منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۶ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

لوګر کې د طالبانو یو مالي مسوول او یو بل قوماندان وژل شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۸۹ کتنې

پل علم (پژواک، ١٩ تله ٩٥): د لوګر د محمداغې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو مالي مسوول او يو بل قوماندان وژل شوي دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د تلې په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ځانګړو ځواکونو د محمداغې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمه کې عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې د همدې ولسوالۍ لپاره د طالبانو مالي مسوول قاري مزمل او د ملا هارون په نوم د طالبانو يو بل قوماندان وژل شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، قاري مزمل به په دې ولسوالۍ کې د قومي مشرانو، دولتي کارکوونکو او د ځينو نورو کسانو د ترور لپاره پيسې ورکولې.

صالح وايي چې پر يادو کسانو د عملياتو پر مهال د کلاشينکوف او پيکا تر څنګ يو شمېر نورې سپکې وسلې هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

د زرغون ښار اوسېدونکي وزيراحمد پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا دوولس بجې امنيتي ځواکونو په دې سيمه کې پر يو کور عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغه کور کې دوه تنه وژل شوي خو په اړه يې معلومات نه درلودل چې څوک دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

محمد اغه د پلازمېنې کابل سوېل ته په ٣٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه