منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۵ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

له کندهاره د ٢،٣ ميليونه ډالرو په ارزښت انګور بهر ته صادر شوي

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۳۷ کتنې

کندهار (پژواک، ٣ لړم ٩٥): که څه هم د تېر په پرتله په کندهار کې د انګور حاصلات ښه وو، خو بهر ته په کمه اندازه صادر شوي دي.

سږ کال له دغه ولايته شاوخوا ١١زره ټنه انګور صادر شوي چې ډېره برخه يې پاکستان ته دي.

له کندهاره بهر ته د انګورو صادرات ځکه کم وو چې پاکستان د دې مېوې د حاصل ټولولو پر مهال د دوو اوونيو لپاره د سپين بولدک- چمن لار تړلې وه چې له امله يې باغ لرونکو او د لندې مېوې سوداګرو ته درانه زيانونه واوښتل.

د کندهار د سوداګرۍ خونې مسوول حاجي نصرالله زهير له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې سږ کال د بل هر کال په پرتله د انګورو صادرات ښه وو، خو بهر ته په کمه اندازه صادر شول.

هغه زياته کړه، له کندهاره تر دې مهاله د ٢،٣ ميليونه ډالرو په ارزښت ١١ زره ټنه انګور صادر شوي دي.

د ده په خبره، له دې جملې ډېر يې پاکستان، کمه اندازه هندوستان او يوه اندازه متحده عربي اماراتو ته تللي دي.

دى وايي، اوس د انګورو حاصلات په ختمېدو دي، خو سره له دې هم هره ورځ له يوې تر دوو لاريو انګور پاکستان ته صادرېږي.

خو نوموړى د تېر په پرتله سږ کال له کندهاره د انګورو صادرات کم ګڼي.

نصرالله زهير وايي، سږ کال پاکستان داسې مهال د دوو اوونيو لپاره د سپين بولدک- چمن لار وتړله چې د انګورو د حاصلاتو ټولولو موسم و.

په سوېل کې د سپين بولدک- چمن ترانزيټي لار د روان کال د زمري مياشتې په ٢٨مه د پاکستاني لوري له خوا په دې پلمه وتړل شوه چې ګواکې افغانانو د دغه هېواد بيرغ سوځولى دى.

د حکومت له ډېرو هلو ځلو وروسته دغه لار تر څوارلس ورځو تړل کېدو وروسته د وږي په ١١مه پرانيستل شوه.

زهير وويل، له دې امله ډېر انګور بهر ته صادر نه شول چې هم يې باغ لرونکو او هم يې سوداګرو ته درانه زيانونه واړول؛ ځکه خلک مجبور شول چې وچ يې کړي او ممیز ترې جوړ کړي.

دى زياتوي: ((د يو من [٤،٥ کيلوګرامه] انګورو بيه ٢٠٠ افغانۍ ده، له څلور منه انګورو څخه يو من ممیز ترلاسه کېږي چې بيه يې ٣٠٠ افغانۍ ده، په دې توګه باغ لرونکو او تاجرانو پر هرو څلور منه انګورو کې ٥٠٠ افغانۍ تاوان کړى دى.))

نوموړى په دې اند دى چې تر څو د مېوو د صادراتو لپاره متبادلې لارې برابرې شوې نه وي، نو باغ لرونکو، سوداګراو بالاخره د هېواد اقتصاد ته به درانه زيانونه اوړي.

د ده په خبره، پاکستان تل د افغانستان د صادراتو پر وړاندې ستونزې جوړوي او نه غواړي هېواد مو له اقتصادي پلوه پر خپل پښو ودرېږي.

دى وايي، په وار وار يې ولايت مقام، د ماليې او سوداګرۍ وزارتونو ته مکتوبونو لېږلي چې حکومت بايد سوداګرو ته د کارګو الوتکو اسانتياوې برابرې کړي، څو هغوى وکړاى شي مېوې او نور حاصلات د هوا له لارې د نړۍ تر هېوادونو ورسوي.

ده دغه راز غوښتنه وکړه چې حکومت دې له سوداګرو سره د ويزو په اخيستو کې مرسته وکړي، څو هغوى وکولاى شي بېلابېلو هېوادونو ته سفرونه وکړي او خپلو مېوو ته بازار موندنه وکړي.

نوموړي نيوکه وکړه چې په هر هېواد کې د افغانستان سفارتونه د سوداګرۍ اتشې په نوم څانګې لري، خو تر ننه يې ونه ليدل چې هغوى دې په اړوندو هېوادونو کې د افغاني محصولاتو لپاره بازارموندنه کړې وي او يا دې د سوداګرۍ د ودې لپاره کوم ګام واخلي.

ده وويل: ((زه نه پوهېږم حکومت په څه بوخت دى؟ که حکومت هر څومره کمزورى شي خو بيا هم د خلکو ورته تمه وي او دوى بايد په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.))

نوموړي دغه راز يادونه وکړه چې وروستۍ سياسي اوضاع، په ځانګړې توګه د هند او پاکستان تر منځ د اړیکو خرابوالی او لانجې هم پر سوداګرۍ بده اغېزه کړې ده؛ ځکه په پاکستاني کې د افغاني محصولاتو بازار سخت خراب شوى او سوداګر په وار وار مجبور شوي خپلې مېوې په ټيټه بيه وپلوري.

نوموړي د چابهار لارې د مېوو او د نورو توکو د صادراتو په اړه وويل، چې تر اوسه پر دې لار ان يو موټر مېوه هم نه ده تللې؛ ځکه په دې برخه کې ټولې هڅې يوازې تر تشو خبرو محدودې دي.

زهير د بېلګې په توګه د چين هېواد ياد کړ چې د کندهار وچه مېوه په دويم لاس له پاکستان او هندوستان څخه ور صادرېږي.

 

دى وايي، څو مياشتې مخکې چې د چين هېواد سفير کندهار ته سفر کړى و، نو سوداګرو له هغه غوښتي وو چې غواړي له کندهار څخه وچه مېوه مستقيماً دغه هېواد ته صادره شي.

د ده په خبره، د چين سفير سوداګرو ته ويلي وو چې د افغانستان د سوداګرۍ او کرنۍ وزارت بايد له چين سره په دې برخه کې تړون لاسليک کړي، خو حکومت تر اوسه دغه کار نه دى کړى.

ده وويل، له همدې امله هغه اورګاډى چې څو مياشتې مخکې له چين څخه د افغانستان تر شماله راغى، شاوخوا ٨٠ واګونه يې بيرته تش چين ته لاړل، ځکه موږ له چين سره دغه هېواد ته د توکو د لېږد کومه معاهده نه لرو.

زهير ټينګار وکړ چې حکومت بايد د مېوې د صادراتو د ودې او پرمختګ لپاره جدي ګامونه واخلي او په دې برخه کې دې ناغېړي نه کوي، ځکه اوس مهال د هېواد د اقتصاد ډېره برخه د مېوې صادرات جوړوي.

په کندهار کې د لندې مېوې د سوداګرو د ټولنې مشر حاجي ناني اغا هم نيوکه کوي چې د حکومت د ناغېړۍ له امله هم باغ لرونکي او هم سوداګر درانه زيانونه ګالي.

نوموړى هم د پاکستان پر ځاى د متبادلې لارې غوښتنه کوي او وايي، نور بايد د صادراتو په برخه کې پر پاکستان تکيه کمه شي.

د لندې مېوې د ټولنې دغه مشر پژواک خبري اژانس ته وويل، د لندې مېوې شاوخوا ٩٠ سلنه صادرات د پاکستان له لارې کېږي، خو دغه هېواد د انګورو د حاصلاتو پر مهال د ١٤ ورځو لپاره لار تړلې وه چې په ميليونونو افغانۍ زيان يې واړوه، ځکه انګور خراب شول، په باغونو کې يې ٣٠٠٠ کسان بې کاره پاتې شول او هغه ټرانسپورټي شرکتونه چې مېوې يې لېږدولې کار يې په ټپه ودرېد.

هغه زياته کړه، د لارې د بندېدو له امله هره ورځ خلکو او سوداګرو ته تر ١٢ ميليونه افغانيو پورې زيان اوښت، که همدا زيان محاسبه کړاى شي نو د پاکستان له خوا د لارې د بندېدو له امله باغ لرونکو، سواګرو او ټرانسپورټي شرکتونو ته ١٦٨ ميليونه افغانۍ زيان اوښتى دى.

په همدې بنسټ نوموړى غوښتنه کوي چې نور بايد د صادراتو په برخه کې پر پاکستان تکيه کمه شي، ځکه پاکستان هر کال له کوم دليل پرته د مېوو د حاصلاتو پر وخت لار تړي او د هېواد اقتصاد ته درانه زيانونه اړوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه