لښکرګاه (پژواک، ١٠ تله ٩٥): د هلمند چارواکي وايي چې يو شمېر حکومتي چارواکي د دغه ولايت د پوهنې په بهير کې لاسوهنې کوي چې له امله يې دغه بهير له ګڼو ستونزو سره مخ دى او زرګونو زده کوونکي له زده کړو پاتې دي.
د هلمند والي حيات الله حيات د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل، پرته له دې چې د کسانو کاري وړتيا او تجربه په نظر ونيول شي، د پوهنې وزارت له لوري د ګومارنۍ مکتوب ورکول کېږي.
ده زياته کړه: ((د هلمند د پوهنې رياست د لوړو پوستونو لپاره دغو کسانو ته مکتوبونه ورکول کېږي، په تېرو څلورو مياشتو کې مې ١٣ مکتوبونه بېرته وزارت ته مسترد کړي دي.))
هغه وويل چې د حکومتي چارواکو دغه ډول بې غوري او لاسوهنو د هلمند د پوهنې بهير له ګڼو ستونزو سره مخ کړى دى.
حيات وايي: ((همدې مکتبونو په رياست کې لوى جنجالونه جوړ کړي دي، ټول په دې جنجالونو کې مصروفه دي او دې کار درسې بهير له ستونزو سره مخ کړى دى.))
والي وايي چې په دغه ولايت کې د پوهنې بهير اوسمهال له صفر سره برابر دى خو د اصلاحاتو لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.
حيات د هلمند د پوهنې په بهير کې د لاسوهونکو کسانو نومونه په ډاګه نه کړل خو زياته يې کړه: ((هر وکیل او قومي مشر ته احترام لرم، خو دا حق هم چا ته نه ورکوو چې څوکۍ ځان ته میراثي وګرځوي او په ټیکه يې نیسي.))
خو د هلمند د ولايتي شورا رييس کريم اتل بيا پژواک ته وويل چې ولايتي مسوولين د اړيکو پر اساس د ځينو کسانو د ګومارنې لپاره وزارت ته وړانديزونه کوي.
ده وويل چې ولايتي شورا له والي سره يو ځاى هڅې پيل کړې تر څو د يادې ستونزې مخه ونيسي.
هغه پرته له دې چې د چا نوم واخلي وويل: ((د ولسي جرګې غړي د خپلو شخصي ګټو لپاره د ځينو کسانو د مقررۍ لپاره پر وزير فشار راوړي.))
دغه راز د هلمند ولايت د پوهنې رياست يو مدير د نوم نه اخيستو په شرط پژواک ته وويل چې د پوهنې رياست د چارواکو تر منځ اوس هم د څوکيو پر سر شخړې روانې دي.
ده وويل: ((يو شمېر کسان په تکراري ډول يو د بل پر سر مکتوب راوړي او هغه بل کس ته ځواب ورکوي.))
هغه زياته کړه چې له تېرو څو مياشتو راهيسې د پوهنې رياست، د اداري او تدريسي مرستيالانو او په ولسواليو کې د پوهنې د مديرانو تر منځ دغه ستونزه روانه ده.
هغه وايي چې په ياده موده کې څو ځلې يادو کسانو يو د بل پر سر مکتوبونه راوړي دي چې له امله يې ستونزې پيدا شوې دي.
هغه وايي چې دغو ستونزو د پوهنې پر بهير بده اغېزه کړې ده او دې کار د رياست هر مامور ته جرئت ورکړى چې د پوهنې رياست پر چارواکو ملنډې ووهي.
د نادعلي ولسوالۍ د ټولنيزې شورا مشر محمدنبي الفت هم وويل چې د پوهنې رياست جنجالونو په ولسواليو کې د پوهنې بهير له خنډ سره مخ کړى دى.
هغه وايي: ((د رياست مسوولين نه شي کولى په ولسوالۍ کې معلم يا مدير ته خبره وکړي او يا هم اخطار ورکړي؛ ځکه يو خو دوى خپله جنجالونو بوخت دي بل هر معلم او مدير په کابل کې لوى واسطې لري.))
ده وويل چې د ځينو امنيتي ستونزو له امله ډېرى ښوونکي د زده کړو لپاره نه حاضريږي او زده کوونکي له زده کړو پاتې دي.
دغه راز د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجير لېسې د ١١ ټولګي زده کوونکي واصل پژواک ته وويل: ((په معارف کې ډېرې ستونزې دي، سخت بې خونده درسي کال مو تېر کړى دى.))
ده هم وويل چې د پوهنې په رياست کې ستونزې دي نو ځکه د درس او زده کوونکو لپاره سمه پاملرنه نه کېږي.
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند د پوهنې رياست سرپرست سردارمحمد صميم هم يادې ستونزې تاييد کړې.
هغه وويل چې دوى خبر نه وي خو يو شمېر کسان د ګومارنې مکتوبونه له کابل څخه راوړي او دوى يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
هغه وايي چې ياده ستونزه يې له والي او نورو اړوندو چارواکو سره شريکه کړې ده او يو شمېر مکتوبونه يې هم بېرته لېږلي دي.
په دې اړه د پوهنې وزارت د نشراتو مسوول کبير حقمل پژواک ته وويل چې د پوهنې وزارت په ټولو بستونو کې کسان د اداري اصلاحاتو له لارې ګومارل کېږي.
ده وويل: ((د اړتيا پر مهال وزير دا صلاحيت لري چې ځينو کسانو ته د سرپرست په توګه مکتوب ورکړي او پرته له دې پر نورو ټولو کسانو باندې اداري اصول تطبيقيږي.))
د يادونې ده، هلمند په تشکيل کې ٣٨٧ ښوونځي لري چې د ١٥٠ په شاوخوا کې يې د امنيتي ستونزو له امله تړل شوي او پنځوس ښوونځي يې ودانۍ نه لري.
د هلمند په پرانيستو ښوونځيو کې شاوخوا دوه سوه زره کسان زده کړې کوي چې ٤٠زره يې نجونې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









