کابل ښار (پژواک، ٥ تله ٩٥): يو شمېر معلولين چې په خصوصي پوهنتونونو کې د محصل په توګه جذب شوي، وايي چې د معلولينو امتيازاتو او حقوقو قانون د انفاذ تر څنګ بيا هم پوهنتونونو کې ترې فيس اخيستل کېږي.
دغه قانون، د اساسي قانون د ٥٣مې مادې له مخې ١٣٨٩کال کې، د معلولينو د اقتصادي، ټولنيز، سياسي، فرهنګي، تعليمي، روزنيز، تفريحي، ورزشي ملاتړ او ټولنه کې د فعال ګډون لپاره، د هغوى د حقونو او امتيازاتو د خونديتوب لپاره نافذ شو.
د دغه قانون له مخې چې ١٣٩١ کال کې تعديل شو، د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه بايد د معلولينو لپاره د زده کړو موکه برابره کړي او حکومت دې د هغو بهرنيو تحصيلي بورسيو له ډلې چې لګښت يې د افغانستان دولت، بهرنيو دولتونو او مرستندويه موسسو له لوري ورکول کېږي، اوه سلنه دې پر شرايط برابر معلولينو ته ځانګړي کړي.
د دې تر څنګ، خصوصي ښوونیز او تحصيلي موسسې له شرايطو سره برابر د خپل جذب اوه سلنه دې معلولينو ته ځانګړې کړي، هغوى دې په وړيا ډول جذب کړي او پاتې نورو د زده کړو غوښتونکو معلولينو ته دې ٢٥ سلنه تخفيف ورکړي.
د دې مادې دويم بند کې راغلي چې د کار او ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو، پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونه دې د لوړو زده کړو له تعليمي او تحصيلي موسسو سره دې کار ته لار هواره کړي.
د پروان د شينوارو ولسوالۍ اوسېدونکى او محصل ٢٨ کلن حبيب الرحمن ملک زاده چې ١٧ کاله مخکې يې د ماين چاودنې له امله خپلې دواړه پېښې له لاسه ورکړي دي او دا مهال کابل کې د ابن سينا پوهنتون کې د ماسټرۍ دورې په زده کړو بوخت دى، د لوړو زده کړو په بنسټونو کې د معلولينو د جذب شرايط د نه منلو وړ بولي.
نوموړى چې په مصنوعي پښو ګرځي وايي چې سربېره پر دې چې دغه قانون څلور کاله وړاندې تعديل شوى دى؛ خو ډېرې ادارې ترې بې خبره دي.
ملک زاده چې په کابل کې د حبیبيې له عالي لېسې څخه فارغ شوى، د ١٣٨٨ کال په کانکور ازموينه کې د ګډون له لارې د جلال اباد پوهنتون د کرنۍ پوهنځي ته بريالى شوى، پژواک ته يې وويل چې د روغتيايي ستونزې له امله و نه توانېد چې ياد ښار ته ولاړ شي او خپلې زده کړې ترسره کړي خو اړ شو چې ١٣٨٩ کال کې کابل کې دعوت خصوصي پوهنتون کې د حقوقو پوهنځي کې ځان شامل کړي او په پاى کې ١٣٩٢ کال کې ترې فارغ شو.
نوموړى دوه کاله وزګار و او له بد اقتصادي وضعيت سره مخ و او ١٣٩٥ کال کې ابن سينا پوهنتون کې د حقوقو برخه کې د ماسټرۍ زده کړو ترلاسه کولو لپاره شامل شو.
ملک زاده دا مهال د حقوقو څانګه کې د ماسټرۍ دورې دويم سمسټر زده کړې د ابن سينا پوهنتون کې پر مخ وړي.
د هغه په وينا، ١٣٩٤ کال د مرغومي په ٤مه نېټه يو شمېر معلول ځوانان د ياد قانون نه تطبيق په خاطر ملي شورا مخې ته تحصن وکړ او ځيني دولتي چارواکو ژمنه وکړه چې د دغه قانون د پلي کېدو په برخه کې به جدي کار وکړي، خو تر اوسه دا ژمنې نه دې عملي شوې.
ملک زاده زياته کړه: "دا چې معلول کسان د کورنۍ او ټولنې د اوږو بار نه شي او د خپل ملت خدمت وکړي، د زده کړو دوام ورته خورا اړين دى."
د معلولينو د حقونو او امتيازاتو قانون ٣٩مې مادې ، د کار او ټولنيزو چارو وزارت مکلف کړى چې د پلي کولو لپاره يې کړنلاره جوړه کړي، خو د ياد محصل په خبره تر اوسه د دې کړنلارې هېڅ خبر هم نشته او خصوصي پوهنتونونه هم حاضر شوي نه دي څو هغوى ته اړوند خپل مسووليتونه ترسره کړي.
خو ياد محصل وويل: "که پوهنتونونه دا قانون ونه مني او ترې سرغړونه وکړي، چمتو دى چې له يو شمېر محصلينو سره په تحصن لاس پورې کړي."
د غور ولايت اوسېدونکې او د خاتم النبين پوهنځي د لومړي کال محصلې ٢١ کلنې زرمينې عظيمي وويل کله چې دوه کلنه وه، مزارشريف ښار کې کډوالو ته د خوړو وېش پر مهال پر ځمکه ولوېده د خلکو تر پښو لاندې شوه نو ځکه يې دواړه پښې معلولې شوې.
نوموړي وويل: "د بشري حقونو له لوري خاتم النبين پوهنتون ته معرفي شوم؛ خو د دغه پوهنتون مشر د وړيا نوم ليکنې لپاره زه جذب نه کړم او ويې ويل موږ دا قانون نه منو."
مېرمن عظيمي زياته کړه چې د پوهنتون رييس د کنايې په ډول وويل که دغه پوهنتون کې ١٠٠ معلول محصلين شتون ولري، ايا ټول په وړيا ډول ومنو؟
د هغه په خبره، اوسمهال يوه بله معلوله محصله چې نجلۍ ده، په دغه پوهنتون کې درس وايي، خو احتمال لري چې اقتصادي ستونزو په سبب د فيس د نه لرلو له امله تحصيل ته دوام ور نه کړي.
خو د خاتم النبين پوهنتون مشر عبدالقيوم سجادي وايي، نه پوهېږي چې په دغه پوهنتون کې به څومره معلولين محصلين درس وايي، خو زياته يې کړه: "هر کله چې يو معلولين له يوې معتبرې سرچينې نه چې د هغه د معلوليت پخلى وکړي، دغه پوهنتون ته یې راوړي، هېڅ ستونزه نشته، د محصل عريضه به تصديق کړم."
هغه وويل، پوهېږي چې له قانون سره سم د معلوليت لرونکو افرادو لپاره د تحصيل حق وړيا دى او که چېرته په دې برخه کې معلوليت لرونکى کس ستونزه ولري، کولى شي چې دغه پوهنتون ته مراجعه وکړي، څو تصديق ترلاسه کړي او د فيس له ورکړې معاف شي.
د لوړو زده کړو د پوهنتونونو او موسساتو مشر محمدامين کامه وال وويل چې اوسمهال په هېواد کې ١٢٧ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې فعاليت لري چې شاوخوا ٣٨ زره محصلين په کې درس وايي.
هغه زياته کړه: ((د معلولينو حقونو او امتيازاتو قانون له نظره دوى لوړو زده کړو ته د لاسرسي له حق نه برخمن نه دي او د لوړو زده کړو په موسسو کې يې تحصيل وړيا دى، هېڅوک هم حق نه لري چې له هغوى نه فيس واخلي.))
کامه وال وويل: ((معلولو محصلينو ته مو وويل چې هر وخت له يوې ستونزې سره مخ کېږى، له ما سره اړيکه نيسئ، څو چې حل يې کړم.))
د پوهنتونونو او د لوړو زده کړو خصوصي موسسو د چارو مشر وويل چې حتى له چارواکو سره خبرو کې يې پر دې موضوع ټينګار کړى چې يو پوهنتون د قانون سره سم اووه سلنه معلولين محصلين په وړتيا ډول جذب کړي، نور مراجعه کوونکي محصلين بايد په ٥٠ سلنه تخفيف سره ومنو.))
د ولسي جرګې د شهيدانو او معلولينو کمېسيون مشرې نفيسې سلطانه چې خپله هم معلوله ده او يوه پښه يې د ماين چاودنه کې پرې شوې، وويل چې د دغه قانون په چمتو کولو او تصويب کې يې رول درلود.
هغې د دغه قانون پر اجرايي کېدو د اړتيا تر څنګ له پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو وغوښتل چې په دې برخه کې يې د لوړو زده کړو له وزيرې سره خبرې کړې او يادې ستونزې ته يې د چارواکو د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.
مېرمن سلطاني همدارنګه ټينګار وکړ چې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت بايد له قانون سره سم داسې يوه کړنلاره جوړه کړې واى او د اجرا لپاره يې په جدي ډول اقدام کولى.
د ولسي جرګې د شهيدانو او معلولينو چارو کمېسيون مشر ادعا وکړه چې حتى يو شمېر واسطه لرونکي محصلين په دې نوم چې معلولين دي، د بهرنيو تحصيلي بورسونو يې ګټه اخيستې ده.
د يادو نيوکو او ننګونو په اړه د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت مرستيالې مېرمن جميله افغاني وويل چې د معلولينو د حقونو او امتيازاتو قانون ١٩مه ماده نه يواځې چې د جنګي معلولينو، بلکې له موره پيدا شوو معلولينو لپاره هم بايد پلې شي.
هغه زياته کړه: ((په دې اړه له بده مرغه چې تر اوسه د لوړو زده کړو موسسو له کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو سره همکاري نه ده کړي، خو تصميم شوى چې تر دوو نورو اوونيو پورې د لوړو زده کړو وزارت، پوهنې وزارت او د لوړو زده کړو د ټولو دولتي او ناودلتي موسسو له مشرانو سره يوه د همغږۍ ناسته جوړه کړو.))
د کار او ټولنيزو چارو وزارت مرستيال وويل: ((بايد يوه عملي حل لاره پيدا شي چې څنګه کولى شو محصلينو ته هم په ښوونځيو او هم د لوړو زده کړو موسسو کې د وړتيا زده کړې زمينه مساعده کړو.))
د کار او ټولنيزوچارو وزارت د دغه چارواکي په خبره، هر وخت چې ياد قانون اجرا شي، د کمزوري اقتصاد لرونکي معلولين به وکولى شي چې خپل تحصيل ته ادامه ورکړي او نه يواځې دا چې د ټولنې د اوږو بار به نه وي، بلکې د هېواد په پرمختګ او وده کې به هم ونډه ولري.
سره له دې چې په هېواد کې د معلوليت لرونکو اشخاصو کره شمېرې نشته، خو د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت د پنځو کلونو وړاندې معلومات ښيي چې په افغانستان کې څه باندې ١٠٠ زره معلولين ژوند کوي چې له دې ډلې يې زر تنه محصلين دي په خصوصي پوهنتونونو کې درس وايي او ٣٠٠ نور معلولين د هېواد په خصوصي پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت دي.
د لوړو زده کړو وزارت وياند فيصل امين وويل چې په هېواد کې ١٢٧ خصوصي پوهنتونونه شته چې شاوخوا ٣٨٨٧٤ محصلين په کې درس وايي او ٧ سلنه يې معلولين دي.
د هغه په خبره، اوسمهال په دولتي پوهنتونونو کې ١٨٥ زره محصلين شته چې په ټوليز ډول په افغانستان کې ٢٢٣ زره محصلين په بېلابېلو برخو کې په لوړو زده کړو بوخت دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










