منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۰ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د علماوو شورا د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې موافقتنامې ملاتړ وکړ

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۹ کتنې

کابل (پژواک، ٧ تله ٩٥): د علماوو شورا د حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې موافقتنامې ملاتړ وکړ او له نورو وسله والو مخالفينو يې وغوښتل، چې د دې ګوند په څېر د بين الافغاني مذاکراتو له لارې ستونزې حل کړي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني نن مازیګر د افغانستان د علماوو سراسري شورا له ريیس او غړو سره په ارګ کې وکتل.

سرچينه کاږي، په پیل کې سیدضیاءالدین د افغانستان د علماوو سراسري شورا اعلامیه ولوسته، چې په کې د سولې عالي شورا په منځګړيتوب د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې موافقتنامې د لاسلیک ملاتړ شوى دى.

د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د سولې موافقتنامې "لومړۍ بڼه" تېره پنجشنبه (د تلې لومړۍ نېټه) د دولت، سولې عالي شورا او حزب اسلامي د استازو ترمنځ لاسليک شوه او ټاکل شوې، چې دغه هوکړه ليک سبا د ولسمشر غني او د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار له خوا هم لاسليک شي.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، دا شورا له دواړو لورو غواړي چې د موافقتنامې مواد په حسن نیت عملي کړي او نړیواله ټولنه دې په دې برخه کې خپلې هڅې ونه سپموي.

د افغانستان د علماوو سراسري شورا د دولت له ټولو وسله والو مخالفینو څخه غوښتي، چې له شته فرصتونو څخه په ګټې اخیستنې په هېواد کې جنګ، وینه بهېدنه او ورانی پاى ته ورسوي او د حزب اسلامي په څېر د بین الافغاني مذاکراتو له لارې ستونزې حل کړي.

د علماوو سراسري شورا د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هر اړخیز ملاتړ  ترڅنګ د حکومت له اقتصادي برنامو څخه هم خپل ملاتړ اعلان کړ او دا یې د نظام مهم مسوولیتونه وبلل.

د افغانستان د علماوو سراسري شورا له مسوولو دولتي ارګانونو څخه وغوښتل، چې په ښه توګه د راستنېدونکو کډوالو هرکلی وکړي، د هغوی  اړتیاوې پوره کړي او د سرپنا په برخه کې  بیړنۍ همکاري ورسره وکړي.

دې شورا یو ځل بیا له مسوولو مقاماتو وغوښتل، چې د هر ډول اداري او اخلاقي فساد د مخنیوي په برخه کې جدي اقدامات وکړي. د ځمکو غصب چې څرګند فساد دی او د اسلام د مبین دین له پلوه د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول خصوصاً په داسې شرایطو کې چې زموږ کډوال هېوادوال بېرته هېواد ته راستنېږي، یوه حتمي چاره او د حکومت له وجایبو څخه ده.

يادې شورا ويلي، د بانکونو او اړوندو ادارو مسوولینو ته په معاملاتو کې د اسلامي موازینو د رعایت سپارښتنه کېږي او له رسنیو هم غواړي، چې د سودي معاملو اعلانونه خپاره نه کړي.

د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر د افغانستان د علماوو سراسري شورا اعلامیې څخه په مننې وویل، د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د هېواد په پلازمېنه کې بین الافغاني مذاکرات د اسلام د مبین دین او اساسي قانون د لارښوونو مطابق په بریالیتوب سره نتیجې ته ورسېدل.

نوموړي علماوو ته په خطاب کې وویل: "تاسو د هېواد لویه معنوي پانګه یئ او د سولې د تامین په برخه کې ستاسو رول ارزښتناک دی، نو ټولو ته د سولې پیغام ورسوئ، چې له دغه فرصت څخه په ګټې اخیستنې سوله ییز او عادي ژوند ته ور وګرځي."

ده زياته کړه، هیله ده ټولو ته ثابته شوې وي چې حکومت د سولې نيت او اراده لري؛ د باعزته او پایدارې سولې لپاره نيت، اراده او عمل درې واړه مهم دي.

د هغه په وينا، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د دې هېواد رښتیني بچیان دي، واقعاً اتلواله کوي.

ولسمشر وايي: "د هېواد د هغه شهید جنرال او صادق بچي جنازه مې په خپلو اوږو پورته کړه، چې د هېواد د دفاع په لاره کې یې په مېړانه ځان قرباني کړ."

دى زياتوي، په هېواد کې اقتصادي تحرک راغلی، ځکه همدا نن د ۳۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت د شپږو فابریکو د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه او یو خصوصي شرکت د دویم سروبي برېښنا بند جوړولو په برخه کې ۳۰۰ میلیون ډالر پانګونه کوي.

د ده په خبره، زموږ هېوادوال لا هم له لوږې، بې وزلي او وزګارتیا ځورېږي، خو که په هېواد کې تحمیل شوی جنګ پاى ته ورسېږي، نو اقتصادي، انکشافي او اجتماعي چارو ته د رسیدګۍ لپاره به ډېر وخت او فرصت ولرو.

هغه زیاته کړه، د کډوالو باعزته راستنېدو ته حکومت خپل تیاری نیولی او د دې لپاره د دولت ټول انکشافي پروګرامونه باید درې برابره زیات شي.

غني څرګنده کړه، د اداري فساد پر ضد د مبارزې عدلي او قضایي مرکز فعال شوی او په تېرو دوو کالو کې د حکومت د چارواکو دوسیو له څېړلو به خپل کار پیلوي  او لوی څارنوال په دې برخه کې پوره استقلال او صلاحیت لري.

ده وویل، سوداګري د اسلام په مبین دین کې ځانګړی مقام لري او د اقتصادي ودې په موخه مو له اماراتو او سعودي عربستان سره خبرې کړي، چې د اسلامي بانکدارۍ په برخه کې خپلې تجربې له موږ سره شریکې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور