کندهار (پژواک، ٢٩ تله ٩٥): د کندهار په هوايي ډګر کې د ښوونځي يوه ودانۍ چې د وسله والو مخالفينو د ډله ييز بريد پر مهال ويجاړه شوې وه، بيرته ورغول شوه او نن پرانيستل شوه.
شاوخوا يوولس مياشتې وړاندې تر لسو ډېرو بريد کوونکو چې په لاسي بمونو، سپکو او درنو وسلو سمبال وو، په کندهار هوايي ډګر کې دننه ډله ييز بريدونه وکړل چې نژد ٨٠ تنو ملکي وګړو او امنيتي سرتېرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.
دغو وسله وال د هوايي ډګر اړوند د ملکي ترمينل او د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندانۍ تر منځ په دريو ساحو د ښوونځي په يوې ودانۍ، د ملکي وګړو د استوګنې په بلاکونو او بازار کې سنګرونه نيولي وو چې له امله يې د ګڼو ودانيو او دوکانونو تر څنګ د سيد پاچا په نوم د ليسې ودانۍ هم ويجاړه شوه.
د يادې شوې ليسې د بيرته جوړولو چارې ٩٠ ورځې وړاندې د دوبي د رخصتيو پر مهال پيل شوې وې چې تر بشپړېدو وروسته نن پرانيستل شوه.
د کندهار د پوهنې رياست وياند نظر محمد صميمي د تلې په ٢٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د دغې ليسې د ودانۍ د بيا جوړولو چارې په کندهار هوايي ډګر کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو په مالي لګښت پيل شوې وې.
هغه زياته کړه، د ودانې په بيرته جوړولو ٣٧٥ زره ډالره لګېدلي چې د ودانۍ د ويجاړو شوو بيرته رغول، رنګول، د زده کوونکو لپاره مېزونه، څوکۍ او نور په کې شامل دي.
د ده په خبره، په دې ليسه کې ٨٣٥ زده کوونکي زده کړې کوي چې ٣٧٥ يې نجونې دي.
دى وايي، تر دې وړاندې زده کوونکو په ويجاړه ودانۍ کې زده کړې کولې چې له سختو ستونزو سره مخامخ وو او دغه راز د زده کوونکو پر رواني حالت يې ناسم اغېز کړى و.
زده کوونکي د ليسې د ودانۍ په جوړېدو خوښ ښکارېدل او ويل يې چې اوس په عادي توګه خپلو زده کړو ته دوام ورکوي.
د يادې شوې ليسې د شپږم ټولګي يوه زده کوونکي زبير احمد پژواک اژانس ته وويل، د هغوى د ښوونځي ودانۍ په جنګ کې ويجاړه شوې وه، مېزونه او څوکۍ يې هم سوځېدلي وو.
دى وايي، کله چې به زده کوونکي ښوونځي ته راتلل نو د ودانۍ د ويجاړو برخو په ليدو به يې يو ډول د وېرې احساس کاوه.
خو د ده په خبره، اوس چې د ښوونځي ودانۍ جوړه شوې، نو د جګړې ټولې نښې په کې ورکې شوې او خوشحاله دي چې بيا په يوه ښه چاپېريال کې زده کړې کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










