منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۲ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیکا ښوونکو د استوګني نومرو د ژر وېش غوښتنه وکړه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۰ کتنې

ښرنه (پژواک، ١٤ تله ٩٥): په پکتيکا کې يو شمېر ښوونکي وايي چې څلور مياشتې وړاندې د ښوونکو ښارګوټی پرانيستل شوى خو تر اوسه ښوونکو ته نومرې نه دې وېشل شوې.

بل لور ته د پکتيکا چارواکي وايي چې ډېر ژر به ښوونکو ته د استوګنې نومرو د ورکړې لړۍ پيل شي.

دغه څرګندونې ښوونکو په پکتيکا کې د ښوونکي ورځې د نمانځلو په مراسمو کې وکړې.

د پکتيکا د علی بابا ليسې ښوونکي عبدالله خان پژواک خبري اژانس ته وويل ٣٠ کاله کيږي چې ښوونکى دى خو تر اوسه دولت ورته د استوګنې لپاره يوه نومره نه ده ورکړې.

ده وويل چې شاوخوا څلور مياشتې وړاندې په مرکز ښرنه کې د ښوونکو لپاره ښارګوټې پرانستل شو خو د نا معلومو دلايلو له مخې تر اوسه ښوونکو ته نه دي ورکړل شوې.

هغه زياته کړه: ((ډېرى وخت د پوهنې رياست مسوولين د خپلو دندو د ساتلو په موخه ښوونکي غولوي او تشې وعدې ورسره کوي.))

دغه راز د وازې خوا ولسوالۍ د مرجان خېلو لېسې ښوونکي رفيع الله هم پژواک ته وويل چې حکومت بايد له ژمنې سره سم ښوونکو ته د ښوونکو په ښارګوټي کې د استوګنې ورکړي.

هغه دا هم وويل چې په لرو پرتو ولسواليو کې د ښوني او روزني کيفيت ټيټ دی او په ځينو سيمو کې بيا په نشت حساب دى.

ده وويل چې په پکتيکا کې ځکه د پوهنې بهير له ستونزو سره مخ دى چې دلته يو شمير کسان د ښوونکو په نومونو معاشونه اخلي.

معلم رفيع الله زياته کړه: ((زه له چارواکو غوښتنه کوم چې حقيقي استادانو ته معاش او نور امتيازات ورکړي او خيالي استادان دې نور له صحنې بيرون کړي.))

دغه راز د علي بابا ليسې مدير محمدشفيق هم د پوهنې له رياست څخه د ښوونکي د ښارګوټي د نومرو دتوزيع غوښتنه وکړه.

ده پر کورنيو او زده کوونکو هم غږ وکړ چې د پوهنې بهير په پياوړتيا کې دې هر ډول مرستې وکړي.

خو د پکتيکا د پوهنې رييس نسيم واجد پژواک ته وويل چې ډېر ژر به په دې ولايت کې د ښوونکو د ښارګوټې د وېش چارې پيل شي.

هغه زياته کړه: ((مخکې څه ستونزې وې؛ ځکه دا پروسه ځنډېدلې وه خو اوس هغه حل شوي دي او د نومرو د وېشلو کار به شروع شي.))

واجد ژمنه وکړه چې تر دې وروسته به ښوونکو ته مياشتنې تنخوا او نور امتيازات په خپل وخت ورکړل شي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتیکا مرستیال والي عطاالله فضلي وويل، ولایتي اداره په ټول توان سره هڅه کوي چې د ښوونکو ستونزو ته رسیدنه وکړي او په نږدې راتلونکي کې به ښوونکو ته د استوګنې د نومرو د وېش لړۍ هم پيل شي.

هغه وویل چې له قومي مشرانو، دیني عالمانو او ځوانانو سره یې ګډې ناستې پیل کړې دي تر څو په پکتیکا کې د تړل شوو ښوونځيو د روازې هم بېرته د زده کوونکو پر مخ پرانیزي.

د یادونې ده، د پکتیکا په بېلابېلو ولسوالیو کې ۳۹ ښوونځي د زده کوونکو پر مخ تړل شوي او په دغه ولايت کې ٦٠سلنه ښوونځي ودانۍ هم نه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه