منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۱ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په کابل کې د تکثير حق “کاپي رايټ” رواجولو په موخه ناسته ترسره شوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۲ کتنې

کابل (پژواک ١٤ تله ٩٥): کابل کې د رسنيو، ليکوالانو، هنرمندانو، څېړونکو او خپرونکو اثارو د توليد حقونو د ساتلو فرهنګ د رواجولو په موخه د تکثير او چاپ (کاپي رايټ) حق غونډه ترسره شوه.

په دغه ناسته کې چې د افغانستان ژورنالېستانو او رسنيو فدارسيون په همکارۍ، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري په کابل کې ترسره شوه، ځينو دولتي چارواکو، د رسنيو بنسټونو استازو او يو شمېر خبريالانو ګډون کړى و.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو معين سيده مژګان مصطفوي وويل، چې هره ورځ د رسنيو، فرهنګي او هنري کار په ډګر کې نوې پديدې رامنځته کېږي، چې له هغو څخه د مرستې د څرنګوالي په برخه کې کار وشي.

نوموړې د تکثير حق يا کاپي رايټ ته په اشارې سره څرګنده کړه، چې د دغه کار فرهنګ تر اوسه هم په افغانستان کې نه دى رواج شوى.

د مېرمن مصطفوي په وينا، د کاپي رايټ قانون په ١٣٨٧ لمريز کال کې په هېواد کې تصويب شوى، خو په ياد قانون کې د ستونزو له امله تعديل شو او اوس يې مسوده د عدليې په وزارت کې ده.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستيالې هيله څرګنده کړه چې د دغه قانون مسوده به ډېر ژر د ولسي جرګې له لوري تصويب او د ولسمشر له توشېح وروسته په هېواد کې د نافذ شي، چې ورسره به د تکثير او چاپ حق هم رعايت شي.

د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) مشر مجيب خلوتګر، د تکثير حق پر نه مراعات کېدو د اندېښنې ترڅنګ وويل: "موږ نن په يوه تلويزيون کې د يوه پروګرام شاهدان يو، يوه اونۍ پرې تېره شوې نه وي؛ چې هغه پروګرام بيا د بل تلويزيون له لارې خپريږي."

د هغه په وينا، که چېرې په ياده برخه کې قانون موجود وي، بيا هيڅکله هم څوک د بل کس پر معنوي حق تعرض نه شي کولى.

خلوتګر زياته کړه، اړتيا ده چې ليکوالان، هنرمندان، مؤلفين، څېړونکي او رسنۍ خپل اثار او پروګرام د اطلاعاتو او فرهنګ په وزارت کې ثبت کړي، څو د يادې ستونزې له رامنځته کېدو مخنيوى وشي.

د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل وويل، په هېواد کې د کاپي رايټ قانون له تصويب د نهو کلونو په تېرېدو سره تر اوسه ډېرى شمېر کسان د ياد قانون د موجوديت او يا په دې اړه چې تعديل شوى؛ معلومات نه لري.

نوموړي د دا ډول ناستو د پايلو په مثبت بللو سره د يوه فرد او يا بنسټ توليداتو څخه د بل کس او يا بنسټ له لوري د ګټې اخيستو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

کړوخېل د بېلګې په ډول وويل: "د افغانستان په ټولنيزو رسنيو کې کاپي کول عادي کار شوى، يو کس په ډېر زحمت سره يو اثر جوړوي او هغه بيا د فېسبوک له لارې خپروي، خو ډېر کسان بيا هغه په ډېرې اسانتيا سره غلا کوي او په خپله يې خپروي."

د پژواک د رييس په وينا، د ياد کار دوام د بېلابېلو اثارو څښتنانو ته ډېرې ستونزې راولاړې کړې او هيله ده چې د کاپي رايټ قانون په تعديل، تصويب او توشېح سره ياده ستونزه حل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور