هرات ښار (پژواک، ٦ تله ٩٥): په هرات کې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو د جلب په موخه د ګرځندوى، هوټل چلولو او هراتي سوغاتونو نندارتون پرانيستل شو.
دغه نندارتون چې نن د هرات په ارګ هوټل کې جوړ شو، د هرات لاسي صنايعو ګڼې بېلګې او سوغاتونه لکه ورېښمينې ټوټې، زينتي ګاڼې، ښيښه يي لوښي، تابلوګانې، عتيقه اثار، وطني غالۍ او ځيني نور ځايي توليدات په کې په ٣٠ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوې دي.
د هرات والي محمداصف رحيمي د دغه نندارتون د پرانيستې مراسمو ته وويل، پر امنيتي ګواښونو سربېره افغانستان د تاريخي ودانيو او لرغونو ځايونو په درلودو سره د بهرنيو سيلانيانو لپاره زړه راښکون لري.
هغه وويل چې ځايي اداره هڅه کوي چې د ګرځندوى صنعت د بيا را ژوندي کولو او ګرځندويانو د نظر د جلب لپاره دا ډول پروګرامونه ترسره شي.
رحيمي زياته کړه: ((په هرات کې د کورنيو او بهرنيو سيلانيانو لپاره د اوسېدو، لېږد را لېږد، بانکي خدمتونه او نورې اسانتياوې برابرې شوې او امنيتي ځواکونه ژمن دي چې د هغوى امنيت په ښه ډول ونيسي.))
والي وويل هيله ده چې په دې ډول اقداماتو سره په هرات کې د ګرځندوى لپاره لومړني ګامونه واخيستل شي.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر اريا روفيان وويل چې دغه نندارتون د ګرځندوى نړيوالې ورځې (د سپټمبر٢٧مه- د تلې ٦مه) په مناسب جوړ شوى دى.
هغه وويل چې په هرات کې په وروستيو شپږو مياشتو کې د ګرځندوى صنعت ښه وده کړې او په دې موده کې شاوخوا درې زره کورني او بهرني سيلانيان دغه ولايت ته ورغلي دي.
روفيان څرګنده کړه چې دغه کسان په منظم ډول هرات ته ورغلي او هلته يې د لرغونو اثارو او تاريخي ودانيو ليدنه کړې ده.
د ترکيې اوسېدونکي استاد حسين چې هرات ښار ته يې سفر کړى، وويل چې هرات ته له سفر وړاندې يې د هرات ولايت د ځينو تاريخي ابدو او سترو شخصيتونو په اړه معلومات تر لاسه کړل او اوس خوښ دى چې دا ښار له نږدې ګوري.
هغه زياته کړه: ((سمه ده چې افغانستان ډېرې جګړې تېرې کړې، خو اوسمهال امنيت ښه دى، سيلانيان کولى شي چې د منظرو لپارو لپاره دې ښار ته ورشي، هېڅ ستونزه نشته.))
د نندارتون يوه ليدونکي عزيزاحمد پژواک ته وويل: ((دغه پروګرام د ګرځندوى لپاره ډېر ښه دى او د دې سبب کېږي چې افغانستان د نړۍ ډېرو خلکو ته ور وپېژندل شي.))
ځايي چارواکي وايي چې دغه نندارتون به د تلې تر نهمې نېټې پورې د ليدونکو پر مخ پرانيستى وي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










