو ملتونو سازمان فرهنګي ميراثونو(يونسکو) کې ثبت دي.
د باميانو د مرکز قل اکرم سيمې اوسېدونکي عصمت الله وويل چې سمڅ مېشتي له خورا ناوړه اقتصادي وضعيت سره مخ دي او سرپناه نه لري؛ نو ځکه له سمڅو څخه د ځانونو او خپلو څارويو ساتلو لپاره ګټه اخلي.
نوموړي زياته کړه: "سمڅ مېشتي، د تاريخي ابدو له ارزښت څخه خبر نه دي؛ له دې امله له سمڅو څخه ناوړه استفاده کوي."
د پژواک خبري اژانس خبريال چې د باميانو له تاريخي سيمو څخه يې ليدنه کړې ده وايي چې د قل اکرم سيمې په ګډون په ځينو سيمو کې چې يونسکو د تاريخي ابدو خونديتوب لپاره دروازې لګولې وې، د سيمې خلکو له يادو سمڅو څخه د څارويو ساتلو لپاره ګټه اخلي.
نوموړي وويل: "د ځينو سمڅو دروازې ماتې شوې دي او همداراز د نه پاملرنې له امله د دغه ولايت ډېرې تاريخي ابدې هم د ورانېدو په حال کې دي."
سمڅ مېشتې په دې اړه له پژواک خبري اژانس سره خبرو ته حاضر نه شول.
خو د باميان د تاريخي ابداتو مدير عبدالحميد جليا وويل چې د قل اکرم سيمې ځينې سمڅې له دې امله چې خلک يې پر ارزښت نه پوهېږي، ناوړه ګټه ترې اخلي.
نوموړي زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست دا سيمه بشپړه څاري او ساتنه يې کوي.
نوموړي په دې اړه چې خلک له سمڅو څخه د غوجلو په توګه استفاده کوي بې خبري وښوده او ويې ويل کله چې ليدل شوي خلک د تاريخ ابدو په اړه بې باکي کوي، نو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د خلکو خبرتيا لپاره او د تاريخي ابدو له ويجاړېدو څخه د مخنيوي په خاطر بېړنى ګام اخيستى دى.
د باميانو د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د فرهنګ او توريزم امر محمداسحق عزيزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په باميانو کې ١٧٠ تاريخي ابدي شتون لري چې اته د ملګرو ملتونو سازمان فرهنګي ميراثونو کې ثبت او ١٦٢ نورې يې ملي ميراثونو کې ثبت دي.
هغه زياته کړه: "له بده مرغه د باميانو تاريخي ابدې د بېلابېلو طبيعې پېښو له امله، له گواښ سره مخ دي او په دې برخه کې ځانګړې پاملرنه نه ده شوې، د تاريخي ابدو او باستاني اثارو ساتنې يوه لار دا ده چې د خونديتوب لپاره يې هر کال بوديجه په پام کې ونيول شي.
عزيزي وويل چې باميان يوازې د ګرځندوى صنعت له لارې وده کولى شي او که د دغه ولايت تاريخي ابدې ويجاړې شي د توريزم وده به هم زيانمنه شي.
د سرچينې په باور، تاريخي ابدې د يوې سيمې لپاره د اقتصادي عوايدو تر څنګ د سيمې خلکو فرهنګي او تاريخي هويت څرګندوي او بايد د باميانو دا تاريخي هويت له ګواښ سره مخ نه شي.
د باميانو د فرهنګ او توريزم امر زياته کړه: "که باميان کې تاريخي اثارو شتون نه درلود، هېڅ ګرځندوى به دغه ولايت ته نه و راغلى."
د نوموړي په وينا؛ د بودا ويجاړې شوې مجسمې، د بودا دورې اړوند څه باندې درې زره سمڅې، غلغله لرغونى ښار، د ضحاک ماردوش ښار، د يکاولنګ چهل برج د باميانو له تاريخي اثارو څخه دي چې ملي او نړيوال سيلانيان دې ولايت ته راکاږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










