منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۴ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د حج په لړۍ کې د تېر کال په پرتله درې ميليون ډالره سپما شوې ده”

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۸ کتنې

کابل (پژواک، ٣ لړم ٩٥): د ارشاد، حج او اوقافو وزارت په بريالۍ توګه د حج لړۍ له پاى ته رسېدو او په ياده لړۍ کې د درې ميليون ډالرو له سپما خبر ورکړى او وايي چې ټاکل شوې د "قران غږ" راډيو د فعالولو ترڅنګ؛ په ښه توګه د حاجيانو د لېږد لپاره دوه الوتکې هم وپېرل شي.

 سږ کال له افغانستان څخه سعودي عربستان ته د حج فريضې ادا کولو په موخه ٢٤ زره کسان سعودي عربستان ته تللي و. د يادو حاجيانو د لېږد لړۍ، د اريانا افغان دولتي هوايي شرکت له لوري ترسره شوه، چې د افغان حاجيانو وروستۍ ډله د تلې مياشتې په ٢٣ مه هېواد ته راورسېده.

 د هېواد د ارشاد، حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني نن په کابل کې د ولسمشر له دويم مرستيال محمدسرور دانش سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل چې سږ کال د حج لړۍ د اړونده بنسټونو په همکارۍ په ښه توګه ترسره شوه.

 د هغه په وينا، سږ کال پر دې سربېره چې د خدمتونو کيفيت ښه و، خو بيا هم د حج لړۍ په لګښتونو کې د تېر کال په پرتله درې ميليون ډالره کموالى راغلى دى.

 نوموړي وويل چې دغه کموالى د حج لړۍ د تنظيم او څارنې کمېټې د هلو ځلو په پايله کې رامنځته شوى دى.

 عثماني زياته کړه، ياده کمېټه په دې توانېدلې چې د تېر کال په پرتله افغان حاجيانو ته حرم شريف ته نږدې د اوسېدو ځاى ونيسي او دغه راز مناسبه ډوډۍ په ارزانه بيې دوى ته ورکړي.

 د هغه د معلوماتو پر بنسټ، تېر کال د ١٣٩٣ لمريز کال په پرتله د حج لړۍ په لګښت کې اووه مليون ډالره کموالى راغلى و.

نوموړي زياته کړه، ياد وزارت هڅه کوي څو په راتلونکي کې د افغان حاجيانو لپاره ښه خدمتونه وړاندې کړي او شته نيمګړتياوې حل کړي.

نوموړي زياته کړه چې د حج د سږ کال لړۍ د ارزونې له مخې، ټاکل شوې د ښوونکو او ناظمينو له لوري د حاجيانو لپاره د غوره خدمتونو د چمتو کولو لپاره په ځينو لايحو او کړنلارو کې اړين بدلونونه رامنځته کړي.

نوموړي وويل، که څه سږ کال د هرې ٤٧ کسيزې ډلې لپاره يو ښوونکى نيول شوى و، خو ځينو ډلو ښوونکي نه درلودل، نوموړي په دې اړه چې ځينو ګروپونو ولې ښوونکي نه درلودل؟ اضافي معلومات وړاندې نه کړل.

د ارشاد، حج او اوقافو وزير زياته کړه چې ټاکل شوې د ياد وزارت لپاره د مسافرو د لېږد دوه الوتکې وپېرل شي، څو د يادو الوتکو له لارې افغان حاجيان په ښه توګه ولېږدول شي.

هغه زياته کړه چې ياد وزارت د يادو الوتکو د پېرلو طرحه د ولسمشر د لارښوونې پر بنسټ چمتو کړې او ټاکل شوې، چې ياده طرحه راتلونکې اونۍ اقتصادي شورا ته وړاندې شي.

نوموړي د ارشاد او اوقافو په برخه کې د ياد وزارت د فعاليتونو پر پراختيا ټينګار وکړ او ويې ويل، چې په همدې موخه د ياد وزارت په چوکاټ کې د "قران غږ" نوم لاندې د يوې راډيو د رامنځته کولو لومړني کارونه پيل کړي دي.

عثماني زياته کړه، ټاکل شوې ياده راډيو د ياد وزارت د اوقافو برخې په بوديجې رامنځته شي.

د ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش وويل، چې هر عبادت له خداى سره د انسان اړيکه جوړوي، خو حج په اسلام کې له ځانګړي مقام برخمن دى.

دانش زياته کړه: "حج موږ ته راښيي، چې د خپل ځان څلورو لوريو ته درناوى ولرو او د چا د ځورولو او ازار لامل نه شو او په نننۍ ټولنه کې که چېرې يو بشپړ مومن واوسو؛ بايد هرڅه ته درناوى ولرو."

نوموړي زياته کړه، څومره چې د حج موضوع مهمه ده؛ هغومره د حج د ترسره کوونکو مسووليت هم مهم دى.

د هغه په وينا، حاجيان د خپلو هېوادونو سفيران دي، چې خپل فرهنګ او رواجونه د نړۍ نورو هېوادونو ته لېږدوي او دا بيا د ارشاد، حج او اوقافو وزارت دنده ده، څو ياده لړۍ داسې تنظيم کړي، چې افغان حاجيان بايد نورو وګړو ته د افغانستان د ورپېژندنې سفيران واوسي.

دانش وويل: "له بده مرغه هرکال يو شمېر مجرمين د حاجيانو په ډله کې حج ته ځي، چې دوى د افغانستان د فرهنګ برخه نه ده او دوى زموږ استازيتوب نه کوي، خو بايد هڅه وشي چې له دا ډول عملونو مخنيوى وشي."

نوموړي زياته کړه، چې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت کې د حج برخه ښه پر مخ روانه ده، خو په لومړۍ او وروستۍ برخو کې ستونزې شتون لري، چې له دې امله ډېر کار ته اړتيا ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور