کابل(پژواک، ٧ تله ٩٥): د ميدان وردګو ولايت د لوړو زده کړو موسسې لپاره د نوې ودانۍ په جوړېدو سره به يو شمېر اداري او تدريسي ستونزې حل شي، خو د تشکيلاتو او زېربنا په برخه کې لا هم ستونزې شته .
دا څرګندونې د ميدان وردګو ولايت د لوړو زده کړو موسسې رييس پوهنيار عنايت الرحمن مايار ، د يادې شوې موسسې د نوې ودانۍ د پرانېستې، د خپلې ادارې د لاسته راړونو او ستونزو په اړه له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې.
د ميدان وردګو ولايت د لوړو زده کړو موسسه يو کال وړاندې د همدې ولايت د سيداباد ولسوالۍ په ټوپ دښته سيمه کې چې د کابل- کندهار پر لويه لاره پرته ده، په فعاليت پيل کړى چې اوسمهال يواځې د کرنې په پوهنځي کې ٢٥٠ محصلين لري.
د پوهنتون رييس وويل چې نوې ودانۍ به په راتلونکو ١٥ مياشتو کې د لوړو زده کړو وزارت د ٣٣ ميليونه افغانۍ پراختيايي بوديجې په لګولو سره په دوو پوړونو کې جوړه شي، چې اته درسي خونې،يو لوی کتابتون، دوه د غونډو سالونونه، لس دفتر خونې او نور د اړتيا وړ ملحقات به ولري.
ياده شوې ودانۍ پرون ( د تلې په ٦مه) د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانېستل شوه چې د ميدان وردګو د والي ځنډي ګل زماني، د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پاليسۍ رييس پوهنيار فياض احمد سيار، ځايي چارواکو، ځوانانو، محصلينو او قومي مخورو په کې برخه اخيستې وه.
د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پاليسۍ مشر فياض احمد سيار وويل چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري چې ټولو دولتي پوهنتونونو ته پراختيا ورکړي او له دې ډلې به د ميدان وردګو ولايت پوهنتون ته هم په راتلونکو کلونو کې پراختيا ورکړي او نور پوهنځي به ورته منظور کړي.
د ميدان وردګو والي ځونډي ګل زماني د پوهنتون په چارو کې د ملي سوداګرو، مدني فعالانو او ځوانانو د مرستو د ستاينې ترڅنګ له لوړو زده کړو وزارت څخه وغوښتل چې د ولايت پوهنتون دې په تخنيکي وسايلو او لابراتوار سمبال کړي.
د دغې تحصيلي موسسې لومړۍ ودانۍ تر دې وړاندې د قومي مخورو، ملي سوداګرو او مدني فعالانو لخوا په چمتو شوې ٢٥٠ زره امريکايي ډالره مرستې سره جوړه شوې ده چې اوسمهال په کې د تدريسي او اداري چارې تر سره کېږي.
د پوهنتون مشر وايي چې په لومړي کال کې يې د ودانۍ او امکاناتو له اړخه ګڼې ستونزې درلودې، خو د ځايي ادارې، قومي مخورو، ملي سوداګرو، وکيلانو او مدني فعالانو په همکارۍ يې ډېرې ستونزې خپله حل کړې دي.
هغه زياته کړه:(( ددې ولايت خلک له زده کړو سره ډيره مينه لري، ګڼ شمېر ځوان کادرونه او محصلين لري، بايد پخوا ورته پوهنتون جوړ شوى واى، خو کله چې منظور شوى، نو د دولت د امکاناتو په تمه نه شول او خپله يې مالي او معنوي مرستې پيل کړې.))
مايار وويل چې په لومړي کال کې ځايي خلکو د پوهنتون د ليليې له محصلينو سره د خپل کور د څراغونو او کمپلو مرسته وکړه، څو شته ستونزې يې د درس پر وړاندې خنډ نه شي چې له پوهې او تحصيل سره د ځايي خلکو مينه څرګندوي.
په ورته وخت کې بيا د ولايت د مرکز ميدان ښار يو شمېر اوسېدونکي په سيد اباد ولسوالۍ کې د پوهنتون له جوړېدو سره مخالفت لري او وايي چې د پوهنتون ساحه( ټوپ دښته) له ولايت څخه لرې او نا امنه ده، بايد په مرکز کې جوړ شي.
خو د پوهنتون رييس وايي چې دا جنجالي موضوع حل شوې، پوهنتون په شاوخوا ٥٠٠ جريبه ځمکه کې جوړېږي چې د پوهنتون لپاره دا ساحه په ميدان ښار کې نشته او بله دا چې د پوهنتون اوسنۍ ساحه د ولايت ټولو ولسواليو ته په مرکزيت او څلور لارې کې موقعيت لري، ترڅنګ يې د پوليسو اکاډمي شته چې د امنيت ضمانت کوي.))
د چک ولسوالۍ اوسېدونکي او د کابل پوهنتون محصل عصمت الله صالح د پوهنتون د تدريسي ودانۍ پر پرانېستل کېدو خوښي څرګندوي، خو وايي چې د پوهنتون لپاره بايد د پوهنځيو شمېره زياته شي چې دده په څېر نور محصلين په خپل ولايت کې لوړې زده کړې وکړي.
خو د پوهنتون مشر پژواک ته وويل چې تدريسي او اداراي امکانات يې کم دي او په لنډ مهال کې د نورو پوهنځيو امکانات نه لري، خو د راتلونکي کال لپاره به د پوهنتون لپاره د ښوونې او روزنې پوهنځى منظور شي.
د بلخ پوهنتون استاد او د ميدان وردګو ولايت د دايمير دادو ولسوالۍ اوسېدونکى احمد جاوېد صديقي وايي چې د ميدان وردګ ولايت ګڼ شمېر ځوانان د نورو ولايتونو په پوهنتونو کې زده کړې کوي او بايد کلونه وړاندې ورته په خپل ولايت کې پوهنتون جوړ شوى واى.
صديقي پژواک ته وويل:((حکومت ميدان وردګو ولايت په تحصيلي برخه کې هېر کړى، د مور او ميرې چلند روان دى، خو له دې وروسته بايد دغه پوهنتون ته زياته پاملرنه وکړي چې دا کار په ټولنيزو فعاليتونو او حتى د امنيت په ټينګښت مثبت اغېز لري.))
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










