منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۵ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د یوه وژل شوي پیلوټ مېرمنې ته د “اتلې مور” لقب ورکړل شو

· ۴ دقیقې لوستل · ۸۶ کتنې

کابل (پژواک، ۵ تله ۹۵): له هوايي ځواک د ملاتړ په غونډه کې د هغه پيلوټ مېرمنې ته د "اتلې مور" لقب ورکړل شو چې په ميدان وردګو کې د جګړې په ډګر کې د چورلکې د لوېدو له امله وژل شوی دى.

دغه غونډه د کابل ولايت، اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د ځوانانو پارلمان او له مور او ماشوم د ملاتړ مدني بنسټ له خوا نن په کابل کې د سلګونو پوځيانو او مدني فعالانو په ګډون جوړه شوې وه.

په دې غونډه کې د کابل والي حامد اکرم د هوايي ځواک اتلولۍ او سرښندنې وستايلې او له ولسونو يې وغوښتل چې له خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو سره خپله همکاري جاري وساتي.

هغه وويل: "دا زموږ دنده ده چې د دې خاورې د سوکالۍ، ابادۍ او پرمختګ دښمنان چې زموږ د متحد ولس په منځ کې د نفاق او بدمرغۍ اور ته لمن وهي، ودرېږو او د هغوی د ځپلو په برخه کې د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړو."

دی زياتوي: "هغه اتلان چې د هېواد د دفاع لپاره يې خپل ځانونه قرباني کړي خپل قهرمانان وبولو او د هغو د کورنيو درناوی هم وکړو چې غړي يې د هېواد د دفاع لپاره وقف کړي دي."

د اجرائيه رياست سلاکار غازي نواز تڼي، د افغان هوايي ځواک سرتېرو ته په خطاب کې وويل: "تاسو نه يواځې زموږ اتلان او نازولي ياست، بلکې د خدای (ج) هم نازولي بنده ګان ياست؛ ځکه تاسو هر لحظه د هېواد او هېوادوالو ساتنه کوئ."

د ده په وينا، د دې لپاره چې افغان امنيتي او دفاعي ځواکونه د يواځېتوب احساس ونه کړي، په کار ده چې د دغو ځواکونو د روحيې اوچت ساتلو په موخه بايد د هغوی د قربانيو يادونه او درناوی وشي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو مرستيال کمال سادات هم د افغان امنيتي ځواکونو په ځانګړي ډول هوايي ځواک د سرتېرو د اتلوليو ستاينه وکړه او هغوى ته په خطاب کې يې وويل: "تاسو زموږ وياړ ياست، زموږ د هېواد وياړ ياست؛ که چېرې د نورو امنيتي ځواکونو تر څنګ تاسو د هوايي ځواک اتلان نه وی نو زموږ ځواکونه به له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان وو."

هغه د وژل شوي پيلوټ جګړن محمد طاهر مېرمنې ته وويل: "ملي پوځ د ملي يوالي سمبول دی، دوی په يو غږ او يو هدف د خپلو خلکو په خدمت کې دي، دا پياوړي ځواک د خلکو له منځ نه را ولاړ شوى ځواک دی او پر موږ فرض ده چې د خپلو اتلانو او د هغوی د کورنيو خدمت وکړو؛ زه ستا او د ټولو امنيتي سرتېرو د کورنيو هر ډول خدمت ته تيار يم."

د جګړن محمدطاهر چورلکه په ١٣٨٦ کال کې د ميدان وردګو ولايت د سيداباد ولسوالۍ په سالارو سيمه کې د دولت وسله والو مخالفينو را وغورځوله او محمدطاهر له خپلو نورو ملګرو سره په کې ووژل شو.

مدني فعال او د ځوانانو پارلمان غړي خواجه محمد علوي په دې ناسته کې وويل چې ټول افغانان د خپلو امنيتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره يوه خوله دي او په دې برخه کې د هېڅ ګواښ پروا نه لري.

هغه وويل: "زموږ سرتېري تل قرباني ورکوي، د دښمنانو پر وړاندې نه ستړې کېدونکې مبارزه کوي؛ نو پر موږ فرض ده چې د خپلو سرتېرو ملاتړ وکړو."

دی زياتوي، له يو امنيتي ګواښ نه د ځواکونو خبرول له هغوی څخه د ملاتړ په معنا دي، نو اړينه ده چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره هر ډول مادي او معنوي ملاتړ ته چمتو شو.

د غونډې په پاى کې د جګړن محمد طاهر مېرمنې ته د "اتلې مور" لقب چې پر مرمر تېږه ليکل شو و،ورکړل شو.

پر دې تېږه د جګړه محمدطاهر انځور هم حک شوى و.

د جګړن محمد طاهر مېرمنې پژواک خبري اژانس ته وويل: "خاوند مې ۱۶ کاله د هوايي ځواک په قوماندانۍ کې د چورلکې پيلوټ و، په ۱۳۸۶ کال کې يې چورلکه د ميدان وردګو ولايت د سالارو په سيمه کې وسلوالو مخالفينو وويشته او هغه له خپلو نورو ملګرو سره شهيد شو."

د محمدطاهر مېرمن چې دوې لوڼې او يو زوی لري، په ژړغوني غږ له حکومت او ټولو مخالفو وسله والو ډلو و غوښتل چې سولې ته مخه کړي او تردې ډېر دې نورې افغانې کورنۍ د وير پر ټغر نه کېنوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې