منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۲۲ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د پکتیکا د ځینو ښوونځیو د ودانیو جوړولو چارې له اتو کلونو راهیسې نیمګړې پاتې دي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۵۷ کتنې

ښرنه (پژواک، ٢٠ تله ٩٥): د پکتيکا په مرکز او ولسواليو کې له څو کلونو راهيسې د اتو ښوونځيو د ودانیو د جوړولو چارې د نا معلومو دلايلو له مخې نيمګړې پاتې دي.

د پکتيکا د مرکز ښرنې د علي بابا لېسې د دوولسم تولګي زده کوونکي محمد کريم د تلې په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو څو کلونو راهيسې د دوی د لېسې د ودانۍ چارې نيمګړې پاتې دي.

هغه وايي: ((پنځه کاله مخکې زموږ د مکتب د جوړېدو تړون لاسليک شو خو تر اوسه يې نيمايي کار شوى دى خو معلومه نه ده چې ولې يې نور کار ولاړ دى.))

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه لېسه د پکتيکا د پوهنې رياست په پنځوس مترۍ کې ده خو اړوند چارواکي يې د جوړونې لپاره اقدام نه کوي.

دغه راز د يوسف خېلو اوسېدونکي برات خان پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د فاطمة الزهرا لېسې چارې هم نيمګړې پاتې دي.

هغه وايي: ((دا د نجونو مکتب دى، درې کاله مخکې يې جوړېدل شروع شول خو دا اته کاله کېږي چې هېڅ چا په کې کار نه دى کړى.))

ده وويل چې د دې لېسې د احاطې دېوال د يوې برخې تر څنګ د ځينو خونو چارې هم نيمګړې پاتې دي.

هغه وايي چې په دې برخه کې د پوهنې د برخې چارواکي پړه دي، ځکه پر قراردادي شرکتونو يې فشار نه دی راوړى څو د دې پروژې چارې پر خپل وخت کې بشپړې کړي.

په ښرنه کې د مدنې ټولنې غړي څاروان پژواک ته وويل چې په يوسف خېلو، جاني خېلو، ښرنې، وازې خوا، اورګون او زېړوک ولسواليو کې د شلو ښوونځيو د جوړونې چارې نيمګړې پاتې دي.

هغه وايي: ((زياتره قرارداديان نشته دي، کارونه يې په نيم کې پرېيښي او خپله تللي دي.))

دغه راز د ځوانانو په پارلمان کې د پکتيکا استازي عبدالحق فقيرزاده هم پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې تر شلو د ډېرو ښوونځيو چارې نيمګړې پاتې دي.

خو ده وويل: ((دغه قرادادونه ډېر يې خارجيانو ورکړي او بيا يې پوښتنه نه ده کړې نو ځکه نيمګړي پاتې دي.))

د هغه په وينا، حکومت بايد په دې برخه کې پلټنې وکړي او سرغړوونکو ته سخته سزا ورکړي.

د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د پوهنې رياست مرستيال محمد کريم اتل وال پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د شلو نه، بلکې د اتو ښوونځيو چارې نيمګړې پاتې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې چې د يادو ښوونځيو د جوړونې تړونونه له ١٣٨٦ څخه تر ١٣٩٠ کلونو پورې ورکړل شوي خو چارې يې تر اوسه نه دې بشپړې شوې.

ده وويل: ((په دې کې د وخت د پوهنې رياست مسوولين ملامت دي؛ ځکه سمه څارنه يې نه ده کړې.))

هغه وويل چې دغه موضوع يې له وزارت سره هم شريکه کړې ده او ډېر ژر به يې د حل اقدام وشي.

د يادونې ده، په پکتيکا کې له ٣٤٧ ښوونځيو څخه ٣٩ يې د نا امنيو له امله تړل شوي او تر ٦٠ سلنې ډېر يې ودانۍ نه لري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه