منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۸ غ.م
۴°صاف · ↑۱۳° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د داعش راډيو بيا فعاله شوې او پر پنځو ژبو خپرونې لري

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۷ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۷ تله ۹۵) : د ننګرهار چارواکي او خلک وايي چې يو ځل بيا په دغه ولايت کې داعش وسله والو د اسلامي خلافت په نوم خپله راډيو فعاله کړې او دا ځل په پنځو ژبو خپرونې کوي.

ولايتي چارواکي که څه هم وايي چې د دې راډيو د بيا له منځه وړو هڅې يې پيل کړې؛ خو د ولايتي شورا غړي او عام خلک وايي چې په تېر کې هم دغه راډيو له منځه وړل شوې وه؛ خو د وخت په تېرېدو بيا فعاله شوې وي.

دغه راډيو هر ماښام له شپږو بجو نيولې تر اوو بجو به رڼه ډول د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې اورېدل کېږي.

د ننګرهار د ولايتي شورا غړي اصحاب ولي مسلم د تلې په ۲۷مه پژواک اژانس ته وويل چې د داعش راډيو نشرات بيا پيل شوي او د عامو خلکو د اذهانو د خرابولو لپاره خپل تبليغات کوي.

دی وايي، حکومت څو ځلې دا راډيو وېشتلې؛ خو د وخت په تېرېدو بيا خپرونې پيلوي او له خلکو سره هم همدا شک پيدا شوی چې حکومت ولې د دې راډيو په بشپړ ډول ختمولو نه توانېږي.

د مسلم د معلوماتو له مخې، راډيو په پنځو ژبو نشرات کوي چې ډېرې خپرونې يې په پښتو، ازبکې او دري ژبو دي.

هغه د دې راډيو د تازه نشراتو د ځای په اړه وويل: ((داسې معلومات ماته راغلي چې راډيو په کوټ ولسوالۍ کې ده؛ خو دا خبره دومره کره نه ده او کره خبره دا ده چې دا راډيو سياره ده او کله په اچين کې وي او کله په کوټ کې.))

د غني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي صدام ګل شينواري پژواک ته وويل چې د داعش راډيو په خپرونو کې تر ډېره د مذهبونو اختلافي مسايل تر بحث لاندې نيول کېږي.

د شينواري په وينا، د اسلامي خلافت په نوم د داعش د راډيو نشرات تر ډېره د کم عمره ځوانانو د بې لارې کولو لپاره کېږي چې له داعش ډلې سره يوځای شي.

هغه زياته کړه: ((اوس خو دا راډيو پر څو ژبو نشرات کوي، پښتو ژبه ده، بلوچي ده، قزاقي، انګليسي، فارسي، ازبکي، پشه يي، دا څو ژبې دي چې دوی په دې باندې برحاله تبليغ کوي.))

د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي اتل هم پژواک ته وويل چې راډيو له تېرې اوونۍ راهيسې نشرات پيل کړي او بيا يې ډېر خلک اوري.

د نوموړي په وينا، د داعش راډيو د افغان حکومت پر ضد او د داعش ډلې په ګټه تبلغات کوي او خلک له دې ډلې سره يو ځای کېدو ته رابلي.

دی وايي: ((نشرات او تبليغات په دريو ژبو کوي، پښتو، دري او ازبکي؛ خو ترانې بيا په ډېرو ژبو نشروي.))

د ټولنيزو چارو کارپوه او د ننګرهار پوهنتون استاد شېر حسن کمالزی بيا دغه ټول راډيوي خپرونې د ځوانانو او په ځانګړي توګه د تنکيو ځوانانو د ذهنونو د بدلولو او د دولت په خلاف راپوته کولو چاره کې مهم اصل ګڼي.

هغه پژواک ته وويل، دا ډول خپرونې کولی شي چې د نا لوستو ځوانانو او ماشومانو ذهنونه ژر بدل کړي او دغه ډله هم کوښښ کوي، چې د همداسې اشخاصو په ذهنونو کار وکړي او خپلې خواته يې جذب کړي.

د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي بيا پژواک ته وويل چې د راډيو له منځه وړلو هڅې پيل شوې او ډېر ژر په دې برخه کې ګام پورته شي.

خوږياڼې د دغه راډيو د له منځه وړلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((موږ داسې کوم ځانګړی پلان نه لرو؛ خو په ټوله کې موږ د داعش د له منځه وړو لپاره هغه که په هر ځای کې وي او د هر عمل ترسره کوونکي وي، د له منځه وړو لپاره جدي يو.))

د يادولو ده، په تېر کې څو ځلي افغان حکومت د خلافت غږ په نوم د داعش وسله والې ډلې راډيو له منځه وړې وه؛ خو د وخت په تېرېدو يې بېرته نشرات پېل کړي وي.

وبه کتل شي چې دا ځل افغان حکومت ځان پر ضد د دې راډيو د نشراتو د بندېدو لپاره څومره ژر اقدام پورته کوي.

د يادونې ده، پخوا دا راډيو جلال اباد ښار او شاوخوا ولسواليو کې هم اورېدل کېده، خو اوس د ننګرهار ولايت په سوېلي هغو ولسواليو کې اورېدل کېږي چې ډېرى د داعش تر کنټرول لاندې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه