جلال اباد (پژواک، ۱۸ تله ۹۵) : د ننګرهار ولايت ديني عالمانو له حکومت څخه وغوښتل چې د ښوونځيو او نورو ښوونيزو مراکزو ترڅنګ دې ديني مدرسو ته هم پاملرنه وکړي.
دوی چې د تلې په ۱۸مه يې په جلال اباد ښار کې د يو شمېر مدني فعالانو لخوا له کتاب پلورنځيو راټول شوي ديني کتابونه د يوې مدرسې پر زده کوونکو وېشل دا غوښتنه وکړه.
محمد امين ستانکزي چې په مشرۍ يې دغه کتابونه راټول شوي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا شاوخوا ۸۰۰ جلده کتابونه يې د يوه کپاين پرمهال راټول کړي چې د پوهنې وزارت له درسي منهج او د مدرسو له نصاب سره برابر دي.
هغه وويل، تر اوسه يې له دولت سره پر راجستر شويو شپږ مدرسو باندې ياد کتابونه وېشلي او په نږدې ورځو کې به يې پر څو نورو مدرسو باندې هم ووېشي .
د دغو کتابونو د وېش مراسمو په څنډه کې يو شمېر ديني عالمانو له پژواک سره د خبرو پرمهال له دولت څخه وغوښتل چې د ښوونځيو او نورو ښوونيزو مراکزو ترڅنګ دې ديني مدرسو ته هم پاملرنه وکړي.
د جلال اباد ښار د امام ابو يوسف دارالعلوم مسوول مولوي مير عباس وويل چې ورسره په مدرسه کې زياتره يتيمان زده کړې کوي او د نورو لګښتونو ترڅنګ د کتابونو اخيستو وس هم نه لري .
هغه غوښتنه وکړه چې حکومت بايد ديني مدرسو ته هم کتابونه په مجاني ډول ووېشي، چې له يوې خوا بهر ته د زده کوونکو د تګ مخنيوی وشي او له بلې خوا يې د ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ توپير هم له منځه لاړ شي.
دغه راز د نعمان بن ثابت دارالعلوم مشر قاري عبدالظاهر هم وويل چې حکومت ديني مدرسو ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې.
هغه ټينګار وکړ چې حکومت بايد د ديني مدرسو د نورو مشکلاتو د حلولو ترڅنګ د دوی د کتابونو د اړتيا پوره کولو ته بشپړه پاملرنه وکړي او دغې چارې ته بايد لومړيتوب کې ورکړي.
د جامعه حفصه البنات مدرسې مشر مولوي غلام رباني وويل چې د کتابونو نشتوالي موضوع نه يواځې دا چې د هلکانو زده کوونکو ده، بلکې د نجونو زده کوونکو هم ده.
دی وايي، نجونې زده کوونکې تر ډېره د غريبو کورنيو دي او د کتابونو بيې ډېرې لوړې دي، که حکومت په دغه برخه کې مرسته وکړي نو د ديني زده کړو مينه والو ته به ځانګړې پاملرنه شوې وي.
د يادولو ده چې اوسمهال په ټول ننګرهار کې شاوخوا ۴۰۰ د نجونو او هلکانو ديني مدرسې موجودې دي چې له دې ډلې يې د ۱۶ دولتي مدرسو په ګډون يواځې ۸۰ هغه له دولت سره راجستر شوي او پاتې نورې يې په خپلسر فعاليت کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










