کابل (پژواک،٢٧ تله ٩٥): پوهنې وزارت اعلان کړى چې په تېر يو نيم کال کې ٤٩٧ روزنيز مرکزونه، شاوخوا درې زره ښوونکي او نږدې ٢٢٢زره زده کونکي د پوهنې نظام کې زيات شوي دي؛ خو د ناامنيو له امله څه باندې زر ښوونځي تړل شوي دي.
د پوهنې وزارت د څارنې او راپور ورکولو مسوول احمد ضمیر ګوارا، نن په هغه کمپاين کې چې "افغانستان کې له باکيفيته روزنيز او ښوونيز نظام څخه د ملاتړ خوځښت" له لوري د "د راتلونکې لپاره پانګونه، له اوس نه د روزنې حق" شعار تر نوم لاندې کابل کې ترسره شو، وويل چې سږکال د عمومي تعليماتو، اسلامي تعليماتو، تخنيکي - مسلکي تعليماتو، د ښوونکي روزنې او سواد زده کړې د پنځو پروګرامونو په برخو کې د تعليمي مرکزونو شمېر د تېر کال (١٣٩٤) کال له ١٦٩٧٣ روزنيزو مرکزونو څخه، ١٧٤٧٠ مرکزونو ته لوړ شوى دى.
همداراز د نوموړي په وينا، ١٣٩٤ کال کې د ښوونکو شمېر له شاوخوا ٢١٧زرو کسانو څخه، ١٣٩٥ کال کې څه باندې ٢٢٠زرو ښوونکو ته لوړ شوى او په دې موده کې د زده کوونکو شمېر له ٩،٢ ميليونو څخه ٩،٤ ميليونو ته لوړ شوى دى.
هغه يادونه وکړه چې هر کال څه دپاسه ٣٠٠زره د لوړ عمر نالوستي کسان ټول هېواد کې د سواد زده کړې پروګرام تر چتر لاندې راځي؛ خو لا هم په شرايطو برابر شاوخوا درې ميليونه ماشومان د پوهنې وزارت له ښوونيزو او روزنيز و پروګرامونو څخه بهر دي.
نوموړي د دې مطلب په څرګندولو سره چې د پوهنې وزارت د تعليمي کيفيت ښه کېدو لپاره ډېر پام وراړولى دى، زياته کړه چې دې برخه کې څه باندې ٤٥٠٠ د څار غړي په دوامداره توګه له ښوونځيو څخه څارنه کوي.
د نوموړي په وينا، پوهنې وزارت کې روزنيز نصاب لا نور هم ښه شوى او په دې وروستيو کې شاوخوا ٢٢ ميليونه ټوکه د اړتيا وړ کتابونه چاپ او د ولايتونو او ولسواليو ښوونځيو ته استول کېږي.
همداراز هغه وويل چې ١٣٩٤ کال کې ټولټال ٦٤٧ رغنيزې پروژې چې د ښوونځيو ودانۍ او د پوهنې وزارت اړوند نورې ودانۍ په کې شاملې دي، بشپړې شوې دي.
نوموړي و نه ويل چې سږکال په معارف کې څومره رغنيزې پروژې تر کار لاندې دي او يا بشپړې شوې دي؛ خو يادونه يې وکړه چې دمګړۍ ٥٠ سلنه ښوونځي د منلو وړ تعليمي چاپېريال نه لري.
د پوهنې وزارت څارنې او راپور ورکولو پروګرام مسوول همداراز زياته کړه چې شاوخوا يو نيم کال کې، نږدې ٣٧ زره ښوونکي د ظرفيت لوړتيا پروګرامونو له لارې مسلکي پرمختګ کړى دى.
هغه زياته کړه چې د هېواد په ١٣ ناامنو ولايتونو او ٤٠ ولسواليو کې، ٢٢٩ مسلکي ښوونکي په لوړ معاش ګومارل شوي دي او همداراز ٨٤٠ ښځينه ښوونکې له سيمې څخه د ياد پروګرام له لارې ٤٠ ولسواليو کې ګومارل شوي دي.
نوموړي وويل چې په دې وروستيو کې د پوهنې ټاکل شوو موخو ته د رسېدو لپاره درېيم ستراتيژيک پلان تدوين او بروکسل ناسته کې وړاندې شو چې نړيوالې ژمنې يې هم ترلاسه کړې.
د سرچينې په وينا، ناامنۍ د معارف ستونزو يوه برخه ده او د ناامنيو له امله ١٠١٧ ښوونځي تړل شوي دي.
ګوارا ومنله چې معارف کې د ښوونې او روزنې کيفيت تر ټولو ټيټه کچه کې دى چې د افغانستان کار بازار اړتياوى نه شي پوره کولى او په منځنې او ثانوي دورو کې د ښځينه ښوونکو نه شتون دا ستونزې نورې هم زياتې کړي دي.
نوموړي وړانديز وکړ چې افغان دولت دې له ښوونځيو څخه د پاتې ماشومانو جذب لپاره د نړيوالو همکارانو په مرسته، پراخ پروګرامونه په لار واچوي، څو دا ماشومان ښوونځو کې شامل شي؛ خو ويې ويل چې دا کار د امنيت له ټينګښت پرته شونى نه دى.
په افغانستان کې د باکيفيته ښوونې او روزنې نه د ملاتړ غورځنګ يو بنسټ ايښودونکي غلام يحيى عباس په دې کمپاين کې وويل چې د غورځنګ او نړيوالو ګډونوالو ګډه موخه ده، څو باکيفيته، عادلانه، پراخې، خوندي، وړيا او تلپاتې ښوونې روزنې د تر لاسه کولو لپاره تر ٢٠٣٠ کال پورې لار هواره کړي.
دې غورځنګ کې څو کورني ارګانونه شامل دي چې د پوهنې کيفيت لوړېدو لپاره کار کوي او د نړيوال کمپاين غړيتوب هم لري.
نوموړي زياته کړه چې دې کمپاين کې له نړيوالې ټولنې څخه غواړي چې د ښوونې او روزنې سکتور پياوړتيا لپاره دې د اعلان شوو مرستو ٢٠ سلنه د معارف وزارت ته ځانګړې کړي او مالي او تخنيکي ژمنې دې پر ټاکلي وخت ترسره کړي.
نوموړي همداراز له افغان حکومت څخه غوښتنه وکړه چې راتلونکو کلونو کې دې شاوخوا ١٥ سلنه بوديجه پوهنې برخې ته ځانګړې کړي او د لګښت له څرنګوالي څخه دي څارنه وکړي.
د ولسمشر غني استازې عادلې بهرام د نن ورځې مراسمو کې وويل چې جمهوري رياست له ښوونيزو او روزنيزو پروګرامونو څخه ملاتړ کوي.
نوموړي زياته کړه، هغه ژمنه چې د نړيوالې ټولنې له لوري بروکسل کنفرانس کې وشوه، په اړين ځاى کې به ولګول شي.
د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله استازې سجيه بيهگام هم وويل چې د حکومت اجرايي رياست هم له ښوونيزو او روزنيزو پروګرامونو څخه ملاتړ کوي او د دې غورځنګ د غوښتنو عملي کېدو ته ژمن دى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










