کابل (پژواک ١١ تله ٩٥): د دیني چارو د تنظیم عالي شورا د محرم له عزادارانو وغوښتل، چې د مراسمو په ترسره کولو کې د افراط او تفریط، حساسیت پاروونکو کړنو او د داسې حرکتونو چې خلکو ته مزاحمت کوي، ډډه وکړي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر محمد اشرف غني د محرم په درشل کې د سني او شیعه علماوو سره، نن مازیګر په ارګ کې وکتل.
سرچينه کاږي، په دغې کتنه کې چې د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمد سرور دانش او د امنیتي سکتور سترو مسوولینو حضور درلود، په پيل کې د ولسي جرګې دویم مرستیال شیخ نعمت الله غفاري خبرې وکړې.
ده وويل، دولت د تېرو کلونو په اوږدو کې تل د محرم له عزادارانو سره له نږدې همکاري درلوده او له ولسمشر او امنیتي مسوولانو څخه یې د محرم د لسمې مراسمو د نمانځې د تدابیرو د نیولو په خاطر مننه وکړه.
هغه زیاته کړه، افغانستان د نورو هېوادونو منځ کې یوه بېلګه ده، ځکه د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې سني او شیعه خپلو کې سره صمیمي اړیکې لري، چې دا د حکومتي مسوولانو او دیني علماوو د همپالنې او ګډ ژوند محصول دی.
نوموړي له رسنیو وغوښتل چې د محرم په مناسبت دیني پیغامونه خپاره کړي.
غفاري د هېواد د علماوو له خوا د محرم د لسمې د نمانځنې په خاطر د برنامو یادونه هم وکړه.
د خبرپاڼې په حواله، په دغې کتنه کې د علماوو د سرتاسري شورا رئیس مولوي قیام الدین کشاف د مذهبونو ترمنځ نږدې کېدل مهم وبلل او ويې ویل، دا نږدېوالى باید په اسلامي برنامو کې د مسلمانانو د ګډې برخې اخيستو له لارې وساتل شي.
ده زیاته کړه، محرم مبارکه میاشت ده، دغه میاشت کې ټول اسلامي امت غمجن وي.
د هغه په خبره، د دغو مراسمو د ترسره کېدو په خاطر د تدابیرو نیول به د ښه امنیت د تامین لامل شي.
د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قدم شاه شهیم د محرم د لسمې د تجلیل مراسمو د امنیت د ټینګښت په موخه د امنیتي ځواکونو د چمتووالي یادونه وکړه او له خلکو، جوماتونو او تکایاوو څخه یې وغوښتل چې د دغو مراسمو په امنیت کې ورسره همکاري وکړي.
ده وويل، په ټولو ولایتونو کې د سوق او ادارې مرکزونه فعال دي چې عزادارن د ستونزې جوړېدو پرمهال کولی شي دغو مرکزونو ته مراجعه وکړي.
ورپسې محمد سالم حسني د دیني چارو د تنظیم عالي شورا اعلامیه ولوسته.
په دغې وینا کې له عزادارانو غوښتل شوي و، چې د مراسمو په ترسره کولو کې د افراط او تفریط، حساسیت پاروونکو کړنو او د داسې حرکتونو چې خلکو ته مزاحمت کوي، ډډه وکړي.
په دغې کتنه کې ولسمشر، د دیني چارو د تنظیم د عالي شورا د اعلامیې صادرولو څخه مننه وکړه او ويې ویل، مسلمانان د یو بل ورونه دي، د اسلامی مذهبونو ترمنځ باید رامنځته شوی وحدت وساتل شي.
نوموړي له ديني علماوو څخه له دې اړخه مننه وکړه، چې د مسلمانانو ترمنځ په وحدت تمرکز لري او دا یې د ټولو مسلمانانو دنده وبلله.
هغه زیاته کړه: "دا زموږ د هر یوه دنده ده چې د حضرت حسین (رض) پيغام درک کړو، ځکه هغه د اصلاح لپاره پاڅون کړی و."
ده وویل، د حضرت حسین (رض) پيغام نړيوال دی، هغه یواځې د اسلامۍ نړۍ پورې تعلق نه لري، بلکې هغه ټول بشریت پورې اړه لري.
ولسمشر غني د امنیتي تدابیرو یادونه وکړه او له علماوو یې وغوښتل، چې د محرم مراسمو د امنیت د ټينګښت او مدیریت په برخه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










