کابل(پژواک ۲۸ تله ۹۵): د علمي شخصيتونو او مدني فعالانو په نوښت کابل کې "وردګ د تاريخ په بهير کې" تر عنوان لاندې د دې قوم تاريخ، فرهنګ او وياړونو د معرفي کولو په موخه علمي سيمينار جوړ شو.
دغه دوه ورځنى سيمينار نن کابل کې پيل شو. د دې سيمينار د لومړۍ ورځې په ناسته کې د ياد او ځينو نورو ولايتونو لسګونو قومي مشرانو، تاريخپوهانو او نورو علمي شخصيتونو ګډون درلود.
د ميدان وردګو ولايت والي ځنډي ګل زماني په دې سيمينار کې وويل چې وردګ يو مېړنى قوم دى او د تاريخ په اوږدو کې يې ډېرې مېړانې او اتلولۍ لري چې د ستايلو وړ دي.
دى وايي :"د يو مېړني قوم تاريخي بهير څېړل او راسپړل د هغه قوم د علمي او فرهنګي بډاينې په موخه تر سره کېږي، ترڅو د ژوندي قوم ژوندی فرهنګ نورو ته ور وپېژندل شي."
هغه زياته کړه، د علمي سيمينارونو جوړول د قومونو په ښه پېژندګلوۍ او د قومونو تر منځ په مينه او ورورولۍکې موثر رول لري او قوم هغه وخت ژوندی ګڼل کېږي چې ژوندى تاريخ ولري.
دى وايي:" شته اثار زموږ د سرښندونو او وياړونو ښکاروندويي کوي او د دې علمي سيمينار د جوړولو موخه زموږ د هويت او فرهنګ غني کول دي."
د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکي، ليکوال او د ياد علمي سيمينار جوړوونکي احسان الله ارينزي وويل چې د دغه سيمينار اصلي موخه په افغانستان کې د مېشتو قومونو تر څنګ د سيمې او نړۍ هېوادونو ته د وردګو د قوم تاريخ، فرهنګ، وياړونو، سرښندنو او مېړانو معرفي کول دي.
هغه وايي:" د هر ملت، قوم او قيبلې ژبه او فرهنګ د هغو په هر اړخېز شتون او دوام کې موثر لرول لري او هر څومره يې چې په اړه علمي څېړنې وشي، نورو ته په ملي او نړيواله کچه معلومات ورکړل شي، په هماغه اندازه به پياوړى او تلپاتې وي؛ او هېڅوک يې د نړۍ له فرهنګي اړيکو له ډګر څخه نه شي ايستلای."
ارينزي وويل:"موږ هم پاتې کېدى شو، خو د خپل علم او فنونو په زور؛ نو اړينه ده چې موږ بايد له تېرو الهام واخلو او د راتلونکي لپاره خپل سرمشق جوړ کړو."
د مشرانو جرګې دويم مرستيال او د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکي حسيب الله کلميزي وويل چې په هېواد کې ټولو مېشتو قومونو په پوره يوالي او مېړانې د هېواد له ملي نواميسو، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا دفاع کړې چې په دې لړ کې د وردګو قوم هم خپله مېړانه ښودلې ده.
هغه زياتوي:" که چېرې د هېواد تاريخ ته مراجعه وکړو نو جوته به شي چې د وردګو ولس تاريخ او نېک شهرت ان تر ميلاد وړاندې واقع کېږي چې له همغه وخت راهيسې يې د هېوادنۍ مينې په لرلو سره تل قرباني ورکړې او په هر ډګر يې مېړانه کړې چې په معاصر تاريخ کې د غازي محمدجان خان او د هغه د ملګرو يادونه کولای شو."
دی زياتوي، د ميدان وردګو ولايت خلک فقر او ناامنيو ځپلي او په دې برخه کې مرکزي حکومت هېڅ توجه نه ده کړې.
هغه وايي:" ناامني او فقر په دې ولايت کې ډېر زيات دي، متاسفانه دولت توجه نه ده ورته کړې، دولتي خدمات يې ډېر کمزوري دي، په ډېرو سيمو کې وسله وال مخالفين حاکم دي او خلک يې په پوره ډاډ پانګونې نه شي کولاي."
د ميدان وردګو والي بيا پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ميدان وردګو په ولايت کې ناامنۍ شته خو وسله وال مخالفين په دې نه دي توانېدلي چې کومه ولسوالۍ ونيسي او يا هم کومه لويه لار د ترافيکو پر مخ وتړي.
هغه زياته کړه، په ياد ولايت کې په تېرو شپږو مياشتو کې د ګڼ شمېر پراختيايي او بنسټيزو پروژو چارې پيل شوي چې ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
په نننۍ ناسته کې د ياد سيمينار په مناسبت د ولسمشر، علومو اکاډمۍ، کابل پوهنتون او ملي شورا د دواړو مجلسونو پيغامونه ولوستل شول.
په پيغامونو کې د ياد سيمينار ستاينه شوې او په کې ويل شوي چې د ورته سيمينارونو د جوړولو موخه د قومونو د معرفت او د هغوی د تاريخي فرهنګ را ژوندي کولو لپاره غوره اقدام دى.
د ولسمشر سلاکار سردار محمد روشن د ولسمشر محمداشرف غني پيغام ولوست.
ولسمشر په پيغام کې د دې سيمينارونو جوړول د سيمې او نړۍ هېوادونو ته د افغانستان د ورپېژندنې ستره هڅه بللې او په کې راغلي چې د فرهنګي او کولتوري غنا پياوړي کول او نورو ولسونو ته رسول د داسې سيمينارونو د جوړولو اساسي هدف دی.
په پيغام کې راغلى چې د هېواد هر ولايت او هر قوم د پېژندنې په اړه علمي سيمينارونه نه يواځې دا چې علمي اهميت لري، بلکې فرهنګ ورسره غني کېږي او په هېواد کې د مېشتو قومونو د يوالي لامل ګرځي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










