منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۱۹ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ډاکټر نجيب الله د مړينې د شلم تلين غونډه جوړه شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۳۹ کتنې

کابل (پژواک ٥ تله ٩٥): د وطن ګوند ځينو پېژندل شوو څېرو د ډاکټر نجيب الله د وژلو د شلم تلين د يادغونډې پر مهال د حکمتيار له حزب اسلامي سره د هوکړې لاسليک ته په اشارې سره د سولې ټينګښت لپاره د دولت له هلو ځلو ملاتړ وکړ.

کابل ښار کې د ياد ګوند له لوري په ترسره شوو مراسمو کې، چې د هېواد د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب الله زياترو پلويانو په کې ګډون درلود، د طالبانو له لوري د هغه د وژنې د شلم تلين په اړه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې د وطن ګوند او د افغانستان ځوانانو ډيموکراټيک سازمان له لوري ترسره شوې وه، يو شمېر دولتي چارواکو او د ملي شورا غړو هم ګډون درلود.

د "افغانستان خلق ډيموکراټيک ګوند" چې د نجيب الله حکومت په وروستيو کې د "وطن ګوند" په نوم ونومول شو؛ يوې پېژندل شوې څېرې سليمان لايق وويل، چې سوله د ډاکټر نجيب الله له لومړيتوبونو څخه وه.

نوموړي د حکمتيار له حزب اسلامي سره د دولت د سولې هوکړه ليک ته په اشارې سره وويل: "ډاکټر نجيب له حزب اسلامي، جمعيت اسلامي او نورو جهادي ډلو سره د سولې غوښتونکى و او ډېر امتيازات يې ورته ورکول، خو دوى نه منل او اوس په شرمندګۍ سره راځي او د سولې غوښتنې ته هرکلى وايي."

خو لايق زياته کړه: "هېواد په داسې حال کې چې سولې ته اړتيا لري، بايد د سولې لړۍ ګډوډه نه کړو، له دې پرته چې پر حکومت تور پورې کړو، بايد د سولې له طرحه شوي چوکاټ او له هرې ډلې سره چې سوله کېږي، بايد ملاتړ ترې وکړو."

د ياد مراسمو يوه تنظيموونکي عبدالظهور رزمجو وويل، د وطن ګوند غړي ژمن دي چې د ډاکټر نجيب الله لارې ته د سولې ټينګښت لپاره دوام ورکړي.

هغه زياته کړه: "حکومت بايد د همېشنۍ او هر اړخيزې سولې رامنځته کولو لپاره د ډاکټر نجيب الله د سولې ملي پروګرام چې نيمګړى پاتې شو، عملي کړي."

خو رزمجو د حکومت له لوري د ډاکټر نجيب الله د وژنې عاملينو د نه پېژندنې له امله د نيوکې ترڅنګ وويل، د پخواني ولسمشر د قتل پروګرام د سيمې د استخباراتو له لوري طرحه شوى و، چې هغه د سولې او ملي روغې جوړې قرباني شو.

د وطن ګوند ياد غړي وويل: "خرڅو شوو کړيو چې هغه مهال په هېواد کې د شوروي ځواکونو د شتون له امله پاڅونونه وکړل، نن په ډېرې بې شرمۍ سره د امريکا په غېږ کې دي او له هغه ځايه تغذيه کېږي."

د نجيب الله بنياد مشر شېرالله جبارخېل وويل: "افغانستان په ډېرو حساسو شرايطو کې دى، يووالى چې هغه مهال د ډاکټر نجيب الله له غوښتنو هم بلل کېده، کولى شي موږ له دې کړکېچن حالت راوباسي."

نوموړي له ډاکټر نجيب الله د يوه هېوادپاله شخص په توګه يادونه وکړه، چې پر سولې او يووالي يې ډېر باور درلود.

نجيب الله د خلق او پرچم رژيم پر مهال د ملي امنيت ادارې (خاد) مشر و، چې په ١٣٦٥ لمريز کال کې د افغانستان ولسمشر شو او تر ١٣٧١ لمريز کال پورې په واک کې پاتې شو، خو د "ملي روغې جوړې" سياست په ناکامېدو سره له واکه لرې شو او د ملګرو ملتونو سازمان دفتر ته يې پناه وروړه.

خو نوموړى د ١٣٧٥ لمريز کال د تلې مياشتې په پنځمه، د طالبانو له لوري چې تازه واک ته رسېدلي وو، د ملګرو ملتونو له دفتر راووېستل شو او له خپل ورور سره يو ځاى د کابل ښار په اريانا څلورلارې کې اعدام شو.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور